لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هنرمنده سري ديوي د ۵۴ کالو په عمر کې مړه شوه


د هندي فلمي نړۍ وتلې هنر منده سري ديوي د ۵۴ کالو په عمر کې له دې فاني دنيا نه سترګې پټې کړې.

هندي مطبوعات وايي مېرمن سري ديوي د خپل خاوند بوني کپور او لور خوشي ترڅنګ دوبۍ ته يو واده له تللې وه چې د زړه دوره پرې راغله او هغه يي د خپلو مينه والو نه د همېش همېش لپاره جدا کړه.

د سري ديوي نه دوه لوڼه خوشي او جهانوي يتيمانې پاتې شوې.

نوموړې کال کال ۱۹۶۳م کې د اګست په ۱۳ مه نېټه په تامل نادو سيمه کې زېږېدلې وه.

هغې د خپلې هنر مندۍ يا اداکارۍ سفر د ۴ کالو له عمر نه د يوې ماشومې اداکارې په هېڅ شرو کړې وو.

په هندي فلمي نړۍ بالي ووډ کې د سري ديوي لومړی کامياب فلم "موالي" وو پس له هغې نوموړې په يو شمېر مشهورو هندي فلمونو کې د خپلو زړه راخښکونکو اداګانو او سحرانګېز ډانسونو په زور په نړۍ د خپل هنر راج اومنلو.

پښتنو په کال ۱۹۹۲ م کې د سري ديوي "خدا ګواه" فلم ډېر خوښ کړې وو.

په دغه فلم کې سري ديوي د يوې افغانې مېرمنې "بېنظير" رول ډېر په يو ښکلي انداز ترسره کړې وو او اميتاب بچهن پکې د يو پښتون ځوان "باچا خان " په کردار کې ښودلی شوی دی .

د خدا ګواه فلم ځينې برخې په افغانستان کې رېکارډ شوي او پکې د يوې پښتنې مېرمنې د خپل مېړه لپاره د مېنې او وفا ډک انتظار او د يو پښتون غېرت او په خپله وعده کلک ايمان په ډېر ښکلي شان کې ښودلی شوي دي.

دسري ديوي مشهور هندي فلمونه لکه "موالي، نياقدم، تحفه، ماسټر جي، نذرانه، مسټر انډيا، وقت کي آواز، چاندني، صدمه، لمحې ، لاډلا، ګمراه، چالباز، خدا ګواه او جدايي" دي

سري ديوي په کال ۱۹۹۶م کې د فلمونو پروډيوسر بوني کپورچې د انيل کپور مشر ورور دی، سره د واده نه وروسته تر ۱۵ کالو پورې د فلمونو نه بهر وه چې په کال ۲۰۱۲م کي يو وارې بيا د " انګلش وېنګلش " نومې فلم سره فلمونو ته راغله.

مېرمن سري ديوي ته کال ۲۰۱۳م د سي اېن اېن او ايي بي اېن په نظر پوښتنو کې د هندي فلمي نړۍ د سلو کالو تر ټولو غوره هنر مندې اېوارډ ورکړی شو.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG