لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتون قامي جرګې د پرېکړو په ملاتړ خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان کې غونډې شوي


File Photo
File Photo

د ۱۱م اکتوبر د پښتون قامي جرګې د پرېکړو د عملي کولو دپاره په خېبر پښتونخوا او د بلوچستان په بېلا بېلو ضلعو کې غونډې شوې دي چې پکې د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو او نورو تنظیمونو فعالانو برخه اخستې ده.

د قامي عدالت د جوړې کمېتۍ د وېنا مطابق په پېښور، ژوب، پشین، چمن، خېبر، مومند، جنوبي وزیرستان، کوز دیر، ملاکنډ، زیارت، سوات، بر دیر، کرک، ډېره اسماعیل خان، بونېر، صوابۍ، باجوړ، لکي مروت، ټانک، اورکزۍ، شانګله، کوټه، لورالايي، بنو، مکین او دوکي کې غونډې وشوې چې پکې د بېلا بېلو تنظیمونو کارکنانو او مشرانو ګډون وکړو.

عطاءاللّٰه جان اېډوکېټ د پښتون قامي جرګې یا قامي عدالت د صوبايي ۸۰ کسیزې کمېټۍ غړی عطا الله جان اېډوکېټ ډیوه ته وایي،دا د پښتنو غونډه ده او کوم ځای چې پښتون وطن د پولې نه دې اړخ ته دی د هغې وطن په ټولو ضلعو کې به احتجاج کېږي.

په سوات مینګوره کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په غږ راجوړې شوې غونډې وېنا کوونکو وویل چې د پښتون قومي عدالت ټولې پرېکړې پښتون ولس ته راپېښې مسلې دي او اوس پښتون ولس راویښ شوی دی او خپل آیيني حقونه به د ریاست نه غواړي .

عطا الله جان ایډوکیټ وایي "اولنۍ فېصله چې د امن ده په دې خاوره به امن راولو او کوم ځای چې امن راشي نو هلته ترقي راځي او دا ریاست نۀ غواړي چې پښتانۀ ترقي وکړي او هغوي سبقونه ووایي"

د ملاکنډ ډویژن د تاجرانو صدر عبدالرحیم وایي،د بدامنۍ د لاسه د دوي کاروبارونه خراب شوي دي ،بچو یې تعلیم ونۀ کړو، اؤ دوي نور د پښتنو تباهۍ زغملو ته نه تیار نه دي.

وېنا کونکو وویل چې دوي د ۱۱م اکتوبر د پښتون قامي جرګې د ټولو پرېکړو مرسته او ملاتړ کوي او د هغې د عملي کولو دپاره چې جرګه کومه لاره ټاکي په هغې به عمل کوي.

ساټ
د سوات ځایي اوسیدونکي عبدالوارث سپین دادا ډیوه سره خبرو کې وویل "نور مونږ تنګ شوې یو، د بجلۍ او د ګېس بل څوک نه شي ورکولی او ګراني ډېره زیاته ده ځکه مونږ د عدالت دې غونډې له راغلي یو"

وېنا کونکو وویل چې د پاکستان د واک لاندې کشمير کې بجلي ارزانه شوه نو کارخانې ولګېدې اؤ خلک په روزګار شول، د قامي عدالت پرېکړه دا ده چې د بجلۍ یونټ دې په پښتونخوا کې په ۵ روپۍ شي او کۀ داسې وشوه نو د پښتنو په وطن کې به کارخانې ولګي نو پښتانۀ به هم په روزګار شي.

حسنېن خان غونډې له راغلی ماشوم حسنېن خان ډیوه ته وایي "مونږ نن دلته ځکه راغلي یو چې د خېبر په جرګه کې چې کومې فېصلې شوې دي په هغې دې عمل وشي"

غونډو کې د انتظامیو لۀ اړخه په پښتون قامي جرګه کې په ګډون چې په کومو تنانو شیډول فور لګول شوی دی د هغې غندنه وکړی شوه او غوښتنه وشوه چې دغه تنان باید د شیډول فور نه وویستل شي.

د غونډو برخه والو پخپلو ویناګانو کې غوښتنه وکړه چې د شېډول فور په زد کې د راغلو تنانو بلاک شناختي کارډونه، پاسپورټونه، بېنکي اکاونټونه او موبایل سیمونه باید له بلاک څخه وویستل شي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د 26م ائیني بدلون په اړه د قانون پوهانو نظر
please wait

No media source currently available

0:00 0:27:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG