لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د منظور پښتون هدفونه "نورې میندې چې بې زویه نه شي نورې خویندې چې بې وروره نه شي"


منظور پښتون وایی اوس به د پاکستان څخه دا هم تپوس کوي چې د پښتنو وسایل چرته دي او چا یوړل؟ هغه د ډیوه په خپرونه واشنگټن ټو خیبر کې نن په ١١مه فېبرورۍ وویل:

"اوس مونږ کښينو نه، تیارئ به کوو"

هغه اوویل اوس به د کویټې نه تر شانگلې او د شانگلې نه تر وزيرستانه رسو:

"مونږ به پښتنو ته د یو والي پېغام وړو، مونږ به پښتون قام ته وایو چې راپاسۍ چې نور ددغې جنگ نه خلاص شو"

ښاغلي پښتون وویل که پښتانه یو شو نو خویندې میندې به یې څوک نه ځوروي:

"نورې میندې چې بې زویه نه شي نورې خویندې چې بې وروره نه شي"

د خپلو اینده اهدافو په حقله د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي پښتون اوویل مونږ د خپلې منصوبې په لومړي پړاؤ کې بریالي شو:

"دا زمونږه منصوبه وه چې د دويي نه ليکل واخلو"

د پښتون احتجاجي لاریون د پينځه غوښتنو په سر د پاکستان حکومت د لاریون د مشرانو سره یوه ليکلې معاهده کړې ده. حکومت ليکل ورکړي دي چې د احتجاجي لاریون د مشرانو پينځه غوښتنې به په ېوه میاشت کې پوره کړي.

١ـ د نقيب الله مسید قاتل دې ونیول شي او محاکمه دې کړی شي

٢ـ د عدالتونو د فیصلو بغیر دې ادارې قتلونه کول بند کړي

٣ـ بې درکه کړی شوي کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړی شي

۴ ـ په فاټا کې دې د بدو پېښو د کیدلو څخه وروستو گرځبندیز (کرفیو) نه لگول کیږي

٥ـ په فاټا کې دې ځمکني ښخ کړي بمونه (ماینونه) صفا کړی شي

منظور پښتون وویل چې د دوي تحریک به د ریاست سره حساب کوي. د هغه په خیال کوم خلک چې د عدالت څخه بهر په جعلي مقابلو کې قتل شول د قاتلانو څخه دې حساب واخستل شي:

" چې چا هم دا کار کړې وي هغوي ته به سزا ورکول کیږي، هغه که پوليس وي که پوځ وي او که بله اداره"

ښاغلي پښتون وویل که دا اوشو نو یو ځل به پته ولگي چې د پاکستان د ائين خلاف ورزي څوک کوي:

"که دوي ائين دې ته جوړ کړي وي چې بل ځای به ائين وي خو چې د پښتون وار راشي بیا مو دې وژني"

هغه وویل که داسې وه نو بیا خو به ډېره گرانه شي. د منظور پښتون په خیال دويي به بیا پښتنو ته واپس لاړ شي او پښتانه به بیا فیصله کوي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:12 0:00

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG