د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د کاربن کرېډټس پاليسۍ دپاره د صوبو سره د مشورې دپاره د کمېټۍ جوړولو لاروښوونه کړې او ويلي يې دي، پاکستان د موسمي بدلون د بدو اغېزو څخه متاثره کېدونکو هيوادونو په سر کې دی.
د وزيراعظم دفتر ويلي، د جمعې په ورځ د وزیراعظم په مشرۍ د موسمي بدلون په اړه درېمه غونډه شوې، مرکزي وزيرانو او نورو لوړ پوړو چارواکو پکې ګډون کړی او د صوبو اعلا وزيرانو پکې د ويډيو لنک د لارې برخه اخستې ده.
وزيراعظم ويلي، د 2022م په بارانونو او سېلابونو کې ملک سخت اغېزمن شوی، او زياته کړې یې ده، صوبايي حکومتونو او مرکز له به په ګډه د موسمي بدلون په اړه پاليسي جوړول وي، ځکه د موسمي بدلون په اړه د پاکستان چېلنجونه ورځ تر بلې زياتيږي.
نوموړي زياته کړې، په ټول ملک کې د کاربن کرېډټس په حواله اقداماتو کې ښه والی راغلی او نور ګړندي کولو ته اړتيا لری، شهباز شریف په دغې اړه د ختمي پاليسي جوړولو دپاره د صوبو سره د مشورې دپاره د کمېټۍ جوړولو لارښوونه کړې ده.
د خېبرپښتونخوا صوبې د اطلاعاتو څانګې ويلي، وزيراعلا علي امين ګنډاپور د مرکز لخوا خېبرپښتونخوا سره د کېدونکو زياتو سره په احتجاج کړی دی.
ګنډاپور ويلي، مرکزي حکومت د صوبې د کاربن کرېډټ قبضه کول غواړي، هغه زياته کړې، کاربن کرېډټ د صوبې حق او اثاثه ده او په دې به د چا قبضه ونه مني.
د ګنډاپور په خبره، د ملک د ځنګلاتو 45 فيصده برخه په خېبرپښتونخوا صوبه کې ده او صوبې 80 فيصده ځنګلات نجي ملکيت دی، د ملک مجموعي کاربن کرېډټ 50 فيصده خېبرپښتونخوا پيدا کوي، او دا د صوبې د خلکو حق دی.
ویل شوي، نوموړي د مرکز په ذمه د صوبې د بقاياجاتو زر تر زره ورکولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي په صوبه کې د بجلۍ په معامله چهاپې وهل کيږي په دغې اړه دې د صوبې سره خبره وکړل شي.
نوموړي ويلي، د صوبې د تمباکو په پيداوار مرکزي حکومت د کال په سر 300 اربه روپۍ ټېکس اخلي دا ټېکس د صوبې حق دی او صوبې ته یې ترلاسه کېدل پکار دي.
Forum