لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې د ماشومانو لپاره ځانګړی عدالت پرانستل شوی


د خېبر پښتونخوا په سرښار پېښور کې د ماشومانو د خونديتوب یا تحفظ لپاره ځانګړی عدالت پرانستل شوی چرته چې به یواځې د ماشومانو په اړه قضیې یا کېسونه اوریدل کیږي.

د پېښور په جوډیشل کمپلکس یا عدالتي ودانۍ کې دغه عدالت د ماشومانو لپاره لومړی ځانګړی عدالت دی او پرانسته يې د پېښور هايي کورټ مشر قاضي یا چیف جسټس وقار احمد کړې.

د پېښور هايي کورټ رجسټرار وجیح الدین د یاد عدالت په اړه وي او ای ډیوه ته ویلي، د پېښور وروسته به د صوبې په نورو برخو کې هم دغه شان عدالتونه پرانستل کیږي.

وجیح الدین وايي:٫٫ د پېښور وروسته به په مردان، اېبټ اباد او بیا په نورو ضلعو او قبایلي ضلعو کې هم دغه شان عدالتونه پرانستل کیږي. مونږ د صوبايي حکومت نه خواست کړی چې په ۳۴ ضلعو کې د دغه شان عدالتونو پرانستلو منظوري ورکړي، او امکان دی د روان کال اخیره پورې دغه کار سر ته ورسيږي.٬٬

په لومړۍ ورځ د دغه ځانګړي عدالت ته د نورو عدالتونو نه د ماشومانو په اړه ۶۲ قضیي یا کېسونه راوړل شوي او قاضي يې اورونه هم پېل کړې.

د ماشومانو په دې عدالتونو کې به د بې کوره ماشومانو د ساتنې، د یتیمانو ماشومانو د وراثت، د بې درکه یا ورکو ماشومانو او د ماشومانو د خوندیتوب قانون (چاېلډ پروټېکشن اېکټ) لاندې درج شوي قضیو اوریدنه کیږی.

په خېبر پښتونخوا کې د ماشومانو د خوندیتوب یا تحفظ لپاره کار کونکی مدني فعال عمران ټکر د ماشومانو لپاره د ځانګړي عدالت پرانسته ستاېي خو زیاتوي په صوبه کې د ماشومانو سره کیدونکي زیاتۍ نه رپورټ کیدل تر ټولو لویه ستونزه ده.

عمران ټکر د وي او ای ډیوه سره په خبرو کې وايي ٫٫ دا د پاکستان حکومت د نړیوالې ټولنې سره د کړوو ژمنو پوره کولو یوه برخه ده او د موجوده حکومت لخوا د قانونو جوړولو یا اصلاحاتو کولو اړخ ته یو ښه ګام دی.٬٬

ښاغلی عمران ټکر وايي د ماشومانو ځانګړي عدالتونو د نشتوالي له کبله دا مهال د صوبې په جیلونو یا بندی خانو کې تر ۵۰۰ پورې ماشومان بند دي.

په پېښور کې د ماشومانو په دې ځانګړي عدالت کې دووه کوټې یا کمرې دي، که چرې یو ماشوم قاضي یا جج ته نېغ په نېغه وړاندې کیدل نه غواړي نو د بلې کوټې نه په ویډیو لنک هم خپل بیان ریکارډ کولی شي.

د ماشومانود قضیو په وخت به د ماشومانو د خوندیتوب یا چاېلډ پروټکشن یونت ۲ افسران او یو نفسیاتي ماهر هم په عدالت کې موجود وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG