لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مومندو او باجوړ ضلعو د بې درکه کسانو خپلوانو په پېښور کې احتجاج وکړو


د پښتون ژغورنې غورځنګ يا پي ټي ايم مشر منظور پشتين تور وايي ځينې ادارې په غېر قانوني توګه خلک اوچتوي خو بيا يې عدالتونو ته نه وړاندې کوي
د پښتون ژغورنې غورځنګ يا پي ټي ايم مشر منظور پشتين تور وايي ځينې ادارې په غېر قانوني توګه خلک اوچتوي خو بيا يې عدالتونو ته نه وړاندې کوي

د خېبرپښتونخوا د مومندو، باجوړ او د ځینو نورو پښتنو سیمو یو شمېر کسانو د بې درکه خپلوانو دپاره د ګل، دوشنبې، په ورځ په پېښور کې احتجاج وکړو او غوښتنه یې وکړه کې بې درکه کسان په څه جرم کې ککړ وي نو عدالتونو ته دې وړاندې کړی شي.

په احتجاچ کې د له درکه تنانو د کورنيو غړو، ماشومانو او ښځو هم برخه واخیسته.

د پښتون ژغورنې غورځنګ يا پي ټي ايم مشر منظور پشتين تور وايي ځينې ادارې په غېر قانوني توګه خلک اوچتوي خو بيا يې عدالتونو ته نه وړاندې کوي۔ نوموړي وويل د خپلو محکومو خلکو سره اودرېدل ورته د پلار نيکه نه پاتې شوي ورثه ده او زه چې "ځان ته پښتون وايم نو بيا به خامخه پښتون اولس سره اودرېږم۔"

نن قام د جبر او ظلم لاندې ژوند تېراوي او نن ده اودريدلو ورځ ده که چېرې نن ورسره ونه درېدلې نو بيا ستاسو دعوه دروغ ده۔ "

د پېښور په احتجاج کې د قبايلي سيمو نه راغليو ميرمنو وويل د دوی د کورنيو غړي د کالونو راهسې له درکه شوي او تر اوسه پورې ورسره دوئ ليدل کتل نه دي کړي۔

د مهمند د مياګانو سیمې نورينه بي بي وايي زما زوی یې د اتوو کلونو راهسې بې درکه دی او هیڅ درک یې نه معلومیږي." واړه ماشومان راته ناست دي او خپل ماشومان هم راته ناست دي او د زوي ماشومان هم ۔ مونږ له دومره مالومات راکړئ چې مړ دې او که ژوندئ دی."

په دغه احتجاج کې برخه اخیستونکي وايي د کورنيو غړي یې په غېر قانوني توګه اوچت کړئ شوي او تر اوسه پورې عدالتونو ته وړاندې نه کړئ شو۔

د مهمند سيمې يوه بله ميرمنه جنت بي بي وايي "زما زوئ ورک شوئ دې او په دغو ورځو کې مې ورله کوژدن وکړه او ناجوړه ؤ او مړ ژوندئ ورک دي دا يې شپږم اووم کال روان دی"۔

جنت بي بي وايي نه يې د ښه پته لګي او نه بد او نه یې ورسرملاقات کړی دی۔ "مونږ دا سوال کوو چې مونږ له يې پته راکړئ او که مړ وي او که ژوندئ چې مالوماته يې وشي۔"

په ټولنيزو رسنيو کې خپور شوي يو خبر کې ويلي شوي وو چې ۱۰۰ نه زيات له درکه تنان د پيښور مرکزي زندان ته سپارل شوي دي۔ بلخوا د خېبرپښتونخوا د زندانونو محکمې مشر وي او اې ډيوه ته ويلي دغه تنانو ته د عدالتونو له خوا سزا ورکړئ شوي او د کورنيو غړي هم ورسره ملاوېږي۔

د پاکستان د پوځ ويانده ادارې يا ايي ايس پي ار په تير وختونو کې دعوه کړې وه چې ډېر بې درکه کسان وسلاوال وو او د خپلو کورنيو غړو د خبرولو بغير يې کورونه پرېښودي وو۔

  • 16x9 Image

    فرید شینواری

    فرید شینواری د پښتونخوا د خیبر ضلعې اوسېدونکی او په پېښور کې د وي او اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي، چې د سیمې پر ټولنیزو، سیاسي او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. هغه له 2012م کال راهیسې له فرنټېر پوسټ انګرېزي ورځپاڼې سره کار کوي او له دې سره سره یې له بېلابېلو سیمه ییزو رېډيوګانو سره هم کار کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG