لاس رسیدونکی لینک

 
د امریکا په فیلاډلفیا ښار کې یوه بله وړه طبي جیټ الوتکه غورځېدلې ده
تازه خبر

د امریکا په فیلاډلفیا ښار کې یوه بله وړه طبي جیټ الوتکه غورځېدلې ده


په واشنګټن کې درې ورځې مخکې د دوو الوتکو له ټکر کېدو وروسته د امریکې د پینسلوېنیا ایالت د فیلاډلفیا ښار په شمال ختیځه برخه کې یوه بله وړه طبي جیټ الوتکه لوېدلې ده او په کورونو باندې له را غورځېدو سره اور پرې لګېدلی دی.

د امریکې د هوابازۍ ادارې ایف اې اې په وینا، یوه لېرجیټ 55 الوتکه له شمال ختیځ فیلاډلفیا هوایي ډګره الوتلې وه او د میزوري ایالت د سپرینګ فیلډ سیمې برانسن نېشنل هوایي ډګر ته تلله چې تر الوتلو لږ وخت وروسته وغورځیده.

د لومړنیو رپوټونو له مخې په وړه طبي ټرانسپورټ جیټ الوتکه کې یو ناروغ ماشوم او د هغه ترڅنګ پنځه نور کسان پکې سپاره وؤ چې د جمعې په ماښام په ځایي وخت شاوخوا شپږ بجې د الوتنې وروسته د فیلاډلفیا په یوه سیمه کې ولوېده.

د "جیټ ریسکیو ایر ایمبولنس" کمپنۍ ویلي په الوتکه کې ناروغ، یو بل تن اؤ د عملې څلور غړي په الوتکه کې سپاره وؤ.

کمپنۍ په یوه اعلامیه کې ویلي"موږ نه شو کولی چې د ژغورل شویو کسانو په اړه کوم معلومات ورکړو"

کمپنۍ ویلي"زموږ لومړۍ اندېښنه د ناروغه تن د کورنۍ، زموږ د کارکوونکو، د هغوی د کورنیو او نورو هغو خلکو لپاره ده چې ممکن په دې پېښه کې ورته زیان رسېدلی وي"

د فیلاډلفیا ښاروالې یا مئیرې شریل پارکر یوې خبري غونډې کې وویل چې پېښه کې مړو په اړه سمدستي معلومات نه وؤ ترلاسه شوي، خو څو کورونه او موټرونه زیانمن شوي وو. هغې وویل"دا لا هم یوه تازه پیښه ده چې تحقیق یې روان دی" .

دا پېښه یوازې دوه ورځې وروسته له هغه مخې ته راغلې په امریکا کې د چهارشنبې په شپه، د امریکایي هوايي شرکت یوه جیټ الوتکه چې ۶۰ مسافر او څلور د عملې غړي پکې سواره وؤ ، د واشنګټن ډي سي په آسمان کې له یوه پوځي هلیکوپټر سره ټکر شوه اؤ سیند ته وغورځېده.

ویل کیږي په دغه پوځي هیلي کاپټر کې درې پوځيان سپاره وؤ.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG