لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې واکمن طالبان وايي، د پاکستان نه مو پيسې نه دي غوښتي


په افغانستان کې واکمنو طالبانو وويل، د پاکستان نه یې د پيسو غوښتنه نه ده کړې دغه دعوه ردوي. د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف تور لګولی، د طالبانو حکومت ترې افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي د وسله والو د پاتې کولو یا مېشته کولو لپاره لس اربه روپۍ غوښتې وې.

افغانستان کې د اميد په نوم رېډيو د طالبانو د حکومت مرستيال وياند حمدالله فطرت غږيز پيغام خپور کړی، چې پکې نوموړی وايي،

"مونږ دا ادعا ردوو، اسلامي امارت [د طالبانو حکومت] د پاکستان څخه داسې کومه غوښتنه نه ده کړې، د تعصب ځای دی چې د پاکستان د لوړې کچې چارواکي، نه پوهيږو د کومو موخو لپاره داسې ادعاوې کوي".

خواجه اصف تېر د لومړۍ جنورۍ په ماسخوتن د پاکستان د جیو نیوز ټي وي په یو پروګرام کې ویلي وو، په ملک کې د پي ډي ایم له ګډ حکومت جوړېدو وروسته هغه افغانستان ته سفر کړی او د طالبانو د دفاع وزیر او نورو چارواکو سره د ترهګرۍ او ټي ټي پي په مسله غږېدلی وو.

د خواجه اصف په خبره، طالب چارواکو ته یې ویلي وو، چې افغانستان باید د ترهګرو مخه ونیسي، "ګنې مونږ به مجبوره شو او بیا به رانه ګیله نه کوئ".

هغه دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې په 24م دسمبر افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي وو، پاکستان د پکتيکا برمل ولسوالۍ کې بمباري کړې، د ماشومانو او ښځو په ګډون پکې 46 کسان وژل شوي دي، طالبانو دغه بريد غندلی او د غچ اخستو یې ويلي وو.

پاکستان تراوسه په رسمي ډول د افغانستان په خاوره کې د بمبارۍ په اړه څه نه دي ویلي، خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت منلې وه، چې د افغانستان سره په پوله یې ځینې پېښې شوي دي.

او په 28م دسمبر بيا په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع وزارت دعوه کړې وه، "د ډېورنډ د فرضي کرښې بلې خوا ته په څو نکتو کې د هغو شریرو عناصرو او د دوی د حمایت کوونکو پټن ځايونه او مرکزونه انتقاما تر بریدونو لاندې ونيول شول، له کومو څخه چې په افغانستان کې بریدونو تنظمېدل"، پاکستان په دغې اړه هم تراوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي افغانستان ته د سفر په مهال طالب مشرانو سره لیدنو کې افغان طالب چارواکو له ده غوښتنه کړې وه که پاکستان دوی ته لس اربه روپۍ ورکړي نو دوي به د ټي ټي پي خلک کوم بل ځاي ته ولېږدوي .

هغه دعوه کړې، کله چې یې افغان طالبانو ته وویل هغوي باید ضمانت ورکړي چې د ټي پي پي وسله وال به بیا نه راځي نو په دې خبره هغوي غلي شول.

د پاکستان پوځ او حکومت دعوه کوي، د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده، او د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کيږي، خو طالبانو د پاکستان دغه دعوې او تورونه تل رد کړي او ويلي یې دي پاکستان دې د خپلو ناکامو زمه واري په دوی نه ور اچوي.

خواجه اصف تېره شپه ويلي، پاکستان کې د ترهګرۍ سېوا کېدو لویه وجه هغه خلک دي چې ترهګر یې دلته بېرته راوستي او میشته کړي وو. د موجوده وزیران وايي، د تحریک انصاف په حکومت کې د 40,000 پورې وسله وال د افغانستان نه راوستل شوي او اباد کړل شوي دي.

خو د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشران وايي، د ټي ټي پي سره یې خبرې کړي خو وسله وال یې نه دي راوستي او نه یې اباد کړي دي.

پاکستان کې په مرکز کې د عمران خان په وزيراعظمۍ او خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف په پخواني حکومت کې، د آی اېس آی پخواني مشر جنرل فېض ‏حميد په مشرۍ د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره په کال 2021م کې په کابل کې مذاکرات پيل شوي وو.

په دغه لړ کې د پاکستان نه څو پلاوي کابل ته تللي وو خو د ‏کال 2022م په نومبر کې ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړې وه او بريدونه يې پيل کړي وو چې له هغې راپدیخوا پاکستان کې د ترهګرۍ لړۍ زیاته چټکه شوې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG