لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ازادي رېډیو: په پاکستان کې له ژورنالستانو سره زور زیاتي کیږي


ازادي رېډیو د جمعې په ورځ اندېښنه څرګنده کړه، چې د پاکستان د استخباراتي ادارې (اېي اېس اېي) لخوا په اسلام اباد کې د مشال رېډیو د دفتر تر تړل کېدو وروسته د دغې رېډیو همکاران د چارواکو لخوا تر فشار لاندې نیول شوي.

د ازادي رېډیو انټرنیټي پاڼې ددغې ادارې د مشر ټامس کینټ له خولې لیکلي دي، چې د شواهدو له مخې پاکستاني چارواکو په کارکونکو باندې زور راوړی چې د خپلې ادارې پر خلاف بیانونه ورکړي.

د جنورۍ په ۱۹ مه نېټه، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وروسته له هاغې په اسلام اباد کې د مشال رېډیو دفتر وتړه کله چې پرې د اېي اېس اېي لخوا تور پورې شو چې د پاکستان د ګټو پر خلاف خپرونې کوي.

په دغې ورځې باندې ښاغلي کینټ د یوه خپور کړي بیان په ترڅ کې ویلي و چې د مشال رېډیو هېڅ کومې استخباراتي ادارې او حکومت ته کار نه کوي. نوموړي د مشال رېډیو د خبریالانو د خوندیتوب او له هر ډول ویرې پرته ددوي د کار د بېرته پیلېدو غوښتنه کړې وه.

مشال رېډیو په ۲۰۱۰ کال کې د امریکا د کانګرس په مالي مرسته جوړه شوه تر څو د پاکستان په قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې د سخت دریځو رسنیو ترڅنګ د یوې متبادلې خبري رسنۍ په توګه کار وکړي.

مشال په پښتو ژبه خپرونې کوي او په فیسبوک ۱.۶ میلیونه مینه وال لري چې یواځې په ۲۰۱۷ کال یې ویډیوګانې په فیسبوک ۸۱ میلیونه او په یو ټیوب ۱۰ میلیونه ځله لیدلی شویدي. د پاکستان ګڼو سیاسي ګوندونو او وتلو ژورنالستانو د پاکستان د حکومت د جون د ۱۹ نیټې ددې پرېکړې په اړه احتجاجي غبرګونونه څرګند کړي.

په امریکا کې د ژورنالستانو د ژغورنې ټولنې او په پاریس کې د بې پولې خبریالانو ټولنې د مشال رېډیو د دفتر تړل کېدل غندلي او دا یې په پاکستان کې د بیان د ازادۍ په وړاندې یو ګوزار بللی. په پاکستان کې د مشال رېډیو پداسې حال کې تړل شوېده چې په دې وروستیو کې د امریکا او پاکستان ترمنځ فشارونه زیات شویدي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG