لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور هایکورټ پاکستاني مېرمنو سره واده کوونکو افغانانو ته د اوریجن کارډونو ورکولو امر کړی


پېښور هایکورټ هغه افغان کډوالو ته د اوريجن کارډونو ورکولو منظوري ورکړې ده چې د پاکستاني ميرمنو سره يې ودونه کړي دي.

اعلا عدالت اړونده ادارو ته لار ښوونه کړې ده چې د ټاکل شوي طريقه کار لاندې باید دغه کډوالو ته پي او سي کارډونه ورکړي.

قانون پوهان وايي د پاکستان اوريجن کارډ لرونکو دغو کډوالو ته به پاکستان کې ټول مراعات او اساني ترلاسه وي خو يواځې د ووټ اچولو او پاسپورټ اخستو حق به نه لري.

په ۱۰۹ خواستونو اوريدنه پرون د جمعې په ورځ د پيښور هایکورټ کې جسټس ارشد علي او جسټس وقار احمد کړې ده اؤ په اوریدنه کې د وفاق لخوا ايډيشنل اټارني جنرل او د درخواست کوونکو له لوري سيف الله محب کاکاخيل ايډوکيټ عدالت ته وړاندي شوي دي۔

قانون پوهان وايي د پاکستان اوريجن کارډ ترلاسه کولو دپاره د حکومتي ادارو لخوا افغان کډوالو ته سخت شرايط اېښودل شوي خو اوس عدالت دې لړ کې درخواست کوونکو ته داسانيو برابرولو امر کړی دی او عبوري حکم ورکولو سره يې اړونده ادارو ته ويلي دي چې دغه کډوالو ته دي پي او سي کارډونه ورکړی شي۔

د خواست کونوکو د وکيلانو د پینل یا ډلې غړي نعمان محب کاکاخېل وي او ای ډیوه ته ویلي تر دې وړاندې چې د اوریجن کارډ ترلاسه کولو کوم طریقه کار ؤ هغه ډیر کړکیچن ؤ اؤ افغانانو نه به پکې پاسپورټ غوښتل کېدو.

هغه وایي بيا به په دې کې دا مسلې راتلې چې دوي به د پاسپورټ دپاره افغانستان ته لاړل بيا به يې د پاکستان ويزه نه لګېدله اؤ ډېرو مشکلاتو سره به مخ کېدل .

نعمان محب کاکاخېل وایي هایکورټ في الحال دومره ارډر کړی دی چې دوي د پاکستان د اوریجن کارډ اخستو وړتیا لري اؤ کومو افغانانو یا نورو بهر ملکیانو چې پاکستاني مېرمنو سره ودونه کړی دي هغوي ته به دا کارډ ورکول کیږي.

قانون پوهان وايي د پاکستان اوريجن کارډ ترلاسه کوونکو ته به دلته د تګ راتګ، کاروبار، جایداد اخستو، د بچو د تعليم ترڅنګ ټولي اسانۍ ترلاسه وي خو يوازي ووټ به نه شي اچولی او پاسورټ به نه شي ترلاسه کولی.

قانون پوهان وايي د پيښور هایکورټ دا فيصله به هغه په زرګونو افغان کډوالو ته پاکستان کې د ژوند کولو زمينه برابر کړي چې د پاکستاني ميرمنو سره يې ودونه کړي دي او د هغوي اولادونه به هم د ستونزو بچ شي۔

د پيښور هایکورټ بار ايسوسي ايشن جنرل سيکرټري لاجبر خان خلیل وي او ای ډیوه ته وایي :

"دي ته مونږ يو لينډ مارک ججمنټ وايو، لينډ مارک ججمنټ هغه وي کوم چې راروان خلک وي يعني څومره افغان دي په هغي کې دا يوه کيټګري ده چې کومه هایکورټ په خپل ججمنټ کې ياده کړه د دوي راتلونکي نسل ته فايده رسيدلی شي د هغوي بچو ته دا فايده رسيدلی شي نو دا يو ډېر اهم ججمنټ دی‘‘

د کیس له اوږدي اوريدنې او دلايلو اوريدو وروسته پيښور هایکورټ د يو ۱۰۹ افغان کډوالو د درخواستونو په منظورولو سره د نادرا ايکټ لاندې دغه افغانانو ته دپاکستاني اوریجن کارډونو ورکولو امر وکړو.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:30:05 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG