لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ریاست پسې  په ننواتې راغلي یُو : منظور پښتون


په پایه تخت اسلام اباد کې د پښتون لاریون یو ځلمی مشر منظور پښتون وايي دويي د پاکستان په ریاست پسې په ننواتې تلي دي.

" ددې پرلت گډون وال ریاست ته منت کوي او ورپسې ننواتي راغلي دي چې ځمونږ غوښتنې اومني"

د فرورۍ د لومړۍ نیټې نه د اسلام اباد د پریس کلب مخې ته په پرلت ناست پښتانه وايي دويي د ریاست نه پينځه غوښتنې کوي.

١ د نقيب الله مسید قاتل دې ونیول شي او محاکمه دې کړې شي

٢ د عدالتونو د فیصلو بغیر دې ادارې قتلونه کول بند کړي

٣ بې درکه کړې شوي کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړې شي

۴ په فاټا کې دې د بدو پېښو د کیدلو څخه ورستو کرفیو (گرځ بندیز) نه لگول کیږي

٥ په فاټا کې دې ځمکني ماینونه (ښخ کړي بمونه) صفا کړې شي

منظور پښتون ډیوه ریډیو ته وویل د لاریوند گډون والو لخوا د شریکو غوښتنو په اسلام اباد کې څو ورځې وشوې خو تر اوسه ورته کومې ادارې د قبلولو پېغام ور نه کړو.

"پرون یو وزير راغلی وو مونږ سره یې ولیدل او بیرته لاړو"

په پایه تخت کې د سوونو په شمېره کې راغونډو شوو پښتنو مشرانو سپيناوی کړی دی دويي نه خو دکوم سیاسي گوند په وینا او نه د ریاست په ضد تحريک شورو کړی دی. منظور پښتون وايي:

" خدای ته وکسئ مونږ نه ده د فوج خلاف مورچه جوړه کړې، که یو پوځي ظلم کوي نو دهغه خلاف دې کاروايي اوشي"

هغه د کوم ځانگړې پوځي نوم وا نخستلو خو ویې ویل د یو پوځي خلاف که کاروايي وشوه نو د اولس او پوځ په منځ کې به مينه سوا شي.

په کراچۍ کې د وزيرستان ٢٧ کلن ځلمي نقيب الله مسید د پولیسو په یوه نقلي مقابله کې وژل شوې وو.

د نقيب په قتل تورن افسر راو انوار اشتهاري گرځول شوی دی. په پولیس افسر ځيني ټولڼیزو فعالينو تور پورې کړی دی د هغه په شا د پاکستان د پوځ لاس دی.

راؤ انوار په پخپله یوه مرکه کې ويلي وو هغه په کراچۍ کې بې گناه خلق نه بلکې په ترهگرۍ کې ککړ خلق وژني.

د مسید د قتل په ضد پښتون لاریون په ٢٦ مه جنورۍ د وزيرستان څخه شورو شوې وو. ځيني ټولڼیز فعالين وايي دې لاریون ته د پاکستان مطبوعات او نشریات وخت نه ورکوي. ښاغلی پښتون وايي:

"که میډیا کوریج راکوي او که نا مونږ به خپل کار کوو"

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG