لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور پوهنتون کې زده کوونکو د امنيت دپاره احتجاج او استازانو هړتال اعلان کړی


پېښور پوهنتون کې زده کوونکو د امنيت غوښتنې دپاره احتجاجي مظاهره کړې
پېښور پوهنتون کې زده کوونکو د امنيت غوښتنې دپاره احتجاجي مظاهره کړې

پېښور پوهنتون کې تېره ورځ د سيکيورټي سپروايزر د وژنې پرضد زده کوونکو احتجاجې مظاهره کړې، د پېښې د عدالتي پلټنو غوښتنه یې کړې او د پوهنتون استازانو د پېښي ضد د سبا نهې يا سه شنبې د ورځې نه د هړتال شورو کولو اعلان کړی دی.

زده کونکې وايي پېښور پوهنتون کې دننه په تيرو دوو اوونيو کې د يو استاز او سيکيورټي کمپنۍ سپروايزر وژنې اندېښمن کړي دي.

پېښور پوهنتونون کې د زده کوونکو بيلا بيلو تنظيمونو تيره ورځ د شخصي امنيتي کمپنۍ سپر وايزر ثقلېن بنګش د ساتونکي په تماچه د وژنې پرضد نن د اکېډېمک بلاک نه تر خېبر ميډيکل کالج پورې احتجاجي لاريون کړی دی.

د پېښور پوهنتون د استازانو د اتحاديې مشر ډاکټر محمد عزېر وويل د کېمپس دننه د امنيت حالات ډېر خراب شوي دي او د څو وارې خواستونو باوجود انتظاميې په دې لړ کې ګامونه پورته نه کړل نو ځکه یې د سبا نه د هړتال شورو کولو فېصله وکړه.

دا په دوو اوونیو کې د امنیت ساتونکو لخوا د کېمپس دننه د وژنو دویمه پېښه ده. تر دې وړاندې په 19مه فرورۍ د پېښور په اسلامیه کالج پوهنتون کې دانګریزۍ څانګې استاز بشیر د دغه پوهنتون یو امنیت ساتونکي د نښتې په مهال ویشتلی او وژلی وو.

تقويم الحق د پوليټکل ساينس څانګې زده کونکی دی وايي د کېمپس دننه په هر ګېټ ناتجربه کاره ساتونکي ودرول شوي دي د روزانه په توګه د زده کوونکو او استازانو سره ناسمه چلن کوي.

د پېښور پوهنتون د مرکزي کېمپس دننه څلور يونيورسټۍ، شپږ کالجونه او 13 سکولونو دي او ټوله ابادي یې قابو دوه لکه ده، د کېمپس دننه د 350 پورې پوليس اهلکار په ځای کړل شوي دي.

د پوهنتون د شمېرو ترمخه پوهنتون کې 58 او اسلاميه کالج يونيورسټۍ کې 75 ساتونکي اهلکار مامور دي او د شخصي ساتونکو کمپنيانو اهلکار دې نه علاوه دي.

نقيب خان د پېښور پوهنتون د پوهنتون د ساتنې مشر دی، وايي يونيورسټۍ کې د شخصي کمپنيانو ساتونکي اهلکار ناتجربه کاره دي او څو وارې یې دا مسله د لوړ پوړو چارواکو سره هم شريکه کړې ده.

يوه اوونۍ وړاندې د کېمپس دننه د استازانو اتحاديې د پېښور پريس کلب مخې ته د امنيت خراب صورتحال او د اسلاميه کالج يونيورسټۍ د استاز بشير احمد د وژنې پرضد احتجاجي مظاهره کړې وه.

ډاکټر عزېر وايي د کېمپس دننه دې د پوليس نه علاوه ټولو ساتونکو اهلکارو نه وسلې واخستل شي ځکه چې روانو حالاتو استازان او زده کوونکي په ذهني توګه ډېر اندېښمن کړي دي.

د پېښور پوهنتون انتظاميې پرون د شخصي ساتونکې کمپنۍ سپروايزر د وژنې علتونو معلومولو دپاره کميټي جوړه کړې ده چې هر اړخيزه پلټنۍ به کوي، خو زده کوونکو او استازانو د دغه کمېټۍ منلو نه انکار کړی دی او غوښتنه یې د هغو چارواکو نه دې هم پلټنې وشي د چا په وجه چې د امنيت مسلې جوړې شوي دي.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG