لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور هایکورټ د نهم مې د پېښو پلټنو لپاره د کمېشن جوړولو غوښتنه رد کړې


Peshawar High court
Peshawar High court

پېښور هایکورټ د نهم مې د پېښو د پلټنو لپاره د صوبایي حکومت لخوا شوی د قضایي کمیشن جوړولو خواست رد کړی دی.

ډان نیوز د سرچینو له خولې خپل رپورټ کې ویلي چې پېښور هایکورت د صوبایي حکومت له لوري د قضایي کمیشن جوړولو په اړوند ورلېږل شوی لیک د نظر ثانۍ لپاره بېرته صوبایي حکومت ته لېږلی دی.

د پېښور هایکورټ د رجسټرار له لوري صوبایي حکومت ته په لېږل شوې مراسله کې ویل شوي، کوم فورم ته چې حکومت د جوډیشل کمیشن جوړولو خواست کړی هغه ددې مجاز نه دی.

ډاڼ د سرچینو له خولې ویلي ،د هایکورټ لخوا لېږل شوي خط کې ویل شوي چې د صوبایي حکومت له لوري هایکورټ ته شوی خواست د صوبایي حکومت د رولز اف بزنس ۱۹۸۵ څخه سړغړونه ده اؤ په دې صورت کې په یاد درخواست عمل نه شي کیدای.

تېره میاشت د خېبرپښتونخوا حکومت د نهمې مې 2023م د پېښو د پلټنو دپاره د پېښور هايکورټ چيف جسټس اشتیاق ابراهيم ته خط استولی ؤ چې پکې د جوډيشل يا عدالتي کمېشن د لارې د دغو پېښو د پلټنو غوښتنه شوې وه.

د پښتونخوا د صوبې د قانون وزير افتاب عالم هایکورټ ته د خط استولو تاييد کړی ؤ او ويلي یې وؤ د جوډیشل کمیشن جوړولو لپاره هایکورټ ته د خط لیکلو منظوري صوبایي کابينې ورکړې وه.

تېر کال په نهمه مې د غبن په قضیه کې د تحریک انصاف ګوند د مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان له نيولو وروسته په دغه ورځ او لسمه مې د تحریک ‏‏انصاف ګوند غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې ‏مظاهرې کړې وې.‏

دغه ډول په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور حملې شوې وې ، اورونه لګول شوي وو، ګاډي یې مات کړي او د ‏‏‏ملک په نورو برخو کې هم سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.‏

د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې د نهمې مې د پېښو مقدمې د تحریک انصاف ګوند د مشرانو او غړو پرضد درج شوې وې.‏

‎ ‎د پاکستان پوځ نهمې مې ته توره ورځ ويلي او په دغه ورځ شوې پېښې یې د مجرمانه پېښو په توګه يادې کړي او غندنه یې کړې ده. ‏

پوځ ویلي، "د نهمې مې د پېښې پلان جوړونکو، سهولت کارو او عملي کوونکو سره به هیڅ جوړ جاړی ونه شي او نه به دوی د ملک د قانون د پښو لاندې ‏‏کولو اجازه ورکړي". ‏

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف هم ويلي، "د نهمې مې په پېښو کې ککړو شرخوښو، د هغو سهولت کاراو راپارونکو سره هيڅ نرمي نه شي کېدی او د ‏‏هغوی دپاره هيڅ معافي نشته".‏

پاکستان تحريک انصاف ګوند د وړاندې نه ويلي، په نهمه مې د ياد ګوند پرضد سازش شوی، او په دغه ورځ د شوو پېښو د پلټنو دپاره دې بې پلوه ازاد عدالتي ‏کمېشن جوړ کړل شي.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG