د پاکستان سپريم کورټ د اتمې فرورۍ د عامو انتخاباتو غېر قانونه ګرځولو خواست خارج کړی او خواست کوونکي پخواني پوځي افسر بريګيډير علي خان ته یې د پينځه لکه روپو جرمانه اورولې ده.
د سپريم کورټ د چيف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ درې کسيزه بنچ نن په ياد خواست اورېدنه کړې او نوموړي چيف جسټس پوښتنه کړې، دا علي خان څوک دی؟ په ځواب کې اډيشنل اټارني جنرل عدالت ته ويلي، دا د پوځ پخوانی بريګيډير دی او په 2012م کې یې کورټ مارشل شوی د پوځي قانون لاندې ورته سزا ورکړل شوې وه.
د ګل-دوشنبې په ورځ سپريم کورټ د انتخاباتو کالعدم ګرځولو دپاره عدالت ته په شوي خواست اورېدنه کړې، او د خواست کوونکي پخواني بريګيډير عدالت ته وړاندې کولو حکم یې کړی وو.
د رپورټونو ترمخه عدالت په نننۍ اورېدنه کې، د خواست کوونکي د غېر حاضرۍ له امله عدالت خواست خارج کړی او علي خان ته یې د پينځه لکه روپو جرمانه اورولې ده.
عدالت ویلي، د خواست کوونکي ايمېل ورته ترلاسه شوی او ويلي يې دي چې هغه په بهر ملک کې دی.
د عدالتي حکم ترمخه، داسې ښکاري خواست کوونکي په مطبوعاتو د خواست خبر خپور کړی او ملک یې پرېښودی دی. عدالت دا هم ويلي چې کورټ مارشل شوی تن دې د پوځ عهده ونه کاروي.
په 2012م کې د پاکستان پوځ ياد افسر علي خان پرضد د توندروه ډلې حزب التحریر سره د اړیکو پرسر کورټ مارشل شوی وو.
علي خان د پنجاب د پېنډۍ ښار نه په پوځ کې د بغاوت خورولو او د کودتا يا په اقتدار د قبضې د هڅې په تورونو کې نيول شوی وو.
Forum