لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ یوځل بیا په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې کیسه جعلي وګڼله


د امریکا صدر ډانالډ ټرمپ یو ځل بیا د پنجشنبې یا زیارت په شپه په غربي ورجینیا کې یوې غونډې ته د خبرو پرمهال د تیر کال په ټاکنو کې د روسیې لاسوهنه رد کړه.

دغه څرګندونې یواځې څو ساعته وروسته له هاغې وشوې چې د امریکا په مشهورې ورځپاڼې د وال سټریټ جرنل په یوه راپور کې راغلي وه چې ځانګړې قونسل یا سپیشل کاونسل په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه د بحث او خبرو اترو لپاره یو منصفه هیت یا جیوري ټاکلی دی.

په ویسټ ورجینیا کې خپلو پلویانو ته د وینا په مهال ښاغلي ټرمپ وویل: ٫٫ د روس کیسه په بشپړه توګه جعلي ده. دا د امریکا په سیاسي تاریخ کې په یوه ستر زیان باندې پرده اچول دي. پدې اړه خبرو کولو باندې هغوي ښه احساس کوي ځکه چې نور څه د خبرو لپاره نه لري. څارنوالان (سرکاري وکیلان) باید د هیلري کلنټن لخوا د ۳۳۰۰۰ ډیلیټ شویو بريښنالیکونو یا امیلونو په اړه هم پلټنې وکړي.٬٬

صدر ټرمپ یوځل بیا د کمپاین د وخت په څېر په خپلو مخالفینو تور ولګوو او زیاته يې کړه : ٫٫ دوي غواړي له دې جعلي کیسو سره تاسو اړ کړي چې له خپل صدر سره مرسته وه نه کړئ. دا ډول کیسې هم مونږ، هم زمونږ هېواد او هم زمونږ اساسي قانون ته ډیرې بې معني دي.٬٬

د ځانګړي قونسل رابړټ میولر ټیم ډاډ څرګندوي چې د ټرمپ د ځوی او د روسيې د یوه وکیل د لیدنې کتنې په اړه به چې ویل کیږي د هیلري کلنټن په اړه پکې زیان رسونکي اسناد شریک شوي ژورې پلټنې وکړي.

په ټرمپ باندې له دې امله هم نیوکې کیږي چې د امریکا د پلټنو وفاقي ادارې یا اېف بي ايي مشر جیمز کومې یې هم ځکه له دندې ګوښه کړی وه چې په ټاکنو کې یې د روسیې د لاسوهنې د قضيې په اړه د روانو پلټنو مشري کوله.

په ورته وخت کې دوه امریکايي سینټرانو هم داسې یو قانوني وړاندیز کړی چې له مخې به یې د روسیې د لاسوهنو د پلټنو په اړه ټرمپ له خپل کلک مخالف دریځ څخه په شا کړي.

ددغه قانوني وړاندیز له مخې به ولسمشر دا حق نه لري چې څارنوالان له کوم ناوړه کار، ناروغۍ او یا بل قوي دلیل پرته له دندو ګوښه کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG