لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کابل کې د امریکا سفارت په خبریالانو، مدني فعالانو او ملکي‌ وګړو هدفي بریدونه غندلي 


په کابل کې د امریکا سفارت په شمول د ګنو نورو هیوادونو سفارتونو په افغانستان کې په خبریالانو،‌ مذهبي مشرانو، د بشري حقونو په مبارزینو، په مدني فعالانو، زده کونکو او په مجموعه کې په عامو خلکو زیات شوي هدفي بریدونو او لویو حملو غندنه کړې او یادونه یې کړې په افغانستان کې د ملکي وګړو د زياترو مرګ ژوبلو مسوولین طالبان او بېلابېلې ترهګرې ډلې دي.

د امریکا د سفار لخوا په یو اعلامیه کې ویل شوي چې د اروپايي ټولنې غړي‌ هیوادونه، جمهوریه چېک،‌ ډنمارک،‌ فنلېنډ، فرانس جرمني اټلي، نېدرلېنډ،‌ سویډن، اسټریلیا، کېنېډا، په افغانستان کې د ناټو مشن، ناروی، برتانیه او په کابل کې د امریکا سفارت دغه بریدونه غندي.‌

په بیان کې وړاندې ویل شوي ٫٫ موږ نه يوازې دغه بريدونه د افغانانو پر وينې وحشیانه بريدونه ګڼو، بلکې د افغانستان د سولې پر پروسه يې هم بريد ګڼو. د افغانستان د خلکو پر مېړاني او زړورتیا په باور سره، موږ ډاډمن يو، چې دغه بريدونه، د فکري او نظرياتي اختلاف د ځپلو په مقصد د بريد کوونکو له موخو سره کومه مرسته نه کوي.٬٬

بیان وايي ٫٫ دا د افغانستان د خلکو لپاره ډېر ارزښمتن دی، چې احساس وکړي، د دې جوګه دي، چې په آزاده توګه ځان ته تبارز ورکړي، او د سولې د خبرو په تړاو خپلې نظريې څرګندې کړي، او همدارنګه د تلپاتې او باثباته سولې د ټینګښت په حدف، په دغه پروسه برخه واخلي.٬٬

د امریکا سفارت دغه بیان زیاتوي ٫٫ موږ له ټولو هغو کسانو څخه مننه او ستاينه کوو، چې په افغانستان کې د بیان او رسنیو د آزادۍ د پرمختیا په موخه، نه ستړي کېدونکې هڅې کوي. زموږ اړوند ماموريتونه، تمه او هیله لري، چې د جګړې ټول ښکېل اړخونه، په افغانستان کې د رسنیو او مدني ټولنې له آزادۍ او خپلواکي توب څخه ننګه وکړي. دا هغه څه ده، چې د يو رغنده، فعاله او له اقتصادي پلوه مناسبه دموکراسۍ له تحقق سره مرسته کوي.٬٬

په کابل کې د امریکا سفارت دغه بیان په اخېره کې ویل شوي ٫٫ موږ د افغانستان د ټولو خلکو د ازادۍ د تحقق په برخه کې پر خپلو ژمنو ټینګار کوو. موږ د بشر نړيوالو قوانینو او د نړيوالو بشري حقونو د حقوقو د بیړني انطباق او پلیتابه غوښتونکي يو. په دې توګه، د هغو کسانو د تعقیب او عدلي څېړنې په برخه کې، چې دغه وګړي په تاوتريخوالي سره هدف ګرځوي، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له هڅو څخه ملاتړ کوو او د دغه ډول وژنو لپاره د مصونیت او خونديتوب د ژر ترژره پای ته رسېدو غوښتونکي يو.٬٬

په افغانستان کې په هدفي او لویو بریدونو په اړه د امریکا او نورو هیوادونو لخوا دغه ګډ بیان په داسې وخت راغلی چې په دوحه کې بین الافغاني ناستې لا تر اوسه په افغانستان کې د جنګ جګړو اور نه دی سوړ کړی، مګر په همدې حال کې داسې خبرونه مخې ته راغلي دي چې ګني طالبان د خپلو نورو زرګونو بندیانو د خوشې کېدو تمه لري.

افغان حکومت همدا څو میاشتې مخکې، په څو جوپو کې د طالبانو څه باندې پنځه زره بندیان له جېلونو په دې تمه خوشې کړل چې د سولې مذاکرات پیل شي.

د طالبانو ویاند ډاکټر نعیم وردګ د طالب مشرانو او د افغانستان د سولې دپاره د امریکا د خاص استازي زلمي خلیلزاد د وروستي ملاقات په اړه یو ټویټ کې لیکلي چې په دې کتنه کې د طالبانو د "پاتې بندیانو د آزادئ او تور لېست څخه د ا.ا.ا (طالبانو ډلې) د مشرانو او اعضاوود نومونو اېستلو...." خبرې شوي دي.

که څه هم د طالبانو ویاند ډېر وضاحت ندی ورکړی چې د پاتې بندیانو نه یې هدف د څومره بندیانو خوشې کېدل دي، مګر د افغانستان یو خصوصي ټي وي، طلوع نیوز، راپور ورکړی چې ګني په کابل کې د امریکا سفارتکار راس وېلسن ویلي، طالبان تمه لري چې په آینده ورځو کې د دوی اووه زره (۷۰۰۰) قیدیان د افغان حکومت له جېلونو آزاد شي.

بل اړخ ته افغان صدر محمد اشرف غني د ملي مصالحې د عالي شورا په اولنۍ ناسته کې ویلي چې د پنځو زرو طالبانو په خوشې کولو سره یې د سولې په وړاندې خپله ژمنه پرځای کړې ده او اوس د طالبانو وار دی چې خپله وعده پر ځای او ډزبندي وکړي.

صدر محمد اشرف غني هغې غونډې ته په وینا کې وویل چې د سولې بهیر دوهم پړاو ته داخل شوی او په وینا یې دوهم پړاو مذاکرات زیاتو مشورو ته اړتیا لري.

د سولې دپاره د دې کوششونو سره سره، په افغانستان کې تشدد هره ورځ دوام لري او د اتوار/یکشنبې په ورځ پوځي ذرایعو خبر ورکړ چې په یو شواروز کې په یوویشت (۲۱) ولایتونو کې د طالبانو او حکومتي عسکرو ترمنځ جګړې روانې وې.

بل اړخ ته په سرښار کابل کې د نامعلومو وسله والو کسانو په یوې هدفي حملې کې، د کابل ولایت یو جګپوړی پوځي اټارني (څارنوال) ووژل شو. دا افسر، پامير فیضي نومېد چې سهار مهال نوکرۍ ته د

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG