لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې اېکس، پخواني ټوېټر، ته لاس رسی ځنډېلی دی


د سرف شارک ترجمانې لینا سروېلا په یو بیان کې وویل چې په پاکستان کې د انټرنېټ په سېنسرشېپ کې د تشویش وړ اضافه کېږي په ۲۰۲۴ کې به په پاکستان کې په انټرنېټ د نورو کلونو زیات قدغنونه لګول شوي وي
د سرف شارک ترجمانې لینا سروېلا په یو بیان کې وویل چې په پاکستان کې د انټرنېټ په سېنسرشېپ کې د تشویش وړ اضافه کېږي په ۲۰۲۴ کې به په پاکستان کې په انټرنېټ د نورو کلونو زیات قدغنونه لګول شوي وي

په پاکستان کې اېکس، پخواني ټوېټر، ته د جمعې په ورځ هم لاس رسی د خنډانو سره مخامخ و. په هېواد کې اېکس یوه هفته مخکې پس له دې وځنډول شو چې یو د حکومت یو اعلا چارواکي د اتمې فېبرورۍ په انتخاباتو کې په درغلۍ کې د ککړتیا اعتراف وکړو.

نېټ بلاکس نومې د انټرنېټ د تحفظ یا ساېبر سېکیورټي کمپنۍ وویل اوومه ورځ ده چې په پاکستان کې اېکس ته په لاس رسي کې مشکلات موجود دي خو دا هتفه وخت به وخت به وېب پاڼې ته لاس رسی کېدلی شو.

د سږ کال د شروع کېدو راهسې د پاکستان قریباً ۱۲۸ مېلین د انټرنېټ صارفین پینځه ځله انټرنېټ د بندېدو سره مخامخ شوي دي. دا خبره په لېتوېنیا کې مېشته سرف شارک نومې کمپنۍ کړې چې په نړیواله کچه د انټرنېټ د بندېدو څارنه کوي. په ۲۰۲۲ کې په پاکستان کې څلور ځله انټرنېټ بند شوی و.

د سرف شارک ترجمانې لینا سروېلا په یو بیان کې وویل چې په پاکستان کې د انټرنېټ په سېنسرشېپ کې د تشویش وړ اضافه کېږي په ۲۰۲۴ کې به په پاکستان کې په انټرنېټ د نورو کلونو زیات قدغنونه لګول شوي وي.

د کال ۲۰۲۴ د جنورۍ په میاشت کې یوټیوب، اېکس، فېس بک او انسټاګرام دوه ځله تړل شوی و. په سوشل میډیا دغه بندیزونه په داسې وخت لګول شوي وو چې د پخواني وزیراعظم عمران خان پاکستان تحریک انصاف ګوند د انتخاباتو لړ کې تقریبونه کول.

په اتمه فېبرورۍ د انتخاباتو په مهال هم په انټرنېټ درې ځله قدغنونه لګول شوي وو. په پاکستان کې د ووټونو په ورځ او د دې نه څو ګنټې وروسته په ټول ملک کې د موبایل او انټرنېټ خدمات تړل شوي وو.

د چارواکو دریځ وو چې د ووټونو په ورځ امن او امان ښه کولو دپاره انټرنېټ او د موبایل سروس د ځنډولو ګام اخیستل شوی و.

اېکس ته په پاکستان کې د فېبرورۍ د ۱۷ نېټې راهسې لاس رسی ځنډېدلی دی.

د راولپنډۍ کمېشنر لیاقت علي چیمه د دې اعلان وروسته چې د هغه په سرپرستۍ کې په انتخاباتو کې په پراخه درغلي شوې، سمدسي وروسته اېکس معطل شو.

د پاکستان الېکشن کمېشن د چیمه خبرې مسترد کړي او وروسته د خپل بیان نه په شا شوی دی.

که څه هم د پي ټي ايي حمایت یافته امیدوارانو په انتخاباتو کې زیاتې چوکۍ ګټلي خو ګوند وايي په ووټونو کې ټګي شوې ده. د پي ټي ايي نه علاونه نور پارټو، نورو ملکونو او نړیوالو ادارو هم د انتخاباتو شفافیت د پوښتنو لاندې کړی دی.

د پاکستان ګران حکومت د امریکې، ملګرو ملتونو او د برطانیې دا غوښتنې رد کړي چې په ووټونو کې د درغلیو د الزاماتو تحقیقات دې وکړی شي.

فریډم هاوس چې د شهري حقونو څارنه کوونکی تنظیم دی، انټرنېټ ته د لاس رسي په لحاظ پاکستان ازاد ملک نه ګڼي.

اېکس په پاکستان څو مېلین صارفین لري جې زیاتره په سیاسي توګه فعال ګڼل کېږي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:30:05 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG