لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګلالۍ د کلتور د سپکاوي مجرمه که د رڼا پر خپرولو تورنه؟


د ښځو د حقونو او بيدارۍ فعاله گلالۍ اسماعيل
د ښځو د حقونو او بيدارۍ فعاله گلالۍ اسماعيل

د توندروه مذهبي او قبايلي مفکورې پلويان پر یوې ښځې غوسه دي، چې وایي له پړوني سره ګرځېدل ورته ګران دي.

د ښځو د حقونو او بيدارۍ فعاله گلالۍ اسماعيل په ۲۰۰۹م کال کې په یو ویډیویي پیغام کې ویلي، چې "له پړوني (چیل) سره ګرځېدل د ښځې لپاره کړاوجن کار دی"

نن نهه کاله وروسته په پېښور کې ځینو توندروو کسانو د اغلې ګلالۍ د دغې زړې ویډیو په ضد مظاهره کړي او نعرې یې وهلې چې "پښتون کلچر زنده باد، گلالۍ کو گرفتار کرو، ای ایس ای زنده باد، پاکستان پوځ زنده باد، پاکستان کا مطلب کيا لا اله الا الله، همارا تمهارا رشته کيا لا اله الا الله".

د نننۍ مظاهرې یو مشر حمزه خان څه موده وړاندې په يو ويډيو پیغام کې چې په فيس بک يې خپور کړی وو ويلي وو چې "گلالۍ اسماعيل کافره ده، بې مذهبه ده، د معاشرې ناسور دی او زه يې ختموم خو تاسو هم راسره ملگري شئ".

د ښځو د حقونو او بيدارۍ فعاله گلالۍ اسماعيل د يو شمير نړيوالو جايزو گټونکې پښتنه پيغله ده چې د ویښې نجونه (Aware Girls) په نوم د یوه غيردولتي تنظيم مشره هم ده. (ویښې نجونه) په ځوان کول کې د توندلارۍ د مفکورې خلاف بيداري خپروي او ښځې امن راوستلو ته هڅوي.

د مظاهره چيانو دريځ دا دی چې گلالۍ د پښتون کلتور سپکاوی کړی، خو عجيبه دا ده چې د مظاهره کوونکو په شعارونو کې د کلتور د دفاع په نسبت مذهبي او پوځ پلوه شعارونه ډېر وو.

په دغه مظاهره چيانو کې داسې خلک هم وو لکه حمزه خان چې گلالۍ اسماعيل پرې د مخکې نه د پېښور په گلبرگ تاڼه کې ايف اي ار کړی دی.

حمزه خان په ټیلیفوني پیغامونو کې دعوه کړې وه، چې "ګلالۍ هندوه ده، لمونځ نه کوي، مور و پلار به یې مسلمانان وي، خو دا نه ده". په پیغامونو کې یې گلالۍ ته خبرداری ورکړی وو، چې د مشال خان په رنگ عمل به ورسره کوي. د دغو پیغامونو ټول ثبوتونه له پوليسو او د پلټنو له مرکزي ادارې ايف اي اې سره پراته دي.

مشال خان د مردان د عبدالولي خان پوهنتون د جرنلزم د څانګې زده کوونکی وو، چې د تېر کال په اپرېل کې قهرجنو مظاهرچیانو مذهب ته د سپکاوي په دروغجن تور په وهلو ټکولو وواژه.

گلالۍ پخپله هم د صوابۍ ده، خو د هغې په ضد د مظاهرې برخوال حمزه خان او عابد اتوزی د مردان ضلعې دي.

گلالۍ د ځان په ضد د حمزه خان ويډيو د پاکستان اسخباراتي ادارې آيف اي اې ته رپورټ کړه او ايف اي اې دغه فيس بک ته رپورټ کړه او اخر دغه ويډيو د فيس بک نه کوزه کړی شوه. د دغې ويډيو په ملاتړ د حمزه ملگرو دا هم ليکلي وو چې "د گلالۍ گېنگ رېپ (ګډه بدلمني) پکار دی، پر مخ یې تېزاب ور پاشل پکار دي او چا ويل چې د مشال خان په شان وژل يې پکار دي".

پر ټولنیزو رسنیو ډېرو داسې کسانو، چې د صوابۍ سیمې د چيل يا پړوني پسرولو له طریقې خبر دي، د ګلالۍ د اعتراض په حقله دغه ويډيو یې کتلې په دې نظر دي، چې د هغې په وینا کې د پښتون کلتور سپکاوی نه شته، بلکې هغې له ښځو سره د خواخوږۍ په خاطر دا خبره کړې ده.

په پاکستان کې تېر کال شوې یوه سروي څرګندوي، چې په دې هېواد کې په توندروۍ او له توندروۍ سره په تړلو حملو کې اکثره د پوهنتونونو او کالجونو زده کوونکي ککړ وي. تېر کال په نیول شوو مشکوکو ترهګرو کې یوه پېغله هم شامله وه، چې د طب پوهنځي محصله وه او له داعش ډلې سره یې تړاو درلود.

د ګلالۍ په ضد په پېښور کې د شوې احتجاجي مظاهرې اکثر برخوال هم کم عمره ځوانان وو، چې زیات یې د پوهنتونونو او کالجونو لوستي ښکارېدل. دوی د پښتون کلتور د دفاع لپاره را وتلي وو، خو ویناوې او شعارونه یې په اردو ژبه وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG