د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي، تر څو چې په هېواد کې د ترهګرۍ جرړې ایستل شوې نه وي، د پرمختګ او خوشحالۍ سفر ممکن نه دی.
نوموړي د خپل حکومت د یو کال په پوره کېدو تېره ورځ د کابینې ځانګړي غونډې ته د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې د پاکستان ځوانان هره ورځ د ترهګرۍ ضد جګړه کې قربانۍ ورکوي، او باید دا ناورین د تل لپاره پای ته ورسول شي.
هغه دا څرګندونې به داسې حال کې کړي چې د غېر دولتي ادارې پاکستان انسټيټيوټ اف کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز، پيکس تازه رپورټ وایي چې پاکستان کې یوازې د تېرې فرورۍ په مياشت کې 79 وسله وال بريدونه شوي چې پکې چې 55 ملکي وګړي او 47 امنيتي عسکر وژل شوي اؤ ددې تر څنګ81 امنيتي عسکر او 45 ملکي وګړي ژوبل شوي هم دي.
شهباز شریف وویل: "تاسو ټولو ته معلومه ده چې څنګه په تېرو کلونو کې ترهګري ختمه شوې وه، خو دا بیا ولې راپیدا شوه؟ دا د هېواد سره تر ټولو لویه دښمني ده. نواز شریف د 2018م کال تر پایه ترهګري له منځه وړې وه، خو اوس پوښتنه دا ده چې دا بېرته چا راوسته او چا ورته اجازه ورکړه؟"
وزیراعظم شهباز شریف اؤ نورو حکومتي چارواکو په بیلابیلو وختونو کې پخوانی وزیراعظم عمران خان طالبانو سره په سازباز تورن کړی اؤ دعوه یې کړې چې د هغه د حکومت په وروستیو کې په زرګونو وسله وال بېرته له افغانستان راوستل شوي اؤ د افغانستان اؤ پاکستان د پولې تر څنګ سیمو کې ودان کړی شوي دي.
عمران خان دا تورونه ردوي اؤ وایي که ترهګر دلته بېرته ودانېدل نو پوځ اؤ استخباراتي ادارې چرته وې چې دوي یې نه لیدل؟
وزیراعظم شهباز شریف د پاکستان د اقتصاد په هکله وویل وویل، د پاکستان اقتصادي وضعیت یو کال وړاندې له سختو بحرانونو سره مخ و، خو حکومت د ټولو ستونزو باوجود دا نن د اقتصادي ثبات یو نوی سفر پیل کړی.
هغه ادعا وکړه چې د نړیوال بانک او نورو نړیوالو ادارو له خولې، د پاکستان اقتصادي اشاریې اوس ښې شوې دي.
شهباز شریف زیاته کړه: "یو کال وړاندې، زموږ اقتصاد د دیوالیه کېدو (ډیفالټ) له خطر سره مخ و. خو موږ د خپلو ایتلافي ملګرو د مرستې له برکته دا ستونزې تر یوه حده حل کړې. نړیوالو ادارو هم دا تسلیم کړې چې زموږ اقتصاد بېرته وده کوي."
نوموړي دا هم وویل چې د پاکستان د اقتصاد ژغورلو لپاره یې د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر سره یو ځای هڅې کړې، او همدا د نړیوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف له خوا د پورونو د بحالۍ یو مهم شرط و، چې دوی یې پوره کولو ته اړ وو.
وزیراعظم وویل، د حکومت یو کال بشپړ شو، خو اپوزېشن د دوی پر ضد هېڅ ډول اسکینډل یا د فساد کومه لویه ادعا نه ده ثابته کړې.
نوموړي زیاته کړه: "زموږ د حکومت یو کال پوره شو، خو اپوزېشن زموږ پر ضد یو واحد اسکینډل هم نه شي راوړلی. دا زموږ د حکومت لپاره تر ټولو لویه کامیابي ده."
شهباز شریف وویل، حکومت د روژې میاشت کې د بې وزله ولس د مرستو لپاره سږکال ۲۰ اربه روپۍ ځانګړې کړي، چې دا تېر کال د ۷ اربو په پرتله درې برابره زیاتې دي.
نوموړي ټینګار وکړ، که چېرې ترهګري ختمه شي، نو بهرنۍ او کورنۍ پانګونه به هم وده وکړي، او پاکستان به خپل نړیوال حیثیت بېرته ترلاسه کړي.
د هغه په خبره "دا یوه سخته مرحله ده، خو ناشونې نه ده. موږ باید د پورونو بار کم کړو، خپل اقتصاد پیاوړی کړ، او هېواد ته پانګونه راوړو"
د اي ایم ایف مشرې کرسټالينا جارجیوا تیره میاشت د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف سره په دوبۍ کي د ليدنې په وخت د پاکستان د اقتصادی استحکام ستاینه کړې وه او ویلي یې وو چې دا استحکام اوس د اقتصادی ودې په لور بوتلل پکار دی چې ګټې یې عام اولس ته ورسيږي.
Forum