لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنګله‌ دېش کې د شیخ حسینه د حکومت خلاف احتجاجونو د جامو ګنډلو صنعت 400 میلین ډالره زیانمن کړی


د بنګله‌ دېش د صنعتکارانو د اتحاد مشرانو د اکتوبر په 20مه وویل، په هېواد کې د مخکینۍ وزیراعظمې شیخ حسینه د حکومت خلاف د زده ‌کوونکو پاڅون او احتجاجونو د جامو صنعت ته 400 میلین ډالره زیان اړولی خو وایي اوس یې حالت بیرته "مستحکم" شوی دی.

بنګله ‌دېش هر کال بهرنیو هېوادونو ته د 55 ارب ډالرو په ارزښت برآمدات کوي چې 85 فیصده یې د جامو جوړولو 3,500 کارخانو مصنوعات دي خو په دغه هېواد کې وروستیو ګډوډیو دا صنعت له ښکاره خنډونو سره مخ کړی دی.

په بنګله دېش کې له څو میاشتو خونړیو احتجاجونو وروسته د دغه هېواد مخکینۍ وزیراعظمه شیخ حسینه د اګست پر پینځمه په یو هلیکاپټر کې ګاونډي هند ته وتښتېده او لا هم هلته اوسېږي.

د شیخ حسینې له تېښتې وروسته د نوبل د امن جایزې ګټونکي محمد یونس په مشرۍ یو لنډمهاله حکومت جوړ شوی، خو د جامو جوړولو په زیات شمېر کارخانو کې کارګرو د ښو تنخاګانو او کارونو ترلاسه کولو لپاره احتجاجونو ته دوام ورکړ.

دا احتجاجونه وخت په وخت په تاوتریخوالي هم بدلېږي. د تېرې ستمبر میاشتې پv 30مه د احتجاج کوونکو او پولیسو تر منځ په نښتو کې د جامو د فېکټرۍ یو کارګر ووژل شو او 20 نور پکې ټپیان شول.

د بنګله دېش د جامو جوړولو د کارخانو او د صنعت د کارګرانو د فیډرېشن مشرې کلپنا اختر د یکشنبې- اتوار په ورځ وویل، د کارخانو مالکان او حکومت باید "په خپل چلند کې قوي بدلون" راولي. کلپنا اختر اې ایف پي ته ویلي:

"د معاشونو د زیاتوالي په اړه خبرې یواځې هغه وخت کیږي چې کارګر سرکونو ته راووځي".

هغې زیاته کړه په دغه څانګه کې د دایمي استحکام لپاره بدلون ته اړتیا ده او خبرداری یې ورکړ چې "کېدای شي له دې پرته روان ارام حالت نور دوام ونه کړي."

بنګله دېش له چین وروسته په نړۍ کې د جامو جوړولو د صنعت دویم لوی برآمد کوونکی یا صادروونکی ملک دی او د جامو زیاتره غوره برانډونه لکه لېویز Levi's، زاراZara اوH&M د نړۍ هېوادونو ته لېږي.

د بنګله دېش د جامو جوړوونکو او نړۍ ته لېږونکو د اتحاد مشر خندکر رفیق الاسلام وویل، "له یوې چېلنجوونکې دورې څخه تر تېرېدلو وروسته دا صنعت اوس بېرته پر ځای شوی دی."

هغه د شنبې- خالي په ورځ خبریالانو ته وویل، له اګست میاشتې راهیسې د جامو د صنعت په برخه کې د 400 میلین ډالرو د زیان اټکل شوی دی او له امنیتي ځواکونو یې وغوښتل چې د دې صنعت د امنیت ساتلو ته دوام ورکړي:

"پوځ د کارخانو د امنیت ساتنې لپاره یو کاري ځواک جوړ کړی دی او دوی د جامو جوړولو په مرکزونو کې د ډاډمن امنیت لپاره منظمې ګزمې کوي."

د رفیق الاسلام په وینا د بنګله‌ دېش د جامو جوړولو پر صنعت باندې د اخیستونکو باور بیرته تر لاسه شوی دی خو ټینګار یې وکړ چې په دې برخه کې د دایمي استحکام یا ټیکار ساتلو لپاره بې له خنډه امنیت ضروري دی.

یادونه:- د رپوټ معلومات له اې ایف پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د 26م ائیني بدلون په اړه د قانون پوهانو نظر
please wait

No media source currently available

0:00 0:27:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG