لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف قام ته د خپل حکومت لاس ته راوړنې بیان کړي خو د ترهګرۍ په ستونزه غلی پاتې شوی


File photo
File photo

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ژمنه کړې ده چې نور به پاکستان د آي ایم ایف څخه پورونه نه اخلي او ویلي یې دي موجوده (د اي ایم ایف د پور) پروګرام به د پاکستان د تاریخ وروستی پروګرام وي.

د خالي یا شنبې په ماښام دخپل حکومت د ۱۰۰ ورځو په بشپړیدو ښاغلي شهباز شریف قام ته پخپله وینا کې د خپل حکومت بیلابیلې لاس ته راوړنې مخې ته ایښي دي خو د ترهګرۍ په ستونزه بیا غلی پاتی شوی دی اؤ نه یې دي ویلي چې حکومت یې د ترهګرئ ختمولو لپاره څه ګامونه اخستي یا څه کوي؟

شهبار شریف ویلي حکومت یې په هیواد کې سرمایه کارئ ته ماحول برابر کړی دی "اؤ که چرې مونږ پخپل پروګرام په سختۍ سره عمل وکړو اؤ اهدافو ترلاسه کولو ته مو ملا وتړله نو زه ژمه کوم چې له نړیوالې ادارې(آي ایم ایف) څخه کوم پور اخستو ته روان یو دا به مو وروستی پروګرام وي"

د هغه وینا وه په نړۍ کې چې چرته هم ځي نو هلته تر ټولو وړاندې دا خبره کوي چې د پور اخستو لپاره نه دی راغلی بلکې سرمایه کارۍ غوښتو لپاره راغلی دی اؤ د سرمایه کارۍ لپاره چې څومره لوازمات دي، د هغې لپاره مو کوټلې تیاري کړې ده.

وزیراعظم ویلي په راتلونکي کې به د نړۍ د هیوادونو سره د پاکستان اړیکې د سرمایه کارۍ اؤ تجارت په اساس غځيږي اؤ زه دا ګڼم چې پاکستان به په ورو،ورو د پورونو نه نجات ترلاسه کړي.

هغه ویلي په نړۍ کې ګڼ شمیر داسې مثالونه شته چې هیوادونو یوازې یو ځل آي ایم ایف ته خپل لاس ورغځولی اؤ بیا دغه لوري ته نه دي تللي خو مونږ ۲۴ یا ۲۵ ځله آي ایم ایف ته لاړو.

د شهباز شریف په خبره "خو زه نن تاسو سره وعده کوم که چرې مونږ په سختۍ سره پخپل پروګرام عمل وکړو اؤ اهدافو ترلاسه کولو ته مو ملا وتړله نو نو څنګه چې نوازشریف ۲۰۱۷م کال کې آي ایم ایف ته په مخه ښه ویلي وؤ ،داسې به مونږ هم چې اوس د کوم پروګرام اخستو لوري ته روان یو دا به مو د آي ایم ایف وروستی پروګرام وي"

هغه هیله ښکاره کړه چې له دې وروسته به مونږ پخپلو پښو ودریږو اؤ د پرمختیا په زغل کې به له ګاونډیو هیوادونو په وړاندې تیر شو.

هغه وویل د مستقبل لپاره یې لاره ټاکلې ده اؤ د ولس پیسې به په عیاشیو نه بلکې د ملک په ترقۍ مصرفیږي.

"تاسو سره ژمنه کوم چې د پاکستان د مستقبل روښانه کولو لپاره به تر سختې سخته فیصله کوم ، هیڅ فشار ته به غاړه نه ږدم اؤ کومې قربانۍ ته چې ضرورت شي نو په ګډه به یې ورکوو"

هغه وویل د مبارزې پیل له حکومت اؤ اشرافیه څخه کوي اؤ ټول باید په ګډه ژمنه وکړو چې په پینځوؤ کالو کې به د قام راتلونکی بدلوؤ.

وزیراعظم وویل د اتمې فرورۍ له انتخاباتو وروسته یې چې حکومت سمبال کړو نو د اقداماتو له امله یې ګراني له ۳۸ فیصدي څخه ۱۲ فیصدي ته راکوزه شوي اؤ په قرضونو د ۲۲ فیصدي سود کچه هم ۲۰ فیصدي ته راغلې ده چې له دې امله به ملک کې سرمایه کاري وده ومومي.

هغه ویلي چې کومې ادارې د ولسي خدمت سره څه تعلق نه لري هغه به ختموي اؤ هم به یې حکومت دریو لکو پاکستانیانو ته د چین څخه په انفارمیشن ټیکنالوجۍ کې روزنه ورکوي .

خو وزیراعظم پخپل دغه اوږد تقریر کې بیا دا ونه ویل چې ملک ته د سرمایه کارۍ راماتولو لپاره یې حکومت د ترهګرۍ خلاف څه ګامونه اخستي اؤ یا څه تګلاره لري.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې د ترهګرې ستونزې یو وارې بیا په شدت سره سر راپورته کړی اؤ په ملک کې د امینتي ځواکونو تر څنګ په بهرنیو وګړو هم په نزدې ورځو کې ترهګریز اؤ ځانمرګي بریدونه شوي دي.

د پاکستان حکومت پرله پسې دعوې کوي چې پاکستان د بهرنیو سرمایه کارانو اؤ تجارانو لپاره یو خوندي هیواد دی خو د حکومت د دغو دعوؤ باجود وخت په وخت پاکستان کې په بهرنیو وګړو د بریدونو رپورټونه مخې ته راځي.

د مارچ په میاشت کې په شانګله کې په چینایي انجنیرانو ترسره شوي ځانمرګي برید کې شپږ چینایي وګړي اؤ د هغوي یو پاکستانی ډرایور وژل شوي وؤ.

له دغه برید وروسته چین په پاکستان ټینګار کړی چې باید د وګړو تحفظ یې باوري کړي اؤ ترڅو ورځو چینایي کمپنیو پاکستان کې په جوړیدونکو ډیمونو خپل کارونه هم ودرولي وؤ.

له دغې پېښې وروسته د اپریل میاشتې په ۱۹مه نېټه هم د پاکستان په ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې د جاپان د وګړو په یو ګاډي ځانمرګي برید شوی ؤ چې پکې دوه کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي وؤ خو پولیسو ویلي وؤ چې په دغه برید کې د جاپان وګړو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG