لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايا د پاکستاني ځوانانو اکثريت واقعي په پوځ باور لري؟


ايا د پاکستاني ځوانانو اکثريت واقعي په پوځ باور لري؟
ايا د پاکستاني ځوانانو اکثريت واقعي په پوځ باور لري؟

ايا د پاکستاني ځوانانو اکثريت واقعي په پوځ باور کوي؟

د وايس اف امریکا په سروی يا نظر پوښتنه کې د پاکستاني ځوانانو اکثريت په پوځ باور کوي خو د ملک 15 فيصده ځوانان داسې دي چې هغوی په پوځ بيخي باور نه کوي. د نظر پوښتنې ترمخه د عام تاثر په ځای بلوچستان کې په پوځ د پوره باور کوونکو شرحه 64 فيصده ده.

د وايس اف امريکا دا نظر پوښتنه د نړيوالې ادارې [اپسوس] د لارې شوې ده، چې پکې د 18 نه تر 34 کلونو عمر پورې ځوانانو نه دا پوښتنه هم شوې چې د دوی په کومه اداره څومره باور دی.

ايا د پاکستاني ځوانانو اکثريت واقعي په پوځ باور لري؟
ايا د پاکستاني ځوانانو اکثريت واقعي په پوځ باور لري؟

د ځوانانو اکثريت (74فيصده) پوځ تر ټولو زياته د باور قابل اداره ګرځولې ده. په پوځ د باور کوونکو شرحه په ښاري او کليوالو علاقو کې نزدې يو شان ده چرته چې په څلورو کې دوو ځوانانو په پوځ د پوره باور څرګندونه کړې ده.

په حېرانوونکې توګه د ابادۍ په لحاظ د پاکستان تر ټولو غټې صوبې پنجاب کې د نورو صوبو په مقابله کې په پوځ د اعتماد کوونو ځوانانو شرحه کمه ده.

پنجاب کې د نورو صوبو په مقابله کې په پوځ د اعتماد کوونو ځوانانو شرحه کمه ده.
پنجاب کې د نورو صوبو په مقابله کې په پوځ د اعتماد کوونو ځوانانو شرحه کمه ده.

په پوځ بيخي باور نه کوونکو کې تر ټولو زياته شرحه په اسلام اباد کې (23فيصده) ده. په پنجاب کې دا شرحه 15 فيصده، په سيند کې نزدې 17 فيصده، په خېبرپښتونخوا کې 11 فيصده او بلوچستان صوبه کې 12 فيصده ده.

د نظرپوښتنې ترمخه 59 فيصده نارينه او 46 فيصده ښځې په پوځ پوره باور لري. نزدې 13 فيصده سړو او 16 فيصده ښځو ویلي چې دوی په پوځ بيخي باور نه لري.

د پوځ په کردار شکونه او شکايتونه

د پوځ په اړه د پاکستاني ځوانانو دا رای د عام تاثر څخه بدله ده، ځکه په پاکستان کې دا وخت د پوځ په کردار او سياست کې د مبيینه لاسوهنې په معامله په ټولنيزو رسنيو او ولس کې بحث کيږي.

د پاکستان د جوړېدو وورسته په ملک کې څلور ځله مارشل لا لګېدلې، او د ملک په تاريخ کې په زياته موده کې پوځي جرنېلان د ملک واکمن پاتې شوي دي. د دې نه علاوه په جمهوري او سياسي حکومتونو کې هم د پوځ په کردار نېغ په نېغه يا د پردې شاته ګوتې پورته شوي دي.

د پاکستان مسلم ليګ (ن)، پاکستان پيپلز پارټۍ (پي پي پي) او پاکستان د ځينې نورو سياسي ګوندونو دريځ دی چې پوځي اسټبلشمنټ د 2018م په انتخاباتو کې پاکستان تحریک انصاف ګوند په واک کې راوستی وو. اوس دغه تورونه پاکستان تحریک انصاف او پاکستان پيپلز ګوند لګوي او وايي د مسلم ليګ (ن) ګوند په واک کې راوستو دپاره دوی ته لېول پلېنګ فليډ يا يو شان زمينه نه ورکړل کيږي.

په تېرو څو کلونو کې د پوځ په مبيينه سياسي کردار باندې ملک کې د غټو سياسي ګوندونو لخوا نيوکې کيږي، خو د دې باوجود د وايس اف امريکا په نظر پوښتنه کې د ځوانانو لخوا پوځ تر ټولو زياته د باور اداره ګرځول د ځينې خلکو دپاره د حېرانتیا خبره کېدی شي.

د نظر پوښتنې نتيجې د عام تاثر ضد ولې؟

د پوهانو په وينا په ساینسي بنيادونو نتيجې د عام تاثر ضد کېدی شي او د هغې جواز هم ځمکني حالات کېدی شي.

د اپسوس پاکستان منجينګ ډايريکټر يا مشر عبدالستار بابر وايي، دا لومړی ځل نه دی چې په ساينسي بنيادونو د نظر پوښتنې نتيجې د عام تاثر يا په مطبوعاتو د وړاندې کېدونکې عکس څخه مختلفې دي.

د هغه په وينا، د دې نظر پوښتنې نتيجې په تېر نزدې وخت کې د اپسوس د نورو نظر پوښتنو سره يو شان والی لري.

عبدالستار بابر وايي، ادارې یې د 2023م په پېل کې يوه نظر پوښتنه کړې وه، په هغې کې د پوځ ترڅنګ په نورو قومي ادارو د خلکو د باور شرحه د 50 نه تر 55 فيصدو پورې وه.

عبدالستار ويلي، د وي او اې دپاره شوې نظر پوښتنه د جنورۍ په میاشت کې ترسره شوې، چې پکې په پوځ د باور لرونکو ځوانانو شرحه 74 فيصده مخې ته راغلې او د دې نه معلوميږي چې دا باور سېوا شوی دی.

د اپسوس پاکستان کې مشره څيړونکې سيده ناياب سعيد وايي، د نظر پوښتنې دپاره د موادو راټولولو په وخت دا خبره يقيني کولی شي چې کوم ځوابونه ترلاسه کيږي هغه دې هم هغه ډول شامل کړی شي.

ناياب وايي، په نظر پوښتنه کې په ادارو د باور پوښتنه په سر کې شامله کړی شوې وه او دا پوښتنه هم د عمومي نوعيت وه چې ځوانان په کومه اداره څومره باور لري.

د هغې په وینا، له دې وروسته چې د ځوانانو نه د پوځ په عامو انتخاباتو کې د اثرانداز کېدو په څېر پوښتنې شوي نو د هغې نتيجې بيا بدلې مخې ته راغلي دي.

په نظرپوښتنه کې چې کله د ځوانانو نه دا پوښتنه وشوه، د دوی په خیال کومه اداره په انتخاباتو اثراندازه کېدی شي، نو د اکثرو دا خیال وو چې پوځ داسې کولی شي.

"د خلکو په ذهنونو کې سمدست د سياسي لاسوهنې خبره نه راځي".

پاکستان کې د څيړنې يا ريسرچ سره اړونده یوې بلې ادارې ګېلپ پاکستان مشر بلال ګېلاني وايي، د هغه دپاره دا رای ځکه حېرانوونکې نه ده، چې د ګېلپ لخوا په جون 2023م کې شوې نظر پوښتنه کې هم 88فيصده خلکو په پوځ د باور څرګندونه کړې وه.

د هغه په وينا پاکستان کې چې د خلکو نه په پوځ د باور په اړه نېغ په نېغه پوښتنه کيږي نو د هغو په ذهنونو کې په سمدستي توګه د پوځ په سياست کې د لاسوهنې خبره نه راځي.

هغه وايي، د پوځ په نوم اخستو د کلیوالو خلکو ذهنونو ته هغه ځوان راځي چې د هغو د کلي نه پوځ ته تللی او وردي يې اچولي وي. خو کله چې په ښارونو کې په دغه موضوع بحث کيږي نو د خلکو ذهنونو ته پوځي جرنېلان راځي د چا په سياسي کردار چې په عمومي توګه ګوتې پورته کيږي.

د بلال ګېلاني په وينا، "د پوځ او سياسي ګوندونو په حواله د نظر پوښتنې نتيجې د عام تاثر څخه مختلفې ځکه وي چې په عامو حالاتو کې د نظرونو نه لرې اوسېدونکو کليوالو عامو پاکستانيانو رای هم مخې ته راځي".

د هغه په وينا، په ګرده نړۍ کې کېدونکو نظر پوښتنو کې هم د پوځ د ادارې شرحه زیاته راځي او د پوځ په اړه پوښتنه هم نزدې په دغو الفاظو کې کيږي په کومو الفاظو کې چې د وي او اې په نظر پوښتنه کې شوې ده.

هغه ويلي، د امریکا پوځ څو غېر مقبولې جګړې کړي دي، خو د دې باوجود هلته په نظر پوښتنو کې په پوځ د باور کوونکو شرحه په عمومي توګه د صدر او کانګرس نه زياته وي.

بلوچستان په پوځ زيات باور کولو کې ولې مخکې ده؟

بلوچستان صوبه کې چرته چې د امنیتي ادارو په اړه زيات شکايتونه مخې ته راځي، هلته د نظر پوښتنې ترمخه، په پوځ د باور کوونکو شرحه 64 فيصده ده.

د بلوچستان ملت پال تور لګوي په اصل کې د پاکستان پوځ د صوبې انتظام چلوي.

په صوبه کې په زوره د بې درکيو او ګوادر کې د امنیتي چيک پوستو په سر هم د امنیتي ادارو پرضد احتجاجي مظاهرې کيږي.

بلال ګېلاني وايي، بلوچستان د نظر پوښتنو په حواله مشکله سيمه ده، ځکه چې په غټه علاقه خوره ابادۍ کې د مواصلاتو د سرچينو د کمي په وجه د بلوچستان د ولس نبض ته رسېدل ډېر ګران وي.

د هغه په وينا، که په بلوچستان کې د مېشتو پښتنو خبره وکړی شي نو هغوی د پوځ په باره کې مثبته رای لري. خو په بلوڅ ابادۍ يا بروهي ژبه ويوونکو کې د پوځ په حواله خفګان ليدل کيږي.

بلال ګېلاني وايي، بلوچستان د پاکستان د ټولې رقبې 45 فيصده ده او دلته مختلف قومونه اباد دي. ځکه دلته د موبايل فون په ځای د خلکو مخامخ نظر پوښتنه يا سروی کول زيات غوره دي.

د هغه په خبره، د ټول ملک په مقابله کې بلوچستان کې موبايل فون ته لاس رسي هم تر ټولو کمه ده. ځکه غوره ده چې هلته د خلکو سره نېغ په نېغه ليدو کې د هغو رای معلومه شي او د غلطۍ امکان کم نه کم وي.

د وايس اف امريکا او اپسوس په دې نظر پوښتنه کې د 18 نه تر 34 کلونو پورې 2050 کسانو سره په فون رابطه شوې او د درېمې نه تر 12 جنورۍ 2024م په مینځ کې ترې رای اخستل شوې ده. د نظر پوښتنې په نتيجو کې د غلطۍ امکان (مارجن اف ايرر) -/+ دوه فيصده دی.

د وايس اف امریکا دا نظر پوښتنه په ساينسي بنيادونو شوې ده.

د ساينسي نظر پوښتنو نتيجې د عام تاثر او مطبوعاتو يا ټولنيزنو رسنيو باندې مخې ته راتلونکو مقبولو رایو څخه مختلفې کېدی شي. د دې نظر پوښتنو د نتيجو انحصار يا تکيه د پوښتنو د ترتيب او د دغو پوښتنو د کولو انداز، د نظر پوښتنې طريقه کار او د ځواب ورکوونکو په انتخاب هم وي

سیاسي مشران زمونږ په ستونزو نه دي خبر: په پاکستان کې په هر پنځو کې درې ځوانان او پیغلې دا رایه لري چې سیاسي مشران د هغوي په ستونزو او ترجیجاتو نه دي خبر.

خو د دې باجود پاکستان کې قریبا نمایي ځوان کل دا دعوه کوي چې دوي په سیاست کې دلچسپي لري.

ځوانانو خپل د دې نظر د وایس اف امریکا په یو نظر پوښتنه کې شریک کړی، کومه چې نړیوالې ادارې اپسوس ترسره کړی.

په نظر پوښتنه کې ۶۰ فیصده ځوانانو په دې نظر دي چې سیاسي مشران د دوي د ترجیجاتو او ستونزو نه نه دي خبر.

دا نظر پوښتنه په داسې وخت کې ترسره شوې چې په اتمه فرورئ په پاکستان کې عام انتخابات اعلان شوي او هر سیاسي ګوند کوښښ کوي چې ځوان کل ځان ته مایله کړي.

د نظر پوښتنې مطابق 55 فیصده په ښاري علاقو کې او 63 فیصده په کلي والو سیمو کې دا ګڼي چې سیاسي مشران د دوي په ستونز او مسلو نه دي خبر.

ځوان کل په نظر کې د هیواد ستونزی څه دي؟

سروې کې دا مخې ته راغلي چې هلکانو کې 57 فیصده او جینکو کې 63 فیصده په دې نظر دي چې سیاسي لیډران د دوي ستونزو او ترجیجاتو نه نه دي خبر.

VOA Youth Survey 2024 Inflation-1
VOA Youth Survey 2024 Inflation-1

هلکانو کې چې عمر یې د 18 نه24 کاله دی کې بیا دا تاثر زیات دی چې سیاسي مشران د دوي د مسایلو نه لاعلمه دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG