لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له علي وزیر او محسن داوړ سره په جېل کې مناسب چلن نه کیږي ـ افراسیاب خټک


Afrasyab Khatak
Afrasyab Khatak

پخواني سينېټر او د بشري حقونو مبارز افراسياب خټک ويلي د وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړو محسن داوړ او علي وزير سره د پېښور جيل دننه هم سم چلن نه کيږي ځکه چې دوی نه ټي وي، نه ريډيو، نه اخبار او نه هم ټيلي فون ته لاس رسی لري.

د وي او ای ډيوه سره په خبرو کې ښاغلي خټک وويل چې دی نن د گل په ورځ پېښور جيل ته د بندي شویو غړو ملاقات له ورغلی و او دغه معلومات يې د هغوی نه تر لاسه کړي دي.

د يوی پوښتنې په ځواب کې افراسياب خټک وويل چې د علي وزير سره د خړ کمر د پېښې وروسته وهل ټکول شوي وو خو اوس ورسره دغسې چلن نه کيږي. ښاغلی خټک وايي د محسن داوړ سره داسې څه ځکه ونشول چې هغه د جرگې د لارې ځان حکومت ته سپارلی و.

افراسياب وايي چې د علي وزير او محسن داوړ ملاقاتونو ته هم څوک نه پرېږدي چې د پارلمان د غړو په حیث د دوی استحقاق هم دی.

د بنو عدالت ته د علي وزير د بوتللو په اړه ښاغلي خټک وويل چې د پوليسو په بکتر بند گاډي کې چې اير کنډيشن پکې کار نه کوي دومره لرې بوتلل او بيا واپس پېښور ته راوستل داسې ښکارېده چې علي وزير گرمۍ ډېر ځپلی و.

په ياد دې وي چې علي وزير چې کله د بنو عدالت ته پيښ شو نو ورته وويل شول چې جج په رخصتۍ تللی او بېرته يې د پېښور جيل ته ستون کړو.

افراسياب خټک وايي علي وزير او محسن داوړ د پارلمان غړي دي خو ښه سلوک ورسره نه کيږي او ويې غوښتل چې پکار ده ښه چلن ورسره وشي او وايي په نور ملک کې داسې نه کيږي خو د پښتنو د اسمبلۍ د منتخب غړو سره داسې کيږي.

ښاغلي افراسياب زياته کړه چې د بجټ سېشن روان دی او دغه د شمالي وزيرستان او د جنوبي وزيرستان منتخب غړي اسمبلۍ ته نه راولي.

سپيکر هم ميډيا ته خپله بې اختياري څرگنده کړه او د بلاول بهټو او اختر مينگل نه علاوه بل يو گوند هم د محسن او علي د پاره غږ پورته نه کړو او زياته يې کړه چې سپيکر بيا څه له په دغه کرسۍ ناست دی؟

افراسياب خټک وايي په اسمبلۍ کې د اپوزيشن مشر شهباز شريف هم د نورو غړو د پېش کولو غوښتنه وکړه خو د محسن داوړ او علي وزير نوم يې هم په خله وانه خستلو.

داسې ښکاري چې دلته د پښتنو ووټ په ووټ حساب نه دی او د پښتنو غړيتوب په غړيتوب حساب نه دی بلکې په رياست کې د درېيمې درجې ښاريان دي.

افراسياب خټک وايي "بايد دا ووايم چې د علي وزير او محسن داوړ حوصلې لوړې دي، ډېر تکړه ځوانان دي او د خپلو غرونو په شان لوړې حوصلې يې دي. دوی دا وايي چې دا مبارزه روانه ده او دا په جيلونو نه ودريږي او دا عزم لري چې د عدم تشدد د لارې خپل د بنيادي انساني حقونو مبارزه به په مخه وړي."

د حکومتي رابطې په اړه د پوښتنې په ځواب کې افراسياب خټک وويل چې تر اوسه پورې ورسره هيڅ رابطه نه ده شوې او دا ځکه چې کله خبره د پښتنو راشي، نو د زورواکو سره يوازينۍ لاره ټوپک ده، تشدد دی، نيول دي او جيلونه دي.

ښاغلي خټک وويل چې په خړ کمر کې څه وشول دا په دې معنا وگرځېدل چې د پښتنو وينه ارزانه ده نو گني نه دې يې څوک تپوس کوي او نه دې تحقيقات غواړي. که د حکومت يا فورسز دعوې ريښتيا وي نو د خړ کمر د ظلم دې تحقيقات وکړي او وايي د تحقيقاتو هغه څوک غاړه غړوي چې په زړه کې يې غلا وي.

د پاکستان حکومت او د امنيتي چارواکو دعوه ده چې په خړ کمر سيمه کې احتجاج کوونکو په امنيتي پوسته بريد کړی و چې پکې دغه خونړۍ پېښه رامنځ ته شوې وه. البته حکومت د خپلې دعوې په ثبوت کې تر اوسه کوم د منلو وړ شواهد نه دي وړاندې کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG