لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 پي جي ډي : " لویه گناه دا نه ده چې پښتانه یو، لویه گناه دا ده چې غیر سیاسي یو"


د پښتنو د یو نړيوال تنظيم پښتون گلوبل ډایسپوره (پي جي ډي) مشرانو د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ د طالبانو سره د خبرو د ختمولو د بیان ملاتړ کړی دی.

د تنظيم د ټولنې او کلتور د چارو سیکتر سراج خان وویل چې پي جي ډي د صدر ټرمپ د طالبانو سره د خبرو د ودرولو ملاتړ کوَي، هغه وویل د طالبانو سره په خبرو د دوي تنظيم ته اعتراض وو، د سراج خان په خیال:

"طالب د پښتنون افغان نماینده نه دی، طالب د پښتون افغان په وینه ککړ لاس لري"

د سراج خان په خیال که د دغو خلقو سره مذاکرات کیږي نو نه دي پکار، بلکې دغلته د افغان وطن نماینده یو حکومت شته دی او دا مزاکرات د دغې حکومت په خوښه پکار دي.

هغه وویل که یو ځل بیا طالب په واک کې راشي نو په تیرو شلو کلونو کې چې کوم پرمختگونه شوي دي دغه به تاله ترغه شي.

ښاغلي خان دغه خبرې د وي او ای ډیوه په خپرونه واشنگټن ټو خیبر کې کولی. په خپرونه کې د تنظيم دوه نورو سیکترانو جهانگير بخاري او جوهر لونگين هم برخه واخستله.

دې مشرانو وویل د پاکستان او افغانستان نه بهر په نوره نړۍ کې د میشتو پښتنو گټې او تاوانونه شریک دي.

دوي وویل پي جي ډي غواړي چې د نړۍ ټول پښتانه د خپلو وطنونو د سیاسي چیلنجونو څخه نه یواځې دا چې خبر پاتې شي بلکې دويي په هغې کې یو کوټلې، چټک او ویښ رول ولوبوي.

د پي جي ډي د فنانس سیکتر جهانگير بخاري وویل:

"زمونږ لویه گناه دا نه ده چې پښتانه یو، بلکې زمونږ لویه گناه دا ده چې غیر سیاسي یو"

هغه وویل پښتانه په شعوري توگه غیر سیاسي پاتې کړی شوي دي. د هغه په خیال پښتانه د سیاسي پوهې په ځای په نورو لانجو کونجو کې ښکیل کړې شوي وو.

د پي جي ډي مشرانو تېره اونۍ په خپل یوه تازه بیان کې ويلي وو چې دا تنظيم به په پاکستان او افغانستان کې د خپلو حقونو لپاره د کار کونکو تنظیمونو او سیاسي گوندونو ملاتړ کوي:

"په خوره وره نړۍ کې د مېشتو پوریژنو پښتنو نوي رغول شوي سازمان پښتون گلوبل ډایسپورا د پښتون تحفظ مومنټ (پي ټي ایم) په گډون د پلارني پښتون – افغان وطن د ټولو ملي غورځنگونو ملاتړ کوي چي د پښتنو د حقونو گټلو لپاره هلې ځلې کوي"

په بیان کې دا هم ویل شوي وو چې پي جي ډي باور لري چي اوس چي په پوریژنو پښتنو کښې کوم یووالی او او نیژدېوالی پیدا شوی دی دا هم د پي ټي ایم له برکته دی:

"په پورېژنو پښتنو راټوکېدلی همدغه یووالی او نیژدېوالی موږ ته راښيي چي د 21 پېړۍ له غوښتنو سره سم په گرده نړۍ کې د پښتنو یو داسي سازمان جوړ کړو چي د تاریخ، ساینس او جهاني قانون د زدکړې پربنسټ کاري هلې ځلې وکړي"

د پي جي ډي د هلو ځلو په حقله د تنظيم د مطبوعاتو د څانگې سیکتر جوهر لونگين وویل چې په نړۍ کې چې څومره پښتانه دي هغويي ته د یو داسې ځای (پلېټ فارم) ضروت دی چې پکې پښتانه دانشوران د مسلو کره کتنه کولی شي.

هغه وویل چې ددې کار لپاره پي جي ډي پینځه کمیټۍ ټاکلي دي چې پکې د سیاسي چارو، تعليم او تحقيق، کلتور، میډیا، او تنظيم سازي کمیټۍ شامل دي. هغه وویل دا کمیټۍ به د بهر میشتو پښتنو سره رابطې کوي او چې کوم سړی په کومه شعبه کې مهارت لري هغه به هم په هغه برخه کې شامیلیږي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG