د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ويلي، ترهګري به له بېخه ختموي او دغه ناورين ته به داسې قبر وباسي چې بيا سر راپورته نه کړی شي.
د ډان نیوز د راپور له مخې، شهباز شریف په اسلامآباد کې د یوې غونډې پر مهال د خېبرپښتونخوا په اکوړي سیمه په دارالعلوم حقانیه کې د جمعې په ورځ د شوي ځانمرګي برید غندنه وکړه او ویې ویل چې په دې برید کې د مولانا حامدالحق او نورو پاکستانیانو وژنه د افسوس وړ ده.
د هغه وینا وه "دا یوه تاریخي جامعه ده چې د دیني او عصري زده کړو مرکز ګڼل کېږي، د دې مدرسې استادان او زدهکوونکي ریښتوني پاکستانیان دي. موږ دا پېښه غندو او هیله لرو چې د خېبرپښتونخوا حکومت به د دې برید عاملین زر تر زره ونیسي او سزا به ورکړي"
شهباز شریف وویل "په ۲۰۱۸ کې پاکستان له ترهګرۍ خلاص شوی و. د دې لپاره ۸۰ زره پاکستانیانو قربانۍ ورکړې، زموږ پوځیانو، پولیسو او امنیتي ځواکونو خپل سرونه قربان کړل. خو اوس دا بلا بیا سر رااوچتوي. موږ د دې د بیا راټوکېدو سببونه ټول پېژنو، خو دا وخت یې تفصیل نه وایم"
هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې پاکستان کې د تېرې څه مودې راهسې ورځ تر بلې د وضعه خرابېږي اؤ پاکستاني چارواکي تورونه لګوي چې پاکستان کې د کیدونکې ترهګرۍ لپاره وسله وال د افغانستان په خاوره کې دننه بریدونه پلانوي.
خو د افغان طالبانو حکومت دا تورونه ردوي ردوي اؤ وایي پخپل هیواد کې دننه امنیت ټینګول د پاکستان خپله ذمه واري ده اؤ اسلام اباد باید خپله ناکامي د کابل غاړې ته وا نه چوي.
د پاکستان وزیراعظم د هېواد د مالي ستونزو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې حکومت د یو شمېر مالي سرچینو څخه د مالیاتو راټولولو ته ژمن دی.
هغه وویل"۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کې ډالر د اسمان سره خبرې کولې، بانکونو په دې کې زیاتې پیسې وګټلې، موږ پرې ونډفال ټیکس ولګاوه، خو دوی محکمې ته لاړل او حکمِ امتناع یې واخیست. تېره اوونۍ سیند هایکورټ دغه حکم ختم کړ، او د اسټیټ بینک ګورنر په یوه ورځ کې ۲۳ اربه روپۍ له بانکونو واخیستې. دا لا پیل دی، نورې هم ډېرې پیسې به راوباسو."
رمضان پیکیج: ۴۰ لکه کورنیو ته مالي مرسته
شهباز شریف د رمضان پیکیج ۲۰۲۵ اعلان هم وکړ او ویې ویل، "سږ کال د حکومت له لوري۲۰ اربه روپۍ په دې پیکیج مصرفیږي، چې ۴۰ لکه کورنۍ به ترې ګټه واخلي. تېر کال دا مرسته ۷ اربه روپۍ وه، سږکال پکې ۲۰۰٪ زیاتوالی شوی."
د هغه په وینا، دا مرسته به د ډیجیټل والټ له لارې هرې مستحقې کورنۍ ته د پینځوؤ زرو روپو په شکل کې ورکول کیږي او دا پروسه به بشپړ شفافه وي.
د شهباز شریف په خبره"دا پیکیج د پاکستان ټولو سیمو ته ورکول کېږي، له کراچۍ تر ګلګت، او له بلوچستانه تر کشمیره، د یوټیلیټي سټورونو له صفونو ځان خلاصوو، خلک به په باعزته توګه خپلې مرستې ترلاسه کوي
Forum