لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور هايي کورټ فېصله: د اېف سي ار قانون د لاندې درج مقدمې به هم په اېف سي ار  فېصله کېږي


د پخواني اېف سي ار قانون د لاندې د مقدمو د تفصیه کولو فېصله  د پېښور هايي کورټ درې کسيزه بېنچ کړي ده
د پخواني اېف سي ار قانون د لاندې د مقدمو د تفصیه کولو فېصله  د پېښور هايي کورټ درې کسيزه بېنچ کړي ده

د پېښور هايي کورټ فېصله کړې چې د ايف سي ار قانون د لاندې جاري مقدمې چې د قبايلي ضلعو د ضم کېدو نه پس عدالتونو ته راغلي هغه به هم د ايف سي ار قانون د لاندې فېصله کيږي. قانون پوهان وايي د قبايلي ضلعو نه ايف سي ار د ايني بدلون د لارې ختم کړې شوې او د دغې لاندې بيا د مقدمو اوريدنې سره به ډيرې پيچدګۍ پېدا شي۔

د پخواني اېف سي ار قانون د لاندې د مقدمو د تفصیه کولو فېصله د پېښور هايي کورټ درې کسيزه بېنچ کړي ده.

د قبايلي ضلعو په خېبر پښتونخوا کې د ضم کېدو روستو د پوليټکل ايجنټ، اسټنټ پوليټيکل ايجنټ، کمشنر او فاټا ټريبيونل کې روانې مقدمې عدالتونو ته راوړل شوې وې۔

د پېښور هايي کورټ د فېصلې په اړه وکيل سجيد خان افريدي ډيوه ته وويل دغه کېسونه به فاټا ټريبيونل او د کمشنر ايف سي ار ته وړاندې کيږي.

سجید خا ن زیاته کړه چې کوم کېسونه فاټا ټريبيونل کې روان وو او بيا پېښور هايي کورټ ته راغلي د هغې اوريدنه به واپس ټريبيونل ته ليږل کيږي، دويمه دا چې فاټا ټريبونل به د هغه کېسونو اوريدنه هم کوي کوم چې کمشنر فېصله کړي او متاثره ډله کولې شي چې تريبونل ته لاړ شي او دریمه خبره دا چې هغه کېسونه چې د پوليټکل ايجنټ سره روان وو او د عدالتونو راتلو روستو په عدالت کې فېصله شوي هغه فېصلې ماتې شو او کمېشنر ايف سي ار به يې اوريدنه کوي، او د ضم کېدو نه پس چې کومو کېسونو کې په سمه توګه پلټنې نه شوي هغي کې به بيا پلټنې کيږي.

۔ سجيد خان افريدي وويل فاټا ټريبيونل ختم شوې خو عدالت صوبايي حکومت ته ويلي چې ټريبونل جوړ کړي او کمنشر ته دې اختيارات ورکړي. " هايي کورټ صوبايي حکومت ته لارښونه کړې چې فاټا ټريبيونل جوړښت دې هغسې وشي څنګه چې د ايف سي ار قانون لاندې وو او کمشنر ته دې اختيارات ورکړل شي"

په قبايلي ضلعو کې لاګو ايف سي ار قانون د پينځويشتم ايني بدلون روستو ختم کړې شوې، دغه ضلعې په خېبر پښتونخوا کي ضم کړې شوي او عدالت، پوليس او د پاکستان ائين غځول شوې دي، ځايې خلکو به ايف سي ار د تور قانون په نوم يادېوو چې د فېصلې ټول اختيار به د يو تن په لاسو کې وو۔

وکيل شبير حسېن ګيګياني وايي د پېښور هايي کورت د فېصلې احترام کوي خو ګڼې چې دې سره به ډيرې پيچدګۍ مخې ته راشي۔ "ايف سي ار ختم شوې دې، که د سي ار پي سي او قانون شهادت لاندې کار کوي نو بيا خو يو متوازي نظام جوړ شو، کوم چې د ائين خلاف ده زمه نذر دا دې کېدې شه زه غلط يم خو زمه رايي دا ده. "

د پېښور په هايي کورټ کې د ډاکټر شکيل افريدي مقدمه هم روانه ده وکيلان وايي د هغې اوريدنه به هم اوس بيا د ايف سي قانون لاندې کيږي.

ډاکټر شکيل افريدي ته په کال دوه زره دولسم کې د پخوانۍ خېبر ايجنسۍ اسسټنټ پوليټيکل ايجنټ د ۳۳ کالو د قېد سزا اورولې وه، بيا د سزا ختمولو د پاره په فاټا ټريبيونل کې اپيل شوي وو خو کومه فېصله پرې نه وه شوې او اوس يې د کېس اوريدنه په پېښور هايي کورټ کې ورانه وه۔

وکيل رشيد مومند وويل د پينځوشتم ايني بدلون روستو اوس که ټريبيونل کومه فېصله وکړي د هغې په ضد د پېښور هايي کورټ کې خواست جمع کېدې شي۔" د ائين ارټيکل لسم لاندې د مقدمې شفافه اوريدنه د هر وګړې بنيادي حق دې، وړاندې دا نه وه چې قبايلي سيمو اولس به هايي کورټ ته راتلې شو خو اوس کولې شي چې رټ جيوريسډېکشن د لارې هايي کورټ ته راشي"

وکيلان وايي د پېښور هايي کورټ د دې پريکړې مطلب د قبايلي ضلعو ضم کيدل ختمول نه دي، بلکه هغه کېسونه ختمول دي چې د ايف سي ار لاندې روان وو او د قانون سره سمې پلټنې پکې نه وې شوې.


  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG