لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپېښور ژوبڼ ځناور اؤ مرغان څنګه خلک پخپل نوم کولی شي؟


ژوبڼ کې د ځناورو ډاکټر عبدالقادر خان وایي په شورو کې ډير مسايل وو خو "اوس حالات ډير ښه شوي دې د ځناورو په مړېنه قابو موندل شوې او سږکال بیلابیلو ځناورو دوه وېشت بچي پېدا کړي دي"
ژوبڼ کې د ځناورو ډاکټر عبدالقادر خان وایي په شورو کې ډير مسايل وو خو "اوس حالات ډير ښه شوي دې د ځناورو په مړېنه قابو موندل شوې او سږکال بیلابیلو ځناورو دوه وېشت بچي پېدا کړي دي"

د پېښور په ژوبڼ کې د مالي او خوراکي تنګسيا له امله د موجودو ځناورو او مرغانو خلکو ته دسپارل کیدو د رپورټونو مخې ته له راتلو وروسته چارواکو دغه دعوې دروغ بللي او ویلي یې دي چې د یو پروګرام لاندې يوازې ځناور د خلکو په نوم نومول کيږي.

چارواکي وایي مارغه يا ځناور به په ژوبڼ کې وي خو په پنجره به يې د پروګرام لاندې د کوم تن نوم ليکل کيږي او دا کار د ځناورو او مرغانو سره د خلکو دمينې سېوا کولو دپاره پېل کړی شوی دی.

د پېښور ژوبڼ د پاکستان تر ټولو لویې چړيا ګهر یا ژوبڼ دی چې په نهه ويشت ايکړه زمکه جوړ دی.

د ژوبڼ چارواکي وایي د ځناورو سره د ميني ، تحفظ او پوهاوي په عرض يو پروګرام شورو کړی شوی دی چې د ټاکلي فيس ورکولو په بدل کې به د څه مودي دپاره ځناور د يو کس په نامه کولی شي .

د ژوبڼ مرستياله ډايکټره حسینه عمبرين وي او ای ډېوه ته وایي" دې پروګرام سره به د خلکو د ځناورو سره مېنه سېوا شي ،هغه به وایي چې زه ددې ځناورو په پایښت کې کردار لوبوم او د هغه تن نامه به پنجره لګولی شي چې دومره وخت دپاره یې پېکج اخستی دی‘‘

د چارواکو په وېنا ځینو شخصي سکولونو ورسره دځناور پخپله نامه کولو پروګرام کې د برخي اخستو دپاره تماسونه نیولي دي۔

نذير احمد نومې تن د چارواکو د فېصلي هرکلي کوي او وایي ددي ګام له کبله به عام ولس ته د نژدې نه ځناورو سره د مېني زمېنه برابر شي۔ "مونږ د انتظامیې ددي ګام هرکلي کوؤ ځکه چې يو خو به دځناورو سره د انسانانو مېنه پيدا شې بله خبره دا ده چې انسانانو کې به شعور راشي چې مطلب ځناور يوازې نه دي پريښودل پکار."

په کال دوه زره اتلسم کې د پېښور ژوبڼ له پرانستل کیدو وروسته په ړومبیو مېاشتو کې اووه ديرش ځناور مړه شوي وو چې پکې ديرش مارغان او شپږ نور ځناور شامل وو،

خو ژوبڼ کې د ځناورو ډاکټر عبدالقادر خان وایي اوس د ځناورو د مړينې کچه د نشت برابر ده .

وي او ای ډيوه سره خبرو کې دهغه وینا وه‘‘په شورو کې ډير مسايل وو او هغه وخت ځناور ځکه مړه شوي وؤ چې ټرانسپوټېشن کيدو او چونکې ځناور په وړومبیو ورځو کې د ماحول سره عادت نه وؤ نو ځکه مړيني سېوا شوي وې۔ اوس حالات ډير ښه شوي دې د ځناورو په مړېنه قابو موندل شوې او سږکال بیلابیلو ځناورو دوه وېشت بچي پېدا کړي دي‘‘

د روان مالې کال دپاره بجټ کې د پېښور ژوبڼ دپاره ديرش کروړه روپۍ ايښودل شوي چې تراوسه پکې اووه کروړه روپۍ جاري کړی شوي دې۔

حسینه عمبرين زياتوي د نورو سرکاري محکمو په څير د ځنګلي ژوند محکمه هم د فنډونو د کمي سره مخ ده خو د ځناورو د خوراک د کمي خبرونه حقیقت نه لري۔ "د مالې بحران چې کومه خبره ده نو د حکومت د طرفه او د پنګو په حواله مونږ ته کله هم مسله نه ده راغلې تاسو ټولو ته معلومه ده چې ټول ملک کې مالي بحران دی نو ځکه فنډ لږ شان ځنډيدلی و‘‘

د پېښور ژوبڼ کې دوه ديرش قسمه ځناور ساتل شوي دي او د ټولو ځناورو شميره پکې يو سل دوه شپيته ده او د پنځه پنځوس قسمونو بېلا بيل ډول ديارلس سوه مارغان هم پکې شته.

چارواکي وایي د روزانه په بنياد پنځوؤ زرو نه تر اتوؤ زرو پوري خلک چې پکې زياته برخه د سکول ماشومانو وي د ژوبڼ ليدني له ورځي۔

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG