د پاکستان د بلوچستان صوبې په تربت کې د عسکرو په بس برید شوې دی. د تربت پوليس پېښه تايدوي او وايي د ايف سي ځواک قافله په نښه شوې.
د نوم نه ښوولو په شرط د کهيچ ضلعې د تربت تهانې پوليسو ډيوه ته د ټيلي فون له لاري وويل،" د ايف سي ځواک قافله د ښار له نيو بهمن سيمې څخه د ايف سي هيډ کوارټر پر لوري تيرېدله چې چاودنه ورباندې شوې ده.
لومړي معلومات دا دي چې د سړک غاړې ته درول شوي کرولا موټر کې چاودنه شوې او داسې معلومېږي چې دا ريموټ کنټرول بم چاودنه ده خو پلټنې روانې دي۔“
د بلوچستان وزير اعلا مير سرفراز بګټي ياد بريد غندلی او په سرکاري خپاره شوي بيان کې ليکل شوي چې وزير اعلا د وژل شوو له کورنيو سره خواخوږي ښوولې او د ټپيانو د جدي درملنې امر يې کړی،
په بيان کې ليکل شوي،” د بې ګناه خلکو په وژنه کې لاس لرونکي د انسان بللو لايق نه دي۔“
د تربت پوليس د مرګ ژوبلې په اړه له تفصيل ورکلو څخه ډډه کوله خو د پاکستان اردو ورځ پاڼې جنګ/جيو په خپاره شوي بيان کې د پوليسو له خولې ليکل شوي چې په ياد بريد کې څلور تنه وژل شوي او 32 تنه ټپي شوي دي۔
په ياد بيان کې ليکل شوي چې د پوليس يو افيسر او د هغه د کورنۍ شپږ غړي هم د چاودنې پر ترڅ کې هغه مهال ټپي شوي چې له يادې سيمې پر تېريدو وو۔
د دې خبره په ازاده توګه کوم تصديق لا ندی شوی۔
د ياد بريد زمه واري بلوڅ ناقانوه ګرځول شوې ډلې بي ايل اې منلې ده۔
پر ټولنيزو رسنيو کې خپاره کړي بيان کې يادې ډلې دعوه کړې ده چې د دوی ځانمرګي بريد ګر د پاکستاني عسکرو قافله په نښه کړې او په ګڼ شمېر کې يې مرګ ژوبله اړولې ده۔
تربت د بلوچسان له نا ارامه سيمو څخه بلل کېږي چېري چې بيلا بيل بلوڅ وسلوال تنظيمونه دغه ډول وسلوالو فعاليتونو زمه وارۍ مني۔
بل لوري ته حکومت او د پاکستان پوځ هم د تربت او بلوچستان په نورو سيمو کې د داسې وسلوالو پر ضد د عملياتو او په هغه کې د وسلوالو د وژنې او نيولو دعوې کوي۔
د تربت ننی بريد د روان کال لوی بريد بلل کېږي۔
د پاکستان د پوځ وياند احمد شريف چوهدري تيرو ورځو کې په خبري کانفرنس کې وويلي چې، 2024م کال کې يې په ټول پاکستان کې د ترهګرو پر ضد په شاوخوا شپيته زره عملياتو کې 925 ترهګر وژلي، او ډيری يې نيولي هم دي
Forum