لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ټي ایم جرګې لپاره د "پښتون قامي عدالت" په نوم ټرینډ: "11م اکتوبر د خپلواکۍ، احتساب او سباوون ورځ "


د پښتنو د حقونو لپاره فعال پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې په ځانګړې توګه په پښتونخوا او بلوچستان کې د امن او جبري بې درکه خلکو د موندنې لپاره او په پخوانیو قبایلي سیمو کې د پوځ د ترهګرۍ ضد پالیسۍ خلاف تر څه باندې شپږو کلونو احتجاجي لاریونونو او جلسو وروسته په را روان اکتوبر کې یوه لویه جرګه اعلان کړې ده.

د پاکستان پوځ په 2018م کال کې اعتراف کړی وو چې د پي ټي ایم غوښتنې جایزې دي او د منلو ډاډ یې ورکړی وو، خو له هغه وروسته چې د دې تحریک مشرانو په خپلو جلسو کې پر پوځ پرله پسې نیوکې پیل کړې پوځ نه یواځې ورباندې دا تورونه ولګول چې هند او افغانستان ورسره مالي مرستې کوي بلکې دا یې هم وویل چې دوی خلک د پوځ خلاف را پاروي او په ترهګرۍ ضد جګړه کې تر لاسه کړې ګټې یې ضایع کوي.

پي ټي ایم تل د پوځ تورونه رد کړي او وایي له یادو هېوادونو ورسره د مرستې ثبوتونه دې ورکړل شي خو د پاکستان ریاستي ادارو تر اوسه داسې ثبوتونه رسنیو ته نه دي وړاندې کړي چې پکې خپل تور ثابت کړي.

د پښتون تحفظ موومنټ (پي ټي ایم) مشر منظور پښتین د جولای پر 12مه په اسلام اباد کې د خپل وژل شوي ملګري ګیله من پښتین په جنازه کې په وزیرستان کې اعلان وکړ چې د اکتوبر پر 11مه به د پښتنو یوه لویه جرګه کوي او د اګست میاشتې پر 30مه یې په خیبر سیمه کې د راجګل کډوالو احتجاجي پرلت ته وویل چې د "پښتون قامي عدالت" په نامه دغه درې ورځنۍ جرګه به په خیبر کې جوړوي.

د دې جرګې له اعلانېدو وروسته پر سوشل مېډیا "پښتون قامي عدالت" یا [پشتون نېشنل کورټ] په نوم ټرینډ پیل شوی چې پکې له عامو خلکو سره سره ګڼ شمېر سیاستوالو، مدني فعالانو، لیکوالو او د ژوند له نورو څانګو سره تړلیو خلکو سړیو او ښځو پکې برخه اخیستې او د دې جرګې هرکلی یې کړی دی.

د عثمان ګل خټک [د فېسبوک نوم تور ګل چوهدري] په نوم یو کراچۍ مېشتي پښتون او فعال پر سوشل مېډیا د خپلې کورنۍ د غړو یوه ویډیو خپره کړې ده چې پکې هغه خپله، د ده مېرمن، لوڼې او لمسي جلا جلا خلک د یوولسم اکتوبر جرګې ته هڅوي او وایي چې دا به "د خپلواکۍ، احتساب او سباوون ورځ وي".

منظور پښتین د ستمبر پر درېیمه د وي او اې ډیوه خبریال عدنان بېټني ته په ځانګړې مرکه کې وویل، تر جرګې مخکې یې د څېړنې 10 ځانګړې ډلې ټاکلې دي چې وایي په هغوی کې پي ایچ ډي ډاکټران دي او هغوی یې په دې ګومارلي چې د پښتنو په سیمو کې د ترهګرۍ په نوم جګړه کې د وژل شویو، ټپي شویو، معذوره او جبري لادرکه خلکو او د تشدد پېښو په ګډون د لسو موضوعاتو په اړه معلومات را غونډ کړي.

د پښتین په وینا په دغو لسو موضوعاتو کې په پاکستان کې د پښتنو د شناختي کارډونو او د وسایلو مسئله هم شامله ده او له دې پرته په پښتونخوا او بلوچستان کې د خرابو سړکونو له کبله په ټکرونو کې د خلکو وژل کېدل، په پاکستان کې له پښتنو څخه بته خوري یا کلنګ اخیستل کېدل، پر ډیورنډ کرښه باندې جوړو دروازو باندې د خلکو ستونځې هغه مسایل دي چې په جرګه کې به پرې بحث کیږي:

"زموږ تر 30,000 زیات رضاکاران دي چې پینځلس شل ورځې مخکې به راځي او په ټوله پښتونخوا کې به ولاړ وي د لارو امنیت به ساتي، موږ د ټولې پښتونخوا امنیت ساتو".

منظور پښتین په تېرو څو میاشتو کې د پاکستان د بېلابېلو مذهبي او ملتپالو سیاسي ګوندونو له پښتنو مشرانو، د بېلابېلو سیمو او قبیلو له مشرانو او د ژوند له بېلابېلو څانګو سره تړلیو خلکو سره لیدلي او هغوی ته یې په خپله راتلونکې جرګه کې د ګډون بلنې ورکړې دي:

"زه چې د سیاسي ګوندونو له مشرانو سره کښېنستم، زما چې کوم سوچ وو چې دوی به قانع کوو، خو هغوی خپله راته لګیا وو او تر ما هم یوولسم اکتوبر ته خوشاله وو، د دغو ډېرو رهبرانو الفاظ دا وو چې کېدای شي له تاسې سره مو رابطه نه وه خو موږ درسره ملګري یو".

منظور پښتین وایي د 11م اکتوبر جرګې لپاره ځانګړې ډلې د پښتنو پر ټولو مسایلو د معلوماتو را غونډولو لپاره څېړنه کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:09:22 0:00

د پاکستان په مرکزي [مېن سټریم] رسنیو یعنې ورځپاڼو او ټیلیویژنونو کې پښتون ژغورنې غورځنګ ته د نشت برابر کورېج یا پوښښ ورکول کیږي. د دې تحریک د را روانې جرګې په اړه هم تر اوسه په دغه مېډیا کې څه نه دي خپاره شوي او دا نه ده معلومه چې درې ورځنۍ جرګې ته به یې هم ځای ورکړي که نه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د را روانې جرګې لپاره په پاکستان کې دننه په عملي توګه او پر سوشل مېډیا له پرله پسې کمپېن سره سره په نوره نړۍ کې مېشت پښتانه او د پي ټي ایم څانګې هم کار کوي او د منظور پښتین په وینا هڅه به کوي چې د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم دا جرګه په غټو سکرینونو په ژوندۍ بڼه (لایو) ښکاره کړل شي او د اړوندو هېوادونو په ژبو یې خبرې وژباړل شي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د 2018م کال په فرورۍ کې هغه وخت جوړ شو چې په کراچۍ کې په پولیس مقابله کې د وژل شوي وزیرستاني ځوان نقیب الله مسید د وژنې خلاف یې له ډېره اسماعیل خان ښاره اسلام اباد ته لاریون وکړ او هلته یې پرله پسې لس ورځې احتجاجي پرلت وواهه.

پي ټي ایم د هغه پرلت په نتیجه کې د پاکستان له ریاسته څو غوښتنې وکړې چې بیا یې په تېرو څو کلونو کې هم د دغو غوښتنو لپاره ستر احتجاجونه وکړل، چې په هغوی کې د نقیب مسید په وژنه د تورن پولیس افسر راو انوار نیول کېدل او د قانون منګولو ته سپارل کېدل، په پښتونخوا کې د جبري بې درکه خلکو موندل او عدالتونو ته وړاندې کېدل، له قبایلي ضلعو د پوځي عملیاتو په وخت د ښخو ماینونو ایستل، په ترهګرۍ ضد جګړه کې د وژل شویو خلکو په اړه د کره معلوماتو لپاره یو د حقایقو معلوموونکي کمیشن جوړېدل شامل وو.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG