لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قومي اسمبلۍ کمېټي غواړي د نېب مشر دې حاضر شي او د بروډشیټ په معامله دې سپیناوی وکړي


 د نېب مشر جاويد اقبال
د نېب مشر جاويد اقبال

د قومي اسمبلې د اطلاعات قایمه کميټۍ په غونډه کى د پاکستان حکومت لخوا د اثاثو په لټون کارکونکي برتانوي فرم بروډشيټ ته د اربونه روپو هرجانى ورکولو په سر د تود بحث وروسته د نيب مشر سپيناوي لپاره د رابللو پريکړه کړې ده

په اسلام اباد کى د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د کميټۍ غونډه کې د حکومت مخالف پيپلز ګوند غړي نفيسه شاه وویل بروډشيټ ته د هرجانې ورکوولو سره د پاکستان بدنامي شوي ده.

د برتانيي د ثالثۍ کونسل يا عدالت د پاکستان حکومت ته په بهرني هيوادونو کې د پاکستاني سياستمدران د مبینه پټو اثاثو د لټوولو ن په بدل کى بروډ شيټ ته ٢٩ ملينه ډالر ورکوولو امر ورکړى و.

د واکمن تحريک انصاف ګوند دريځ دی د پخواني پوځي صدر پرويز مشرف په واکمنۍ کې د نيب لخوا د بروډشيټ سره لوظنامى نه په شا کيدو له امله د تيرو څو کلونو راهسى پاکستان بروډ شيټ ته د هرجانى رقم ورکولو باندى مجبور و.

د حکومت مخالف ګوندونه د بروډشيټ سره لوظنامه د پاکستان د سياستمدارانو د بدنامولو هڅه بولي او سوال راوچتوي بروډ شيټ ته ٥ اربه روپو په بدل کى پاکستان څه ترلاسه کړي دي؟

د پاکستان مسلم ليګ نواز ګوند د ملي اسمبلۍ د اطلاعاتو کميټۍ مشر جاويد لطيف ويلي د بده مرغه يوې رياستي ادارې د نااهلۍ له امله پاکستان ته د اربونو روپو زيان رسيدلى دی.

څرګنده دې وي د بروډ شيټ سره لوظنامه د هغى وخت حاضر سروس پوځې جرنيل کړې وه

د سياسي چارو څيړونکى امتياز عالم دغه تړون د بدانتظامى او د ټګۍ نه ډک بولي. امتیاز عالم وي او ای ډیوه ته وویل دې قضيي داحتساب اداره پخپله د احتساب سره مخامخ کړی ده. هغه وویل دا يو لوى اسکينډل او پيچيده معامله ده او پکار ده چې اعلا عدالت د جج یا قاضي په مشرۍ کې یې پلټنې وشي.

وزير اعظم عمران خان د بروډ شيټ مشر کاروى موسوي د پخواني وزير اعظم نواز شريف په بهرنې هېوادونو کى د مبېینه پټو اثاثو په اړه د ثبوتونو لرلو دعوه د خپل بيانيي پخلى بولي چې د هغه په قول نواز شريف او زرداري په خپلو واکمنو کې ملکي خزانه لوټلي او بهرني ملکونو کى ېې اثاثى جوړې کړيدي

د قومي اسمبلۍ د اطلاعات قایمه کميټۍ غونډه کې موجود د اطلاعاتو مرکزي وزير شبلي فراز د نيب مشر د کميټۍ راتلوونکې غونډې ته د رابللو مخالفت کړی دی او دريځ ېې خپل کړى د بروډ شيټ د پلټونو لپاره د وزيرانو د کميټۍ رپورټ ته دې صبر ووکړى شي.

بلخوا د نيب مشر جسټس جاويد اقبال د خپلې ادارې د کار دفاع کوي. د شورو يا چار شنبى په ورځ لاهور کې يوې غونډې ته وينا کى هغه وویل د دوي په ضد منفي پرأيګنډه کېږي.

جاويد اقبال زياته کړى دوى به د چا فشار نه مني او لوټلى سرکاري رقم بيرته ملکي خزانى ته د راوړو هڅى به جاري ساتي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG