لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عدالتي امر: په ترهگرۍ تورن جماعت الدعوه خېراتونه (چندې) ټولولی شي


د جماعت الدعوه مشر حافظ سعید. امریکې د هغه په سر د ١٠ مېلینه ډالرو انعام اعلان کړی دی.
د جماعت الدعوه مشر حافظ سعید. امریکې د هغه په سر د ١٠ مېلینه ډالرو انعام اعلان کړی دی.

د پاکستان سپريم کورټ امر کړی دی چې په نړيړاله کچه ترهګر ګرځول شوی تنظيم جماعت الدعوه او ورسره تړلې فلاحي اداره فلا ح انسانیت خپلې هلې جاري ساتلی شي.

د پاکستان وفاقي حکومت د لاهور هاي کورټ د فيصلې پرضد په سپریم کورټ کې اپيل کړې و چې د مقدمې د حتمي فيصلې تر راتلو پورې دې جماعت الدوعوه او دې سره تړلي تنظيمونه دې د خپلو فعالیتونو څخه منع کړي.

د جماعت الدعوه مشر حافظ سعيد پرضد د وفاقي حکومت د بنديزونو خلاف نوموړي لاهور هايي کورټ ته خواست کړې و او د اپریل په میاشت کې د لاهور هاي کورټ په خپله فېصله کې حکومت د حافظ سعيد د ويرولو نه منع کړی و بلکې هغه ته یې د قانون دلاندې د خېر ښېگړې د خپلو د هلو ځلو د جاري ساتلو اجازه هم ورکړې وه .

د يادونې وړ ده چې څږکال د فرورې په مياشت کې پخواني صدر ممنون حسين د ترهګرۍ ضد د کال ١٩٩٧ په قانون کې د يو ترميم جاري کړی و چې پکې د هغه تنظيمونو پرضد د هېواد دننه هم قانوني عملياتو ته لاره هواره کړې شوې وه چې د ملل متحد سلامتي کونسل لاقانونه او ترهګر ګرځولې دي.

ددغه ترميم د لاسليک کيدو ورسته په پاکستان کې د حافظ سعيد او د جماعت سره تړلې خيريه ادارې الختر او الرشيد ترسټونه د غېرفانونه تنظيمونو په نوملړ کې شامل کرې شوې وو او بيا حکومت د پاکستان د انتظام دلاندې کمشير ، ګلګت بلتستان او پنجاب کې د دوی اثاثې هم تړلې وې.

امريکا او هند د کال ٢٠٠٨ د ممبې بريدونو زمه وار حافظ سعيد او د هغه ډله جماعت الدعوه بولي او په دغه حملو کې د امريکانيانو پشمول لږ تر لږه ٢٠٠ تنان وژلې شوې وو. حافظ سعيد د دغه تورونو نه انکاري دی.

د سياسي او نړيوال چارو شنونکې ډاکټر حسن عسکري وايي که څه هم حکومت پدغه ډلېه بنديزونو لګولې دي خو عدالت کې ېي پرضد کره د هغه ثبوتونه نه لري نو ځکه عدالت هم د حافظ سعيد خلاف څه نشي کولی.

هغه بيا وايي بنيادي مسله د پاکستان په قانون کې ده. که د قانون لاندې په يوه ډله بنديز ولګي نو ضروري نه ده چې د هغې ليډر په هلو ځلو هم بنديز ولګي او بله شخړه دا هم ده چې کله يوه ډله غير قانوني وټاکل شي نو په بدل نوم مخې ته یې د راتلو په قانوني ډول لاره نه شي نيولې کيدی.

هغه ډيوه ته وویل د هېواد په قانون کې هم د دغه نیمگړتیاو له امله داسې تنظيونه په يو يا بل شکل کې خپلې هلې ځلې جاري ساتي او دا په يقيني توګه د حکومت لپاره په نړاله کچه د مسلو سوب جوړيږي .هغه زیاته کړه که حکومت که ارو مرو د داسې تنظيمونو دفاع کول غواړي نو بيا به ځان ددې پايلو ته هم ټينګوي، ګني هڅې خو په دې اړه پالسي ډيره واضح ده ولې د حکومت غير واضح دريځ پاکستان په سفارتي کچه د نقصان سره مخ کولې شي .

د پاکستان حکومت په دې ورستو کې د جماعت الدعوه پرضد ګامونه هغه مهال پورته کړې وو چې د ترهګرو سره د مالي مرستو او مني لانډرنګ ضد غيردولتي نړيوالې ادارې ايف اې ټي ايف د پاکستان نوم د هغه هېوادونو په نوم لړ کې په اچولو غور پېل کړو چې د تره ګرو سره د مالي مرستو په مخه نيولو کې ناکامه وي .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG