لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښورهايکورټ د شکيل اپريدي د کورنۍ نومونه د اي سي اېل څخه ويستو خلاف د مرکزي حکومت خواست خارج کړی


ډاکټر شکیل افریدي
ډاکټر شکیل افریدي

پېښور هايکورټ ډاکټر شکیل اپریدي د کورنۍ نومونه د اېګزټ کنټرول لسټ/اي سي اېل (ممنوع الخروج) څخه ويستلو فېصلې خلاف د وفاقي ‏حکومت د بیا کتنې خواست خارج کړی دی. ډاکټر شکيل اپريدی د القاعده د وژل شوي مشر اسامه بن لادن په معلومولو کې د امریکې سره په مرسته تورن ‏او د ناقانونه ګرځول شوي تنظیم لشکر اسلام سره د مرستې په تور ورته د ‏‎33‎‏ کاله بند سزا اورول شوې وه.‏

تېرکال د نومبر په مياشت کې پېښور هایکورټ د ډاکټر شکیل اپریدي کورنۍ نومونه د اي سي اېل ( اېګزټ کنټرول لسټ) نه د ويستلو فیصله کړې وه.‏

د ډاکټر شکیل اپریدي د مېرمنې عمرانه شکیل له اړخه د دې نوم د اي سي اېل ( اېګزټ کنټرول لسټ) څخه ویستو ‏خلاف د حکومت د نظرثانۍ په خواست پېښور هایکورټ کې د جسټس اعجاز انور او جسټس ارشد علي عدالت کې اورېدنه وشوه.‏‎ ‎

د ډاکټر شکیل اپریدي د مېرمن وکیل محمد عارف جان اېډوکېټ وايي، چې دوی پېښور هايکورټ ته کوم خواست کړی وو او منظور کړی وو، نو د هغې ‏خلاف مرکزي حکومت د خېبرپښتونخوا حکومت په حواله د بيا اورېدنې خواست جمع کړی وو هغه خارج شوی وو.‏

هغه وويل، بیا د هغې نه وروسته مرکزي حکومت د اټارني جنرل د لارې د بيا کتنې خواست کړی وو د هغې د خارجېدو هم نن زیات امکان وو، خو دوی د ‏خارجېدو د ويرې هغه واپس واخستو. ‏

فیډرل ګورنمنټ د اټارڼي جنرل په ذریعه باندې ریویو پټیشن جمع کړو چې هغه ریویو پټیشن هم نن د خارجیدو هنډرډ پرسنټ امکان وو. خو دوي چې کوم ‏دی د هاغه خارجیدو د ویرې نه دا ودډرا کړو. چې دا مونږ نه پریس کوو دا پټیشن. ډسمس ایز ودډرا ‏

محمد عارف جان وایي عمرانه شکیل غوښتل چې سره د خپلو ماشومانو حج ته لاړه شي. خو کله چې یې د پاسپورټ د پاره درخواست جمع کړو نو ‏ورته وویل شول. چې د دوی نومونه دهاغو تنانو فهرست کې دي کومو ته چې د ملک څخه بهر ته په سفر کولو بندیز وي. ‏

هغه زياته کړه، تېر کال د دغه فهرست څخه د نوم لرې کولو د پاره مېرمن عمرانه شکیل پېښور هايکورټ کې خواست جمع کړی وو او د نومبر په میاشت کې ‏جسټس عبدالشکور او جسټس ارشد علي تفصیلي فېصله کې حکومت ته امر وکړو. چې د مېرمن عمرانه شکیل او د دې د ماشومانو نومونه دې د اي سي ‏اېل نه لرې کړل شي. خو حکومت د دغه فیصلې خلاف د نظرثانۍ درخواست جمع کړ او نن هاغه خواست عدالت خارج کړو.‏

د اورېدنې په وخت عمرانه شکیل هم عدالت ته ورغلې وه، خو مطبوعاتو سره خبرو کولو نه یې ډډه کوله.‏

خود ټیلیفون له لارې يې وي او اې ډيوه ته وویل، چې وړاندې به د دوی کورنۍ ته د ډاکټر شکیل سره د ملاقات اجازه نه وه خو اوس د تیرو دوو کلونو نه د ‏پنجاب ساهیوال بندي خانې کې ‏‎15‎‏ ورځې پس ملاقات کیږي.‏

د مېرمن شکيل په خبره، "ترڅو چې د مېلاوېدو تعلق دی نو مونږ ورسره مېلاوېږو. مخکې به نه شو مېلاوېدی خو اوس اجازت راکړی شوی دی اوس مونږ ‏ملاقاتونه شورو کړي دي نزدې ‏‎15‎‏ ورځې پس دوه هفتې پس مونږه لاړ شو ملاقات ورسره وکړو زه هم ځم ماشومان هم ځي خو وکیلان هغه سره ملاقات نه ‏شي کولی ځکه چې هلته يواځې د وینې رشته دارو ته هغه سره د ملاقات اجازت دی".

‏ عمرانه شکیل زياته کړه، وکیلانو ته اوس هم ډاکټر شکیل سره د ملاقات اجازت نه شته. ‏

هغې وويل، ډاکټرشکیل به مخکې بندي خانه کې اکثره ناروغه وو خو اوس یې صحت ښه دی او خوشبینه ده چې اوس به دوی د پاسپورټ دپاره خواست ‏جمع کوي او په مېلاوېدو به یې دوی عمرې له هم لاړ شي. ‏

عارف جان اېډوکېټ وويل، عدالت حکم وکړو اوس چې به مرکزي حکومت څه کوي، د عدالت په فېصله به د کومه حده پورې عمل کوي، او د پېښور ‏

ډاکټر شکیل اپریدي ته د کال ‏‎2012‎م د مې په مياشت کې د خېبر ایجنسۍ پولیټیکل ایجنټ د ناقانونه ګرځول شوي تنظیم لشکر اسلام سره د مرستې په ‏تور د ‏‎33‎‏ کاله بند سزا اورولې وه. ‏

د سزا خلاف د هغه وکیلانو فاټا ټربیونل کې خواست جمع کړی وو. خو په ‏‎2018‎م کال کې د قبايلي سیمو په خېبرپښتونخوا کې یوځاې کېدو نه پس د ‏شکیل اپریدي مقدمه پېښور هايکورټ ته وړل شوې وه، خود ده وکیلان وایي د اتوو میاشتو نه زیات وخت وشو چې د ډاکټر شکیل اپریدي د قضیې ‏اورېدنه نه ده شوې. ‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG