لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په غزه کې د وژل شوو فلسطینیانو شمېره له ۲۵ زرو زیاته شوې، د صحت وزارت


د حماس ډلې د کنټرول لاندې د غزه د صحت وزارت ویلي د تېرو دریو میاشتو په جګړه کې د ۲۵ زرو نه زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

د وزارت تر مخه د اسرایل او حماس تر منځه روان جنګ کې د دغه مرګونو پرته ۶۲ زره او ۶۸۱ فلسطینیان ژوبل شوي هم دي او زیاتوي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷۸ فلسطینیان وژل شوي او ۲۹۳ نور ژوبل شوي.

د برتانیې د دفاع سېکتر ګرانټ شېپس نن د اتوار/ یکشنبې په ورځ سکايي نیوز خپرونې ته ویلي: ٫٫ د اسرایل وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو لخوا د فلسطیني ریاست مخالفت کولو مایوسه کړی یمه. تر څو چې د دوه ریاستي حل لپاره کار وه نه شي. ما ته د دغه لانجې بل کوم حل نه ښکاري.٬٬

د اسرایل وزیراعظم بنیامین نیتن یاهو تېره ورځ ویلي وو چې په غزه باندې د اسرایل ٫٫ په مکمل کنټرول به هیڅ جوړ جاړی وه نه کړي.٬٬ نوموړي‌ زیاته کړې چې دا ٫٫ د فلسطیني ریاست خلاف کار دی.٬٬ د اسرایلي وزیراعظم دغه خبرو د امریکا صدر جو باېډن هغه تبصره رد کړې چې ګنې تخلیقي حل د فلسطیني ریاست په اړه د مشرانو تر منځه فاصلې کمولی شي.

د جمعې په ورځ صدر باېډن د خپلې انتظامې د دریځ څرګندولو په وخت ویلي وو ٫٫ د دوه دولتي حل ډیر ډولونه دي٬٬ خو چې کله د نوموړي نه د نیتن یاهو په مشرۍ کې د دوه ریاستي حل راوتلو ګرانیدو په اړه وپوښتل شول، نو باېډن په ځواب کې وویل ٫٫ نه، دا ګرانه نه ده.٬٬

د اسرایل وزیراعظم نیتن یاهو د هیواد دننه هم د روانې جګړې په سر د سخت فشار سره مخ دی. د حماس وسله والو لخوا تښتول شوو اسرایليانو خپلو خپلوانو د خالي/ شنبې په ورځ د وزیراعظم د ودانۍ مخې ته احتجاج کړی او د حکومت نه یې غوښتنه کړې چې د دوي د خپلوانو په خوندي توګه خوشي کولو لپاره دې عملي ګامونه پورته کړي. دغه مظاهرچیانو ویلي چې د جګړې غځیدو له سببه د دوي د یرغمل شوي خپلوانو ژوند د نور خطر سره مخ کیدای شي.

د اسرایل د کابینې دننه هم د غزه د جګړې څلورمې میاشتې ته په داخلیدو اختلافونه زیات شوي. د اسرایل د جنګي کابینې غړی او د اسرایل د پوځ یو پخواني مشر غادي ایسېنکوټ ویلي چې د یرغمل شوو اسرایلیانو په خوندي توګه راخوشي کولو یواځینۍ لار ډزبندي ده. د نوموړي دغه تبصره د اسرایل په روانه سټراټیجۍ یو نیوکه ګڼل کیږي چې تر مخه یې د حماس د تباهۍ پورې د اسرایل د جګړې دوامداره ساتلو خبره کیږي. نیتن یاهو په خپل ایتلافي حکومت کې د ښي اړخه غړي د حماس پر ضد د لوې جګړې غوښتنه کوي. خو د اسرایل لوې ایتلافي هیواد امریکا، په غزه کې د زغم نه د کار اخستو غوښتنه کوي.

خو د اسرایل مشر بیا بیا ویلي چې د حماس پرضد د مکملې بریا پورې به دغه جګړه روانه وي خو تر اوسه یې د دغې ګټې ترلاسه کولو لپاره کومه لاره نه ده ښودلې. د نیتن یاهو مخالفین په هغه تور لګوي چې په غزه کې د جګړې په اړه په کابینه کې د بحث مخه نیسي او زیاتوي چې نیتن یاهو د خپلو اېتلافیانو سره د شخړو مخنیوي لپاره ودریږي.

په جګړه کې ښځې سختې ځپلې شوي

د جمعې په ورځ د مېرمنو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې او د ښځو او جینکو لپاره او د ملګرو ملتونو اېجنسو په خپل یو تازه خپور کړي رپورټ کې ویلي، چې د غزه په روانه لانجه کې وژل شوو ۲۵ زره خلکو اویا سلنه برخه مېرمنې دي. د رپورټ تر مخه په دغه جګړه کې ښځې او ماشومان تر ټولو زیاتې اغېزمنې شوي او د رپورټ په اساس په دوه ساعتونو کې دوه میندې وژل کیږي. د یو اېن وومېن مشرې سیمه باهوس د جمعې په ورځ خپلو شوي یو بیان کې ویلي ٫٫ مونږ یو وارې بیا ولیدل چې ښځې او ماشومان د جګړې لومړي قرباینیان دي.٬٬

د دې خبر ځیني معلومات د ای پي، ای پي او راېټرز خبري ادارې نه اخستل شوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG