لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د علي وزیر او محسن داوړ نومونه له اي سي اېل نه وایستل شول خو د نورو ملگرو یې نه


د پاکستان د کورنیو چارو وزارت پارلیمان ته ویلي دي چې د پښتون ژغورنې غورځنگ لخوا د قامي اسمبلې د دوو غړو، محسن داوړ او علي وزیر نومونه، د سفر د بندیز له نوملړ یا اي سي اېل نه ایستل شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، ریټایرډ بریگېډیئر اعجاز شاه قامي اسمبلې ته د ۴٦١ هغو تنانو نوملړ وړاندې کړی دی چې له پاکستان نه د بهر تللو بندیز پرې لگېدلی دی. په دې کې د پارلېمان درې غړي، آصف علي زرداري، خواجه سعد رفیق او افضل کاکړ نومونه هم شامل دي.

البته د علي وزیر، محسن داوړ، او بلاول بهټو زرداري نومونه له دې نوملړ نه ایستل شوي دي.

د کورنیو چارو وزیر پخپل تحریري ځواب کې ویلي دي، د علي وزیر او محسن داوړ نومونه ځکه په اي سي اېل کې شامل کړای شوي و چې دوی د ریاستي ادارو پر ضد "د کرکې ډک تقریرونه" کول، او د مرکزي کابینې په وینا، وروسته یې د دوی نومونه له اې سي اېل نه بیرته ایستلي دي.

یاده دې وي چې د پښتون تحفظ موومنټ د یو شمېر فعالانو غړو نومونه اوس هم په اي سي اېل (د سفر بندیز) لیست کې شامل دي او د پیښور هائیکورټ چې تر اوسه له اي سي اېل نه د ځینو کسانو د نومونو د لېرې کولو حکم هم کړی، تر اوسه د کورنیو چارو وزارت پر هغه حکم عمل نه دی کړی.

ډاکټر سید علم چې بیمار دی او باید بهر ته ولاړ شي، تر اوسه یې لا نوم په اې سي اېل کې پاته دی
ډاکټر سید علم چې بیمار دی او باید بهر ته ولاړ شي، تر اوسه یې لا نوم په اې سي اېل کې پاته دی

د پښتون ژغورنې غورځنگ سره تعلق لرونکي، د قامي اسمبلې غړي علي وزیر، ډېوه رېډیو ته د دې خبرې پخلی کړی دی چې د دوی نومونه له اي سي اېل نه ایستل شوي دي. هغه وویل: "مونږ داسې څه کار نه دی کړی چې له وجې یې زمونږ نومونه اي سي اېل کې اچولي و. د کوم اېف آی آر پر بنیاد چې زمونږ نومونه اي سي اېل ته اچول شوي و، په هغه اېف آی آر کې زمونږ بي بي اې هم شوې وه او هغه کنفرم شوې هم وه، او هغه کې زمونږ د نورو ملگرو بي بي اې هم کنفرم شوې وه."

علي وزیر له وي او اې ډېوه سره په مرکه کې دا هم وویل چې هائیکورټ په واضحه توگه حکومت ته هدایت ورکړی چې د منظور پښتین، ثنا اعجاز، گلالۍ اسماعیل، او ډاکټر سید علم نومونه دې له اي سي اېل یا سفري بندیز لیست نه وباسي، مگر د دې هدایت با وجود هم حکومت تر اوسه د دوی نومونه له اي سي اېل څخه نه دي ایستلي.

ښاغلي وزیر دا هم وویل چې ډاکټر سید علم اوس سخت بیمار دی، او باید د خپل علاج دپاره بهر ته سفر وکړي، مگر حکومت ورته د سفر اجازه نه ورکوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG