لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په صدارتي انتخاب کې خپل امیدوار نامزد کولو دپاره د ريپبلېکن پارټۍ کنوېنشن شروع شو



په مېلواکي کې په پراخه کچه امنیتي تدابیر نیول شوي دي. د کنوېنشن مرکز ته د رارسیدو نه مخکې خلک د ډيرو امنیتي چک پوسټونو نه تیریږي
په مېلواکي کې په پراخه کچه امنیتي تدابیر نیول شوي دي. د کنوېنشن مرکز ته د رارسیدو نه مخکې خلک د ډيرو امنیتي چک پوسټونو نه تیریږي

د سږ کال په صدارتي انتخاب کې خپل امیدار نومولو دپاره ريپبلېکن پارټۍ د ګل، دوشنبې، په ورځ خپل کنوېشن شروع کړو او توقعو ده چې پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ به په رسمي ډول د ګوند صدارتي امیدوار نامزد کړی شي.

د سختو امنیتي اقداماتو دلاندې د ريپبلېکن پارټۍ څلور ورځنۍ غونډه د مېلواکي ښار په زړه کې د فایسرف مرکز کې په داسې حال کې پېل شوه چې د خالي، شنبې، په ورځ ټرمپ په انتخابي جلسه کې په قاتلانه حمله کې زخمي شو.

په ټرمپ حمله کې ککړ ۲۰ کلن تن تامس مېتیو کروکس د امنیتي چارواکو په ډزو ووژل شو او د وفاقي حکومت تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي پلټنې شروع کړي چې کروکس په څه مقصد په ټرمپ د پينځو نه تر شپږو پورې ډزې وکړې.

امنیتي چارواکو ویلي په ټرمپ د حملې وروسته ريپبلېکن کنوېشن دپاره يې د وړاندې څخه اخیستل شوو اقداماتو کې څه تبدیلي.

د ريبپلېکن په کنوېنشن کې به په زرګونو مېلمانه او استازي شرکت کوي. په کنوېنشن کې به هره شپه وینا کوونکي په یوې ځانګړي موضوع خبرې کوي لکه د هېواد اقتصاد، جرایم، نړیوال مشرتابه او داسې نور.

ريپبلېکن کنوېنشن به د ټرمپ په وېنا پای ته رسیږي چې د خپل ګوند لخوا په رسمي ډول نامزادګي ومني او د امریکې لپاره په خپل لید بیان کړي.

په مېلواکي کې په پراخه کچه امنیتي تدابیر نیول شوي دي. د کنوېنشن مرکز ته د رارسیدو نه مخکې خلک د ډيرو امنیتي چک پوسټونو نه تیریږي.

د کنوینشن د پوښښ په لپاره د نړۍ له بیلا بیلو هېوادونو څخه رسنۍ رارسیدلي، چې تمه ده تر ۱۵۰۰۰ زیات خبریالان به دغه کنوینشن کې موجود وي او نزدې ۵۰،۰۰۰ زره مېلمانه به میلواکي ښار ته راځي.

د امریکې صدر جوبایډن د جولای پر 14مه ماښام پر مخکیني صدر ډانلډ ټرمپ باندې د مرګوني برید په غبرګون کې په خپله دویمه وینا کې وویل، له نېکه مرغه ټرمپ په پروني برید کې زیات نه دی زخمي شوی.

د وژنې د هڅې له برید وروسته ټرمپ د امریکې له خلکو غوښتي چې "هوډمن او کلک" و اوسي.

ټرمپ واشنګټن اېګزېمينر اخبار ته وویل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ريپبلېکن کنوېنشن ته به سخت تقریر کوي، د صدر جوبایډن په تګلارو په توجو کوي خو اوس به په تقریر کې د قومي اتحاد دپاره غږونه هم شاملوي.

ټرمپ وویل دا یوه موقع ده چې ټول ملک او ټوله دنیا یو ځای راوستل شي. د هغه وویل تقریر به يې د مخکې نه ډېر مختلف وي.

بایډن د اتوار، یکشنبې، په ورځ په خپله وېنا کې وویل په ټرمپ ډزې د امریکایانو او د امریکايي قوم د اقدارو خلاف ګام دی.

بایډن لوظ وکړو چې د امریکايي صدرانو د تحفظ اداره سيکرېټ سروس به ټرمپ ته هر ممکن تحفظ ورکوي.
د خپل دفتر نه تقریر کې بایډن وویل د امریکې د جمهوریت په حق کې به په کلکه خبره کوي، د ایین او د قانون د پاسدارۍ دپاره به اودرېږي او دا غږ به کوي چې د تشدد په ځای دې د ووټ په صندوق فېصله وکړی شي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG