لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې صدر د یوکراېن لپاره د 800 ملین ډالرو نورو پوځي مرستو اعلان کړی


د سپېن مېډرډ ښار کې د نېټو مشرانو غونډې ته د وېنا په وخت جوباېډن وېلي روس په یوکراېن د حملې ډېر لوي قیمت ادا کوي
د سپېن مېډرډ ښار کې د نېټو مشرانو غونډې ته د وېنا په وخت جوباېډن وېلي روس په یوکراېن د حملې ډېر لوي قیمت ادا کوي

د امریکې صدر جوباېډن د زیارت (پنجشنبې) په ورځ‌ اعلان کړی چې امریکا به یوکراېن ته د 800 ملین ډالره وسلې او پوځي مرستې ورکوي او د روسي حملو په ځواب کې یې د یوکراېن د خلکو د حوصلې ستاېنه کړې.‌

جوباېډن وېلي‌ چې امریکا او نېټو اتحادي ملکونه د روس خلاف جنګ کې د یوکراېن سره د هرقسم مرستې لپاره او د روس صدر ولادمیرپیوټن خلاف کلک ولاړ دي.‌

د سپېن مېډرډ ښار کې د نېټو مشرانو غونډې ته د وېنا په وخت جوباېډن وېلي روس په یوکراېن د حملې ډېر لوي قیمت ادا کوي او زیاته یې کړه ماسکو په نړۍ کې خپل مقام باېللی او دا چې روس د یوکراېن د Snake Island نه خپل پوځیانو پشا کولو سره د یو بل پوځي ماتې سره مخ شوی.

Snake Island په سټرېټیجک توګه یو اهمه جزیره ده چې د بحیره اسود د سمندري تجارتي لار په منځ کې پرته ده او د روسي یرغل په ځواب کې د یوکراېن مزاحمت ښکاره کوي.‌

جوباېډن ووېل، ” ما ته معلومه نه ده چې د یوکراېن جنګ به څنګه ختمیږي خو دا به د روس لخوا یوکراېن ته په شکست ورکولو نه ختمیږي‌.‌ یوکراېن د وړاندې نه روس ته سخت تاوان رسولی“.

جوباېډن ووېل ترڅو یوکراېن ضرورت لري تر هغه وخت پورې په ورسره مرستې جاري ساتي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه د امریکې لخوا یوکراېن لپاره د زیاتي مرستو اعلان د هغه 6.1 ارب ډالره پوځي‌ مرستو نه علاوه دی چې د روس لخوا د فرورۍ میاشت کې په یوکراېن د حملې راهسې امریکې ددغه جنګ ځپلي هېواد لپاره اعلان کړي.‌

باېډن ددې وړاندې د یورپ لپاره د نورو امریکايي‌ پوځیانو، جنګي جهازونو او سمندري جنګي بېړو ژمني پداسې حال کړي چې نېټو خپله دفاع مضبوطولو باندې صلاح شوې او د راتلونکي‌ کال نیمايي‌ نه به د 300,000 نه زیات پوځیان په تیار حالت کې ساتي.‌

جوباېډن ووېل،”امریکا هغه څه کوي چې څنګه ما وېلي‌ وو چې مونږ به یې کوو،‌ که چرته روس حمله وکړه نو مونږ به یورپ‌ کې خپل پوځي طاقت زیاتوو.‌ امریکا د یوکراېن سره کلک ودرېدو لپاره د نړۍ سره یو ځاې وړاندې روانه ده“.

د برطانیې وزیراعظم بورس جانسن ووېل لندن به یوکراېن ته د 1.22 ارب ډالره نورې پوځي‌ مرستې ورکوي او د فرانس صدر اېمېنول مېکران ووېل فرانس به د CAESAR په نوم مشهور د اوږدې فاصلې پورې وېشونکې توپخانې 6 نور ټرکونه ورکوي.‌

یوکراېن ته د برطانیې په ورکوونکو پوځي مرستو کې هوايي دفاعي‌ نظام او نوي الېکټرانک جنګي آلات شامل دي. د دې تازه پوځي امداد سره د فرورۍ میاشت کې د روس حملې راهسې یوکراېن لپاره د برطانیې پوځې مرستې د 2.3 ارب برطانوي پاونډ نه زیاتې شوي.‌

د برطانیې وزیراعظم بورس جانس د نېټو غونډې ته وېلي‌ پیوټن د جنګ نه پشا کېدو او یا د صلحې تړون په شرطونو باندې د خبرو لپاره تیار نه ښکاري او زیاته کړې چې په دې وخت کې داسې هېڅ په نظر نه راځي چې په هغې خبرې وشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG