لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې امریکاضد احتجاج; حافظ سعید او پروېزخټک هم ورته غږېدلي


Defa-e-Pakistan Peshawar Jerusalem Protest
Defa-e-Pakistan Peshawar Jerusalem Protest

په پېښور کې د "دفاعِ پاکستان کونسل" له خوا یوه احتجاجي مظاهره شوې، چې د توندروه مذهبي او ځینو سیاسي ګوندونو مشرانو پکې ګډون کړی. په احتجاجي غونډه کې پر امریکې نیوکې شوې، چې بیت المقدس یې د اسرایلو پلازمېنه اعلان کړې او پر پاکستان یې تورونه لګولي دي.

دغه احتجاجي غونډه چې د پېښور پر (دله زاک) سړک شوې، د مذهبي ګوندونو سلګونو کسانو پکې ګډون کړی دی. غونډه د (تحفظ بیت المقدس) تر سرلیک لاندې شوې ده او ویناوالو یې د امریکې دا ګام په کلکه غندلی، چې بیت المقدس یې د اسرایلو پلازمېنه اعلان کړه. دوی ویلي چې د امریکې دا کار د فلسطین د ازادۍ خلاف دی.

په غونډه کې د امریکې وروستۍ څرګندونې او تورونه هم وغندل شول، چې پاکستان یې پکې د ترهګرۍ په پاللو تورن کړی وو. د غونډې یوه ویناوال او د عوامي مسلم لیګ مشر شیخ رشید امریکې ته ګواښ کړی، چې که پاکستان ته په بد نظر وګوري، نو دوی نه یواځې د خپل هېواد لپاره سرونه ورکولای شي، بلکې سرونه اخیستلای هم شي.

په دفاعِ پاکستان کونسل کې شاوخوا ۳۵ ګوندونه شامل دي، چې اکثر یې مذهبي ګوندونه دي او ځینې پکې د حکومت له خوا ناقانونه اعلان شوي دي، خو تحریکِ انصاف چې په دې کونسل کې شامل نه دی، مشرانو یې په دې احتجاج کې ګډون کړی وو.

په پېښور کې د امريکې په ضد د جوړې شوې غونډې يوه ځانګړتیا دا وه، چې احتجاج کوونکو ته د پاکستان د توندروه مذهبي ډلې جماعت الدعوه مشر او د ملګرو ملتونو له خوا ترهګر ګرځول شوي حافظ سعيد هم په ټليفون وينا وکړه. ټاکل شوې وه چې حافظ سعید به په دې احتجاجي غونډه کې ګډون وکړي، خو حکومت ورته اجازه نه وه ورکړې.

د جمعیت علمای اسلام (س) ډلې مشر او د نوښار د حقانیه مدرسې مشر مولانا سمیع الحق هم په دې غونډه کې ګډون کړی، چې تل یې په أفغانستان کې د جنګېدونکو وسلوالو ملاتړ کړی دی. مولانا سمیع الحق پر حافظ سعید د پاکستان اوسني بندیزونه غندلي او ویلي یې دي چې پر حافظ سعید او د هغه پر تنظیم جماعت الدعوه باندې بندیزونه د امریکې په خوښه لګول شوي دي.

په خیبرپښتونخوا کې د ښي لاسو ګوندونو جماعت اسلامي او تحریک انصاف حکومت دی. احتجاجي غونډې ته د دې صوبې منتخب وزیراعلی پروېز خټک- چې له تحریک انصاف سره تړاو لري- هم وینا کړې او د هند و امريکا په ضد د غږ پورته کولو لپاره یې د لانجمن دفاع پاکستان کونسل د مشرانو مننه هم کړې ده.

د عوامي نېشنل ګوند یوه مشر زاهد خان پروېز خټک له دې امله غندلی، چې د دفاعِ پاکستان کونسل په احتجاجي غونډه کې یې ګډون کړی دی. ده ویلي چې د ترهګرۍ په ضد قامي اېکشن پلان تر خاورو لاندې شوی دی.

د پروېز خټک په مشرۍ د خیبرپښتونخوا صوبايي حکومت په ۲۰۱۶م کال کې د نوښار ضلعې د لویې دیني مدرسې دارالعلوم حقانیې لپاره هم ۳۰۰ میلیونه روپۍ اعلان کړې وې، چې په نړیواله کچه ورباندې نیوکې وشوې. حقانیه هغه مدرسه ده چې د حقاني ډلې او افغان ‌طالبانو د روزنې مرکز بلل کېږي.

جماعت الدعوه هم په دفاعِ پاکستان کونسل کې شامل مذهبي تنظیم دی، چې پر فعالیت یې بندیز دی او مشر یې حافظ سعید امریکې او هند نړیوال ترهګر پېژندلی، خو هغه په پاکستان کې ښکاره سیاسي فعالیتونه کوي. حافظ سعید د پېښور احتجاجي غونډې ته په وینا کې پر هند او امریکې کلکې نیوکې کړې دي.

حافظ سعید په داسې وخت کې د امریکې په ضد احتجاجي غونډې ته وینا کړې، چې پاکستان یې د دوو تنظیمونو جماعت الدعوه او فلاح انسانیت فاونډېشن د فعالیتونو د ځنډولو پرېکړه کړې او خلکو ته یې خبرداری ورکړی، چې د یادو دوو تنظیمونو په شمول د هغو ۷۲ مذهبي ډلو مرسته او ملاتړ ونه کړي، چې له ترهګرو سره مالي مرسته کوي.

سیاسي څېړونکي وایي، د حافظ سعید پر سر چې امریکې ۱۰ میلینه ډالره اعلان کړې دي، خو هغه د پخوا غوندې په ښکاره توګه په سیاسي غونډو او مظاهرو کې ګډون کوي او خلک مذهبي توندروۍ ته پاروي، چې وایي دا به پر پاکستان د نړیوال فشار سبب شي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG