لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سټېټ بېنک وايي په پاکستان کې سږ کال غیرملکي سرمایه کاري کمه شوي


د سټېټ بېنک د رپورټ ترمخه د سږ کال په لومړیو دریو مياشتو کې د چين له خوا سرمايه کاري نيم په نيمه زياته شوې ده او په دې موده کې ۱۰ کروړه ۳۶ لکه ډالره راغلي دي کوم چې تېر کال هم په دې موده کې پينځه کروړه او ۵۴ لکه ډالره ؤ
د سټېټ بېنک د رپورټ ترمخه د سږ کال په لومړیو دریو مياشتو کې د چين له خوا سرمايه کاري نيم په نيمه زياته شوې ده او په دې موده کې ۱۰ کروړه ۳۶ لکه ډالره راغلي دي کوم چې تېر کال هم په دې موده کې پينځه کروړه او ۵۴ لکه ډالره ؤ

د پاکستان مرکزي بېنک سټېټ بېنک اف پاکستان په خپل رپورټ کې وايي د تېر کال په پرتله سږ کال په پاکستان کې غېرملکي سرمايه کاري ۵۰ اعشاريه اووه فيصده راکمه شوې ده.

د رپورټ ترمخه د موجوده مالي کال ۲۰۲۰م۔۲۱م په لومړۍ دریو مياشتو کې شاوخوا ۲۴ فيصده کمی ليدل کېږي او د جولايۍ نه تر ستمبر مياشتې ۴۱ کروړه ۵۷ لکه ډالره غېرملکي سرمايه کاري شوې ده خو تېر کال هم په دې موده کې ۵۴ کروړه ۵۵ لکه د بهر ملک سرمايه کارو په پاکستان کې پېسې لګولې وې.

په رپورټ کې دا هم ويل شوي د تېر کال په پرتله د سږ کال په دوو

مياشتو کې ۴۰ فيصده زياته سرمايه کاري شوې ده خو په درېمه مياشت کې بيا سرمايه کاري نه ده شوې.

د اقتصاد ماهر سجاد احمد وايي په ملک کې د سياسي اړي ګړي او په نړيواله کچه د کرونا وبا له امله سرمايه کار د سرمايه کارۍ نه ډډه کوي ځکه چې دغه سرمايه کار دا ګوري چې په سرمايه کارۍ به دوي ته ګټه څومره ترلاسه کېږي.

سجاد احمد وویل په هېواد کې د سرمايه کارۍ موقعې زياتې دي خو تر څو چې سرمايه کارو ته پرامنه ماحول، بنيادي اډاڼه او باوري حالت نه وي ورکړل شوی تر هغې بهر ملکي سرمايه کار په پاکستان کې خپلې پېسې نه لګوي.

د اقتصاد ماهر پروفېسر زلاکت خان وايي د امنيت خرابه وضع او په ملک کې د توانايۍ د زياتو نرخونو له کبله هم کمه سرمايه کاري کېږي چې د خلکو په روزګارونو هم منفي اغېز پرېوځي او هم د دې له امله په غربت کې زياتوالی مخې ته راځي.

د سټېټ بېنک د رپورټ ترمخه د سږ کال په لومړیو دریو مياشتو کې د چين له خوا سرمايه کاري نيم په نيمه زياته شوې ده او په دې موده کې ۱۰ کروړه ۳۶ لکه ډالره راغلي دي کوم چې تېر کال هم په دې موده کې پينځه کروړه او ۵۴ لکه ډالره ؤ.

د اقتصاد ماهرين دريځ لري چې د حکومت له خوا ګټورې پاليسۍ جوړې شوي خو په هېواد کې په سوداګرۍ يا تجارت خرڅونه هم زيات دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG