لاس رسیدونکی لینک

 
د امریکې سېنېټ د استخباراتي ادارې د مشرۍ دپاره د ټولسي ګېبرډ تقرري منظوره کړه
تازه خبر

د امریکې سېنېټ د استخباراتي ادارې د مشرۍ دپاره د ټولسي ګېبرډ تقرري منظوره کړه


د ډرېکټر اف نېشنل اېنټېلېجنس په حېث به مېرمن ګېبرډ د سي ايي ای په شمول د امریکې د ۱۸ مختلفو استخباراتي مشري او سرپرستي کوي
د ډرېکټر اف نېشنل اېنټېلېجنس په حېث به مېرمن ګېبرډ د سي ايي ای په شمول د امریکې د ۱۸ مختلفو استخباراتي مشري او سرپرستي کوي

د امریکې سېنېټ د شورو، چهارشنبې، په ورځ د صدر ډانلډ ټرمپ په حکومت کې د ډرېکټر اف نېشنل اېنټېلېجنس عهدې دپاره د ټولسي ګېبرډ د تقررۍ منظوري ورکړه.

د ډرېکټر اف نېشنل اېنټېلېجنس په حېث به مېرمن ګېبرډ د سي ايي ای په شمول د امریکې د ۱۸ مختلفو استخباراتي مشري او سرپرستي کوي.

په سېنېټ کې د ګېبرډ د تقررۍ په حق کې ۵۲ او په مخالفت کې ۴۸ ووټونه ورکړی شوو.

د صدر ټرمپ د ريپبلېکن پارټۍ ځینو سېنېټرانو د ګېبرډ د تجربې او د هغې د ځینو فېصلو په اړه پوښتنې لرلې خو بیا د ابتدايي مخالفت نه تېر شول او د هغې د تقررۍ په حق کې يې رای ورکړې.

د هغې په مخالفت کې د ریپبلېکن پارټۍ یوازنی ووټ د کېنټکي ریاست سېنېټر مېچ مېکانل ورکړو.

په تېرو وختونو کې ګېبرډ ځینې داسې خبرې کړي چې د روس په حمایت کې ګڼل کېږي. د شام د خانه جنګۍ په مهال هغې د شام معزول صدر بشارالاسد سره ملاقات هم کړی و او د امریکې د حکومت راز افشا کوونکي اېډورډ سوډن حمایت يې هم کړی و.

ګېبرډ پخواني پوځي افسره ده، د هوايي ریاست څخه د ډېموکرېټېک پارټۍ غړې او په کال ۲۰۲۰ کې د صدارت خواهشمنده هم وه.

دي افس اف دي ډرېکټر اف نېشنل یا د استخباراتي ادارو د سرپرستۍ دفتر په امریکا د کال ۲۰۰۱ د ناین الېون حملو وروسته پس له دې قایم کړی شو چې د حملو په اړه تحقیقاتې رپورټ کې د استخباراتي معلوماتو ناکامي په ډاګه کړی شوه.

ټرمپ د نومبر په میاشت کې ګېبرډ د دې چوکۍ دپاره نامزد کړې وه او هغه يې زړه وره بللې وه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG