د پاکستان مرکزي سټېټ بینک د معلوماتو له مخې، د یو کال په موده کې د پاکستان پورونه او واجبات 6,106 اربه روپۍ زیات شوي او د 88,000 اربه روپیو څخه هم اوښتي دي.
د ډان نیوز د راپور له مخې، سټېټ بینک د دسمبر 2024 پورې د پورونو او واجباتو تازه معلومات خپاره کړي دي چې ددغو معلوماتو اؤ شمیرو له مخې، د یو کال په موده کې د پاکستان پورونه او واجبات 6,106 اربه روپۍ زیات شوي.
د روان مالي کال (جولای - دسمبر 2024) په لومړیو شپږو میاشتو کې د پورونو او واجباتو کچه 2,555 اربه روپۍ لوړه شوې ده.
د سټیټ بینک له مخې تر دسمبر 2024 پورې په پاکستان ورپورې قرضه اؤ واجبات 88 زره اربه روپیو څخه اوښتي دي.
شمیرې ښیي چې د دسمبر کال 2024م پورې مقامي قرضه یا پور 49 زره اؤ 883 اربه روپۍ وه اؤ تر دسمبر کال 2024م پوري غیر ملکي قرضه اؤ واجبات 36 زره اؤ 512 اربه روپۍ وؤ.
دستاویزات ښیي چې تر دسمبر کال 2024م پورې په پاکستان غیر ملکي واجبات 3 زره اؤ 262 اربه روپۍ وؤ.
د سټيټ بینک د شمیرو له مخې دسمبر کال 2023م پورې په پاکستان د قرضونو اؤ واجباتو بار 81 زره اؤ 904 اربه روپۍ و اؤ تر جون کال 2024م پورې پورونه اؤ واجبات 85 زره اؤ 455 اربه روپۍ وؤ.
اقتصاد پوهان وایي د پاکستاني روپۍ پر وړاندې د ډالر د لوړ نرخ له امله هم په پاکستان د بهرنیو پورونو بار دروند شوی دی ځکه چې د پاکستان لخوا پورونه په ډالر یا نورو بهرنیو اسعارو کې اخیستل شوي وي اؤ د پاکستاني روپۍ کمزوري کېدل د پورونو کچه لوړوي ځکه حکومت ته د پخوانیو پورونو بېرته ورکولو لپاره نورې روپۍ پیدا کول وي.
د اقتصادي چارو کار پوهه فضل منان شیخ چې د پېښور یو ستر کاروباري دی، وي او اې ډیوه ته وایي
د پاکستان واردات د صادارتو په پرتله ډېر زیات دي، چې د کرنټ اکاونټ خساره رامنځته کوي.
هغه وایي د صادراتو کموالی او د وارداتو زیاتوالی د بهرنۍ زرمبادلې ذخیره کموي، چې له امله یې حکومت ته د بهرنیو پورونو اخیستل اړین کېږي.
د ښاغلي شیخ په وینا،نړیواله مالیاتي اداره آي ایم ایف ، عالمي بانک او آسیایي پراختیایي بانک پاکستان ته د پورونو ورکولو مهمې سرچینې دي اؤ د پاکستان حکومت د اقتصادي کمزورۍ له امله د دغو ادارو څخه پورونه اخلي، چې بیا د سود له وجې یې مقدار لا زیاتېږي.
هغه وایي په پاکستان کې د ټیکسونو نظام کمزوری دی چې له امله یې حکومت ته کافي عواید نه ترلاسه کیږي اؤ د خلکو له خوا د ټولنیزو خدماتو (سبسډي) لپاره د حکومت لګښتونه زیات دي، چې د پورونو اړتیا لا پسې زیاتوي.
فضل منان شیخ وایي پاکستان د تېلو او ګازو د وارداتو له کبله هر کال میلیاردونه ډالر لګوي اؤ په نړیوالو مارکېټونو کې د تېلو بیې لوړېدل، د پاکستان د بهرني تبادلې ذخایر اغېزمن کوي، چې حکومت پورونو اخیستلو ته اړ کوي.
د څېړونکو په اند په پاکستان کې ناامني،سیاسي بېثباتي او د حکومتونو بدلېدل د پانګوالو باور کموي، چې له امله یې بهرنیان پانګونه نه کوي اؤ د بهرنیو پانګونو کمی د ډالرو کمښت او د پورونو زیاتوالی رامنځته کوي.
څېړونکي وایي د پاکستان د بهرني زرمبادلې ذخیره ډېره محدوده ده، نو حکومت اړ کېږي چې د پخوانیو پورونو ستنولو لپاره نوي پورونه واخلي
Forum