د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف تور لګولی چې د افغان طالبانو حکومت ترې پخپله خاوره کې د ټي ټي پي د وسله والو د پاتې کولو یا مېشت کولو لپاره 10 اربه روپۍ غوښتې وې.
د شورو یا چهارشنبې په ماسخوتن د پاکستان د جیو نیوز ټي وي په یو پروګرام کې د خبرو په مهال خواجه اصف ویلي، په ملک کې د پي ډي ایم له ګډ حکومت جوړېدو وروسته هغه افغانستان ته سفر کړی ؤ اؤ د طالبانو د دفاع وزیر اؤ نورو چارواکو سره د ترهګرۍ اؤ ټي ټي پي په مسله غږېدلی ؤ.
د خواجه اصف په خبره، طالب چارواکو ته یې ویلي وؤ چې افغانستان باید د ترهګرو مخه ونیسي، "ګنې مونږ به مجبوره شو اؤ بیا به رانه ګیله نه کوئ"
هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په 24م دسمبر افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي وو، پاکستان د پکتيکا برمل ولسوالۍ کې بمباري کړې، د ماشومانو او ښځو په ګډون پکې 46 کسان وژل شوي.
پاکستان په رسمي ډول د افغانستان په خاوره کې د بمبارۍ په اړه څه نه دي ویلي خو امنیتي سرچینو یې دعوه کړې ده چې افغانستان کې یې دغه بمبارۍ د ټي ټي پي د وسله والو په مرکزونو کړې اؤ د هغوي مهم وسله وال یې وژلي دي
د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي افغانستان ته د سفر په مهال طالب مشرانو سره لیدنو کې افغان طالب چارواکو له ده غوښتنه کړې وه که پاکستان 10 اربه روپۍ ورکړي نو دوي به د ټي ټي پي خلک کوم بل ځاي ته ولېږدوي .
هغه وایي خو کله چې یې افغان طالبانو ته وویل هغوي باید ضمانت ورکړي چې د ټي پي پي وسله وال به بیا نه راځي نو په دې خبره هغوي غلي شول.
د خواجه اصف وینا وه نن پاکستان کې د ترهګرۍ سیوا کېدو لویه وجه هغه خلک دي چې ترهګر یې دلته بېرته راوستي اؤ میشته کړي وؤ.
د پاکستان پوځ اؤ حکومت په پخواني وزیراعظم عمران خان تورونه لګوي چې د خپلې واکمنۍ په موده کې یې تر 40ؤ زرو د ټي ټي پي وسله بېرته له افغانستان راوستي اؤ په خېبر پښتونخوا کې یې میشته کړي دي.
د تېرې میاشتې په پاي کې د پاکستان پوځي ویاند لیفټننټ جنرل احمد شریف چوهدري یو مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په مهال د عمران خان له نوم اخستو پرته وویل چې د هغه ددغه فېصلې قیمت نن هم پوځ پريکوي اؤ د سرونو په قربانیو ورکولو سره د ترهګرو مخه نیسي.
خو عمران خان د پوځي ویاند دا څرګندونې رد کړې دي اؤ پخپل غبرګون کې یې ویلي دي چې افغانستان څخه د ټي ټي پي د وسله والو ملک ته د راستنولو پرېکړه هغه نه بلکې د هغه وخت پوځي مشر جنرال( ریټایرډ) قمر جاوید باجوه کړې وه.
د دفاع وزیر خواجه اصف پخپلو تازه څرګندونو کې ویلي ، زه په اسمبلۍ کې وم چې دلته د وسله د بیا راستنولو په اړه بریفنګ ورکړل شو اؤ وویل شول چې د هغوي دلته د میشت کولو پرېکړه غوره ده.
خواجه اصف وویل ، د عمران خان وینا وه چې له 40 زرو څخه نیولي تر 45 زرو پورې خلک( د ټي ټي پي وسله وال) به راځي، اؤ اوس هغه خلک خېبر پښتونخوا کې ناست دي اؤ خلک وژل کیږي.
په 30م دسمبر عمران خان په ایکس رسنۍ خپور کړي خپل یو بیان کې ویلي وؤ چې د وسله والو د راستنولو تجویز د پخوانی پوځي مشر جنرال باجوه لخوا ورکړل شوی ؤ اؤ دوي هغه وخت هم په هغه تجویز ویلي وؤ چې د ځایي ابادۍ په اعتماد کې له اخستو پرته پورته کېدونکی هر ګام به تلپاتې حل نه وي.
عمران خان زیاته کړې وه چې کابېنې نه وروسته ( د وسله والو د راستنولو په معامله) د هغه وخت اپوزیشن ته هم د پوځ اؤ سیکیورټي ایجنسیو له لوري بریفنګ ورکړل شوی ؤ.
د عمران خان په وینا ، زموږ له حکومت ختمېدو وروسته هم د پي ډي ایم حکومت په دې اړوند بریف کړل شوی ؤ، په اکتوبر 2021م کې جنرال (ریټایرډ) فېض حمید بدل کړل شو اؤ له هغې وروسته بیا دا معامله زموږ مخې ته راپورته کړل شوه، په دې زموږ حکومتي دوره کې عمل نه ؤ شوی.
عمران خان پوښتنه راولاړه کړې وه چې که (د وسله والو ) د بیا ابادولو سره ترهګرۍ کې اضافه شوې ده نو بیا په لویدیځه پوله بمبارۍ ولې کولی شي؟
هغه همدا شان پوښتنه کړې وه چې بلوچستان کې هم پرله پسې په ترهګرۍ کې اضافه کیږی اؤ حالات له قابو بهر دي ، د دې ذمه وار څوک دي؟
عمران خان پخپل بیان کې کوهي ته د سپي د پریوتو مثال هم ورکړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې د کوهي نه اوبه ویستل هیڅ ګټه نه کوي ، د مستقل هواري لپاره د خپلو کوتاهیو اؤ ناکامیو نه یوازې اعتراف کول وي بلکې تصیح کول یې هم اړین دي.
د کال 2021م د اګست په 15مه چې طالبان په افغانستان واکمن شول، له دغې نزدې شل ورځې وروسته د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اېس آی د هغه وخت مشر جنرل فېض حميد کابل ته رسېدلی ؤ، د کابل د يو هوټل عکس یې په ټولنيزو رسنيو خپور شوی ؤ چې نور کسان هم ورسره ولاړ لیدل کېدل، او جنرال فېض د چای کپ په لاس کې نيولی وو.
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي وو، هر څه به سم شي، د ويرې هیڅ خبره نشته.
په مرکز کې د عمران خان په وزيراعظمۍ او خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف په پخواني حکومت کې، د آی اېس آی پخواني مشر جنرل فېض حميد په مشرۍ د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره په کال 2021م کې په کابل کې مذاکرات پيل شوي وو.
په دغه لړ کې د پاکستان نه څو پلاوي کابل ته تللي وو خو د کال 2022م په نومبر کې ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړې وه او بريدونه يې پيل کړي وو چې له هغې راپدیخوا پاکستان کې یو وارې بیا د ترهګرۍ لړۍ زیاته چټک شوې ده.
Forum