لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د کرکټ وتلی لوبغاړی راشد خان نزدې څلور کاله وروسته کابل ته ستون شوی


افغان لوبغاړی راشد خان
افغان لوبغاړی راشد خان

د افغانستان د کرکټ وتلی لوبغاړی راشد خان لږ تر لږه څلور کاله وروسته یو وارې بیا افغانستان ته ستون شوی اؤ د کابل په هوایي ډګر ورته د افغان کرکټ بورډ چارواکو تود هرکلی ویلی دی.

د افغان رسنۍ طلوع نیوز له مخې راشد خان په دې وروستیو څو کلونو کې له هیواده بهر د کرکټ اړوند یو شمیر بوختیاوې لرلې اؤ له دې امله نزدې څلور کاله له خپل وطن لرې پاتې شوی ؤ.

د آي پي ایل 2024م لپاره هند له سفر کولو وروسته د شنبې- یا خالي په ورځ راشد خان یو وارې بیا افغانستان ته رسېدلی اؤ په هوایي ډګر ورته د افغانستان د کرکټ بورډ چیرمین اؤ یو شمیر افغان لوبغاړو تود هرکلی ویلی دی.

ټاکل شوې ده چې راشد خان به راتلونکو ورځو کې د آي سي سي ټي‌ ټوینټي نړیوال کپ2024م په لړ کې ویسټ انډیز ته سفر وکړي.

د ټي - 20 نړیوال کپ په سیالیو کې به دافغانستان وړومبۍ سیالي په دریم جون د یوګنډا سره وي اؤ تر دې وروسته به افغان لوبډله د نیوزي لینډ، نمیبیا اؤ ویسټ انډیز خلاف هم لوبې کوي.

د ټي‌-20 نړیوال کپ په سیالیو کې به 20 هیوادونه په څلورو ډلو کې د یو بل په ضد میدان ته کوزیږي.

د افغانستان کرکټ بورډ د وړاندې نه د ټي 20 نړیوال کپ سیالیو لپاره خپله لوبډله اعلان کړې ده چې مشري به یې راشد خان کوي.

د دې تر څنګ به افغان لوبډله کې رحمان الله ګرباز (وکټ کیپر)، ابراهیم ځدران، عظمت الله عمرزئ، نجیب الله ځدران، محمد اسحاق، محمد نبي، ګلبدین نایب، کریم جنت، ننګیال خروټی، مجیب الرحمان، نور احمد، نوین الرحمان حق، فضل الحق فاروقي اؤ فرید احمد شامل وي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG