د بلوچستان سر ښار کوټه کې د قدرتي افتونو په وخت د مرستو حکومتي ادارې پي ډي ایم ای لخوا د کرونا وایرس د ناروغانو لپارہ د جلا ساتلو (قرنطین) مرکز جوړ شوی.
د بلوچستان صوبې د بیړنیز حالت په وخت د مرستو دارې مرستیال مشر فیصل طارق وي او ای ډیوه ته ويلي په کوټه کې جوړ کړل شوي مرکز کې تر یو زر زیاتو خلکو ځای په ځای کولو ترتیب نیول شوی. د نوموړي په وینا له ایران څخه بیرته راتلونکي پاکستاني وڰړي به د کوټه په دغه قرنطین مرکز کې ساتل کیږي.
د فیصل طارق په وینا د ایالت د اعلا وزیر جام کمال په غوښتنه یې دغه مرکز جوړ کړی، چې ۱۰۰ خیمې،۶ کانټینري خونې یا کوټې او ۲۲ عادي خونې لري. نوموړي ویلي چې قرنطین ساتل شوي کسانو ته به تودې جامې، خوراکي توکي او د صحت اسانتیاوې ورکړل کیږي.
د بلوچستان ایالتي حکومت ویاند لیاقت شاہواني و ډیوہ ته ویلي د کرونا وایرس د مخنیوي لپارہ یې ټول تیارۍ نیولي، ځانڰړي ځایونه او قرنطین مرکزونه یې جوړ کړي.
لیاقت شاہواني زیاته کړې په تیرو دوو اونیو کې د ۴۵۰۰ نه سېوا پاکستانیان له ایران څخه پاکستان ته داخل شوي چې زیات شمېر پکې د شیعه زیارت کونکو دی. نوموړي ویلي تر دوہ زرو زیات نور پاکستاني وڰړي لا ھم په ایران کې دي.
د ایالتي حکومت ویاند په وینا په بلوچستان ایالت کې یې د ۱۵ مشکوکو تنانو د کرونا وایرس ټیسټونه کړي چې د ټولو نتیجه منفي وہ.
د ایران او پاکستان ترمنځه سرحدي پوله له تیرو شپاړسو ورځو څخه بنده ده او په دغه پوله یواځې په ایران کې بند پاکستانیانو ته د راتڰ اجازت شته نور ھر ډول تڰ راتڰ او تجارت بند دی.
د افغانستان او پاکستان تر منځه سرحدي پوله ھم له تیرو ۹ ورځو څخه د ھر ډول تڰ راتڰ او تجارت لپارہ بندہ دہ.
له بلې خوا د پاکستان د صحت وفاقي وزیر ډاکټر ظفر مرزا تیره شپه په خپل یو ټویټ کې لیکلي چې په پاکستان کې د کرونا وایرس نهه نور کیسونه مخې ته راغلي چې په پاکستان کې د کرونا د ناروغانو شمېر ۱۶ته رسیدلی.