لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سټېټ بېنک: په پاکستان کې غېرملکي سرمایه کارۍ کې 12 فیصد کمی شوی


د اقتصاد ماهر مهتاب حیدر وایي د چین د سرمایه کارۍ بنیادي کمی د دواړو هيوادونو ترمنځ د سي پېک منصوبې کار په قلاره کیدل دي
د اقتصاد ماهر مهتاب حیدر وایي د چین د سرمایه کارۍ بنیادي کمی د دواړو هيوادونو ترمنځ د سي پېک منصوبې کار په قلاره کیدل دي

د پاکستان سټېټ بېنک وايي د روان مالي کال په تیرو څلور میاشتو کی په پاکستان کې نیغ په نیغه غیر ملکی پانګونې یا سرمایه کارۍ کې 12 فیصد کمی شوی دی او د چین سرمایه کاري هم کمه شوي ده.

د اقتصادی پوهان وایې د پاکستان او چین په سي پېک منصوبې کار په قلاره شوي چې له وجې یې سرمایه کاري کمه شوي ده. پوهان وایې د یو هیواد د اقتصادی پرمختیا دپاره غېر ملکي سرمایه کاري ډیر اهمیت لري او که چېرې په دې کمی کېږي نو د ملک په اقتصاد منفی اثرات غورځیږي.

د اقتصاد ماهر پروفیسر معراج الحق وايي پاکستان د وړاندې څخه مالي او تجارتي خسارې سره مخامخ دی د نړیوالي مالیاتی ادارې نه د پور اخېستو هسی کوي په ملکي کچه بیروزګاري او غربت زیاتیږی او اقتصادی پرمختیا ستونزه راپېښه ده بیا په داسې کې غیر ملکي پانګوني کمېدو سره په اقتصادي پر مختيا منفي اثرات غورځیږي.

د پاکستان سټېټ بېنک وایي د روان مالي کال په څلورو میاشتو (د جولایې نه تر اکتوبر ) پوری د چین لخوا پانګونې 11 کروړه او 65 ډالره کمی شوی.

د بېنک د رپورټ مطابق تیر کال هم په دې موده کې د چین لخوا په پاکستان کې نزدې 40 کروړه ډالره سرمایه کاري شوې وه. د رپوړټ مطابق د امریکې لخوا د تیر کال دوو کروړه او 77 ډالره په مقابل په څلور میاشتو کې 11 کروړه او 43 لاکه ډالره پانګونې شوی

د اقتصاد ماهر مهتاب حیدر وایي د چین د سرمایه کارۍ بنیادي کمی د دواړو هيوادونو ترمنځ د سي پېک منصوبې کار په قلاره کیدل دي.

مهتاب حېدر وايي بله وجه دا هم ده چې د چین زیاتره د توانايي او بنیادي اډاڼې منصوبې مکمل کیدو ته نزدي دي خو په مجموعي توګه د سی پیک منصوبه په قلاره شوی او د چین لخوا سرمایه کاري نه کیږي زما دا خیال دي چې په پاکستان کې د پرایېویټایزیشن عمل هم اودریدلی نو ځکه په پاکستان سرمایه کاري کمه شوي دوی بیا وایې غیر ملکی پانګونی، ترسیلات زر او د برآمداتو زیات والی د اقتصادی پر مختيا د پاره ډیر مهم دي.

د سټېټ بېنک وینا ده د برتانیه، نېدرلینډز او متحده عرب امارات نه په پاکستان کې پانګونې زیاتې شوي. د برطانيي نه پنېځه کروړه 70 لاکه ډالره او متحده عرب امارات نه پنېځه کروړه او 96 لاکه ډالره سرمایه کاري شوي او د نېدر لینډز نه تیر کال یو کروړ او 15 لکه په مقابل 16 کروړه او پېنځه لاکه ډالره پانګونې شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG