لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د بندي پاکستانیانو کورنۍ د هغوی د را خوشي کېدو غوښتنه کوي


د اصغر علي په نوم د چارسدې د شبقدر یو ځوان هم په دغو ورکو کسانو کې دی، چې پلار یې وایي تعلیمیافته ځوان وو او له یوې بهرنۍ کمپنۍ سره یې د حسابدار [چارټرډ اکاونټنټ] دنده تر سره کوله، خو اوس لادرکه دی
د اصغر علي په نوم د چارسدې د شبقدر یو ځوان هم په دغو ورکو کسانو کې دی، چې پلار یې وایي تعلیمیافته ځوان وو او له یوې بهرنۍ کمپنۍ سره یې د حسابدار [چارټرډ اکاونټنټ] دنده تر سره کوله، خو اوس لادرکه دی

په پېښور کې د څلرویشتو کورنیو مشرانو یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، چې ځوانان یې افغانستان ته په مزدورۍ پسې تللي وو خو هلته افغان او بهرنیو ځواکونو نیولي او بندیان کړي دي.

د دغو کورنیو مشرانو د پېښور په پریس کلب کې د ګل- دوشنبې په ورځ وویل، چې نیول شوي ځوانان یې د افغانستان ستر عدالت ته وړاندې شوي وو، چې د خوشي کېدو امر یې وشو، خو وایي تر خوشي کېدو لنډه موده وروسته بیرته ورک شول.

د اصغر علي په نوم د چارسدې د شبقدر یو ځوان هم په دغو ورکو کسانو کې دی، چې پلار یې وایي تعلیمیافته ځوان وو او له یوې بهرنۍ کمپنۍ سره یې د حسابدار [چارټرډ اکاونټنټ] دنده تر سره کوله، خو اوس لادرکه دی. پلار یې اکبر علي وایي:

"موږ خپله منډه ترنډه وکړه، د عدالتونو کیسې مو ختم کړې، د دوه کاله قید سزا یې په ۲۰۱۵م کال کې پوره کړه، بیا راته وویل شول چې در خوشی به شي خو خوشي نه شو، بیا زه لاړم د سترې محکمې له خوا مې د هغه د خوشي کېدو امر بګرام زندان ته ورووړ، هغوی یې هم د را خوشي کېدو ډاډ راکړ، خو لا بند دی"

دغه کورنۍ اندېښمنې دي او تور لګوي چې وایي اوس یې د کورنۍ ځوانان د افغانستان استخباراتي ادارې ملي امنیت نیولي دي او له هغوی سره په اسانه لیدلای هم نه شي.

د صوابۍ سکندر بشیر یو بل ځوان دی چې کورنۍ یې وایي په افغانستان کې بندي دی. د بشیر ماما خیرالامان وایي دوی د هغه د را خوشي کېدو لپاره هلته مدفع وکیل هم نیولی او د پاکستان سفارت ته یې شکایت کړی، خو خوریی یې لا بندي دی:

"هلته جېلونو ته تلل ډېر ګران کار دی، ځکه هلته د ورتګ لپاره به د شپې درې بجې پاڅېږې، دا د سړي خپل سر ته خطر پېښولای شي، چې هسې نه څوک مو وتښتوي، خو بیا هم زه دوه ځله په کابل کې سفارتخانې ته او په جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ ته تللی یم. د پغمان، باګرام، پلچرخي او ارزان قیمت زندانونو ته تللی یم"

دغه کورنۍ د پاکستان او افغانستان پر حکومتونو او سفارتونو غږ کوي، چې نیول شوي ځوانان یې نه د ترهګرۍ په کومه پېښه کې نیول شوي او نه سزا شوي دي او غوښتنه کوي چې هغوی دې ژر تر ژره را خوشي کړل شي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت رسنیو ته په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې او ویلي یې دي چې د هېواد د کورنیو چارو وزارت یې په دې اړه څه ویلای شي، چې دغه پاکستاني ځوانان هلته په څه تور بندیان دي او ولې نه را خوشي کېږي.

د یوې اندازې له مخې شاوخوا ۷۰۰۰۰ پاکستاني وګړي په افغانستان کې بېلابېل کارونه کوي، چې ویل کېږي په هغوی کې تقریباً ۴۰۰۰ کسان افغان امنیتي او استخباراتي ادارو په بېلابېلو تورونو نیولي او دا مهال د پلچرخي، بګرام، جلال اباد او د دې هېواد په نورو زندانونو کې بندیان دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG