د پاکستان تحريک انصاف ګوند سيکرټري جنرل عمر ايوب په ګوند کې د خپلې عهدې څخه استعفا ورکړې ده، په ټولنيزو رسنيو ويل کيږي، په پاکستان تحریک انصاف ګوند کې دننه اختلافات مخې ته راتلل پيل شو او عمر ايوب د دغو اختلافاتو له امله د ګوند د عهدې څخه استعفا ورکړه خو پي ټي آی د اختلافاتو په اړه څه نه دي ويلي.
عمر ايوب په اېکس پوسټ کې د خپلې استعفا ويلي دي.
هغه ويلي، "د عمران خان مننه کوم چې زما استعفا یې منلې ده، اوس به زما توجه په قامي اسمبلۍ کې د اپوزيشن لیډر په کردار ترسره کولو وي".
هغه زیاته کړې، "په 22م جون مې استعفا ورکړې وه"، نوموړي دا هم ويلي چې "د عمران په لارښوونه به راتلونکو ورځو کې د پي ټي آي په تنظيمي ډهانچه کې نور بدلونونه هم وشي".
عمر ايوب د ګوند د عهدې څخه استعفا په داسې وخت کې ورکړې چې پرون د عدت په وخت د نکاح قضيه کې د عمران خان او د هغه د مېرمن بشرا بي بي سزاګانې په ځای ساتل شوي دي.
عمران خان او مېرمن یې بشرا بي بي د عدت په وخت نکاح قضيه کې د اورول شوو سزاګانو معطل کولو دپاره عدالت ته خواستونه کړي وو.
د عدالتي فېصلې وروسته عمر ایوب مطبوعاتو سره خبرو کې ويلي وو، د دغه فېصلې خلاف به هایکورټ ته ځي.
او بيا په ټولنيزو رسنیو ځينې ويډیوز خپرې شوي چې د تحریک انصاف ګوند غړو د عمر ايوب ضد نعرې وهلي چې د احتجاج غږ یې نه دی کړی او په يوه ويډیو کې اورېدل کيږي، يو تن وايي، "که خان صاحب (عمران خان) له څه وشو نو ليډرشپ (مشرتابه) به څوک پرې نه ږدي".
پاکستانۍ رسنۍ وايي، پاکستان تحريک انصاف ګوند کې اختلافات مخې ته را روان دي او په وروستيو کې شهريار اپريدي، شاندانه ګلزار او د قومي اسمبلۍ د 21 پورې غړو د ځانله ګروپ يا ډلې جوړولو اشارې ورکړې دي.
خو تحریک انصاف ګوند د احتلافاتو په اړه څه نه دي ويلي.
Forum