لاس رسیدونکی لینک

 
وزیرستان: وسله والو بريدونو کې څلور پاکستاني امنیتي عسکر وژل شوي، څلور ژوبل
تازه خبر

وزیرستان: وسله والو بريدونو کې څلور پاکستاني امنیتي عسکر وژل شوي، څلور ژوبل


د افغانستان سره په پوله پرتو د خېبرپښتونخوا ناارامه سیمو شمالي او جنوبي وزيرستان کې په دوه بېلابيلو پېښو کې لږ تر لږه څلور پاکستاني امنیتي عسکر وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي، د دواړو پېښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

دا تازه پېښې بېګاه شپه ناوخته شوي دي.

امنیتي سرچينې وايي، بېګاه شپه لومړۍ پېښه د شمالي وزيرستان سپينوام تحصيل کې شوې، ګڼو نامعلومه وسله والو د امنیتي عسکرو په يوه پوسته برید کړی، په بريد کې څلور امنیتي عسکر وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

امنیتي سرچينې دعوه کوي، د وسله والو د بريد په مهال نښته شوې او دوه وسله وال هم پکې وژل شوي دي.

د سرچينو ترمخه، پېښه کې ژوبل عسکر د هنګو ټل سيمې ته پوځي روغتون ته منتقل کړل شوي دي.

بله پېښه هم د شپې په وخت بر جنوبي وزيرستان کې شوې، د امنیتي ساتونکو په پوسته برید شوی، او درې عسکر پکې ژوبل شوي دي.

امنيتي چارواکي وايي، دغه پېښه د لدها تحصيل په سراروغه علاقه کې شوې ده.

چارواکي وايي، پېښه کې ژوبل عسکر روغتون ته منتقل کړل شوي او په علاقه کې دا وخت د لټون عمليات روان دي.

د پاکستان پوځ د يادو پېښو په اړه تراوسه پورې په رسمي توګه څه نه دي ويلي.

په دې وروستيو کې د پاکستان پوځ په شمالي او جنوبي وزيرستان کې د وسله والو ضد عملياتو دعوې کړي چې پکې يې وسله والو ته په غټه کچه د مرګ ژوبلې اړولو هم ويلي وو.

د پاکستان پوځ پرون په ډېره اسماعيل خان کې د اووه وسله والو وژلو ويلي دي.

پوځ پرون په 23مه فرورۍ ناوخته ويلي، د ډېره اسماعيل خان په درابڼ او مدې علاقو کې یې د استخباراتو په بنياد دغه عملیات کړي دي.

ويل شوي، امنيتي ځواکونو ته په درابڼ کې د وسله والو د موجودګۍ خبر وو، هلته یې عمليات کړي څلور خوارج یې وژلي دي. او بل د مدې په علاقه کې د وسله والو سره نښته شوې، درې خوارج وژل شوي دي.

په 21مه فرورۍ پوځ ويلي وو، کرک کې يې عمليات کړي، شپږ وسله وال یې وژلي وو.

او په 17مه فرورۍ پوځ ويلي وو، د جنوبي وزیرستان په سراروغه علاقه کې یې د استخباراتو په بنیاد علمياتو کې 30 وسله وال وژلي وو.

د پاکستان پوځ چې کومو سيمو کې عمليات کوي هلته جرنلسټان يا مطبوعات رسايي نه لري، ځکه د ازادو سرچينو څخه د عملياتو په اړه تاييد نه کيږي.

په تېره يوه اوونۍ کې په وزیرستان، ډېره اسماعيل خان، کورمه او خېبر کې په بېلابيلو بريدونو او پېښو کې لږ تر لږه 15 پاکستاني عسکر وژل شوي وو.

د خېبرپښتونخوا په جنوبي او افغانستان سره په پوله پرتو قبايلي ضلعو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي.

د پاکستان پوځ او حکومت دعوه کوي، د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده، او د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کيږي، خو طالبانو د پاکستان دغه دعوې او تورونه تل رد کړي او ويلي یې دي پاکستان دې د خپلو ناکامو زمه واري په دوی نه ور اچوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG