لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: په سري لنکا کې تېل ختم شول، عام ژوند به په ټپه ودرېږي


د رویټرز خبري ادارې ترمخه په سري لنکا کې د تېلو قلت د اقتصادي بدحالي په نتیجه کې پېدا شوی او حکومت پېسې نه لري چې د بهر نه تېل واخلي
د رویټرز خبري ادارې ترمخه په سري لنکا کې د تېلو قلت د اقتصادي بدحالي په نتیجه کې پېدا شوی او حکومت پېسې نه لري چې د بهر نه تېل واخلي

د سري لنکا ډېلي مېرر نومې اخبار د ګل، دوشنبې، په ورځ خپل رپورټ کې وویل چې په ملک کې تېل ختم شول په ملک کې به ژوند په ټپه ودرېږي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه په سري لنکا کې د تېلو قلت د اقتصادي بدحالي په نتیجه کې پېدا شوی او حکومت پېسې نه لري چې د بهر نه تېل واخلي.

ډېلي مېرر اخبار د سېلون پېټرولیم کارپورېشن ټرېډ یونین د سرچینو له قوله په خپل رپورټ کې وویل دا وخت په سري لنکا کې د پېټرولو ۱۱۰۰ ټنه او د ډيزلو ۷۵۰۰ ذخیره موجود ده چې ملک پې یوه ورځ هم نشي چلېدلی.

د وي او ای د رپورټ ترمخه ډېلي مېرر په خپل رپورټ کې وویل که سري لنکا نور تېل ترلاسه نه کړی شول نو ملک به دا هفته په مکمل ډول ودرېږي.

ډېلي مېرر وویل د قرضونو بېرته په نه ادا کولو نړیوالو کمپنو سري لنکا بلېک لېسټ ملک ټاکلی دی او د نورو تېلو ورکولو دپاره ترې د نړیوالو بېنکونو ضمانتونه غواړي.

اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي د روس نه تېلو د اخیستلو دپاره سري لنکا دوه وزیران مسکو ته لېږي چې د روسي مامورینو سره نېغ په نېغه خبرې وکړي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه د ۲۲ مېلین ابادۍ ملک سري لنکا په تېرو ۷۰ کلونو کې د بدترین اقتصادي بحران سره مخامخ دی، د زرمبادله ذخایر د رېکارډ تر حده ټيټي کچې ته رسېدلي دي او ملک د بنیادي ضرورت شیانو یعني خوراک، دوایانې او تېلو په درامد کولو کې د مشکل سره مخامخ دی.

د سري لنکا حکومت نړیوالې مالیاتي ادارې ايي اېم اېف نه د قرض اخیستلو دپاره ادارې سره مذاکرات شروع کړي دي.

د احتجاجونه وروسته چې پکې نهه کسان وژل شوي او تر ۳۰۰ پورې کسان زخمیان شوي ، د ملک وزیراعظم تېره میاشت د خپلې چوکۍ نه استعفا ورکړه.

د حزب اختلاف مشر سجیت پرېماداسه غوښتلي چې حکومت دې استعفا ورکړي. هغه ویل تېلو د قلت له امله ملک په مکمله توګه تباه شوی دی، حکومت ولس ته دروغ ویلي او د وړاندې تګ دپاره هېڅ منصوبه نه لري.

د رویټرز خبری ادارې ترمخه، د توانای وزیر د اتوار، يکشنبې، په ورځ وویل په ملک کې دننه د ډیزلو ذخیره ۹۰۰۰ ټنه او د پېټرولو ذخیره ۶۰۰۰ ټنه ته رسېدلې ده او د نورو تېلو د درامداتو امکان نشته.

د تېلو د یوې کمپنۍ چارواکي منوج ګپته رویټرز ته ویلي چې سري لنکا هره ورځ ۵۰۰۰ ټنه ډیزلو او ۳۰۰۰ ټنه پېټرولو ته ضرورت لري.

د تېلو لګښت کمولو دپاره حکومت خپلو کارکوونکو ته کورونو نه د کار کولو هدایات جاري کړي دي او په تجارتي مرکز کولمبو کې او په شا او خوا سيمو کې سکولونه د یوې هفتې پورې تړل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG