د جنوبي افریقا پولیسو ویلي، هغه محسن هېنډرېکس چې د نړۍ لومړی همجنسپرست امام ګڼل کېده، جنوبي ښار "ګیبرا" ته نزدې په ډزو وژل شوی دی.
د "اې اېف پي" خبري آژانس له راپور له مخې، پولیسو ویلي چې محسن هېنډرېکس د همجنسپرستو او نورو محرومو مسلمانانو لپاره د پناه ځاي په توګه جوړ شوي جومات کې امامت کاوه.
هغه د یو بل کس سره په موټر کې روان و، چې یو بل موټر یې مخې ته ودرېده او د د دوي د موټر د وتلو مخه یې ونیوله.
د "ایسټرن کیپ" پولیسو په یوه بیان کې ویلي، چې دوه نامعلومه مشکوک کسان، چې مخونه یې پټ کړي وو، له موټره راکوز شول او پر موټر یې څو ډزې وکړې.
د اې ایف پي له مخې بریدګر له پېښې وروسته وتښتېدل اؤ د موټر چلونکي ولیدل چې محسن هېنډرېکس، چې د موټر په شاتنۍ برخه کې ناست و، د ډزو له امله وژل شوی دی.
د پولیسو یوه ویاند تایید کړې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو، چې ګومان کېږي "ګیبرا" ته نزدې د "بیتهلډورپ" په سیمه کې هدفی برید ښيي، اصلي ده. دا سیمه مخکې د "پورټ الیزابېت" په نوم یادېده.
پولیسو ویلي، د محسن هېنډرېکس د وژنې وجه تر اوسه نه ده معلومه، خو دا د روانو تحقیقاتو برخه ده.
چارواکو له خلکو غوښتي چې که څوک د بریدګرو په پېژندنه کې مرسته کولی شي، نو مخکې دې شي.
محسن هېنډرېکس د 1996 کال راهیسې خپل همجنسپرست هویت څرګند کړی و. هغه "کېپ ټاون" ته نزدې د "واینبرګ" په "الغُربا" جومات کې امامت کاوه.
Forum