په ټانک ضلع کې د راغلي سیلاب پرمهال د خلکو کورونو ته د نقصان جاج اخیستلو دپاره د سروی عمل پېل شوی او د ټانک ضلعې اسسټنټ کمشنرامین الله وایي د سیلاب له کبله د بشپړ تاوان د معلومولو لپاره د سروی شپږ ډلې ټاکل شوي دي.
هغه وویل چې په سېلاب ځپلو غږ کوي چې که د سیمې نه بهر وي نو خپلو سیمو ته دې ځانونه ورسوي، هلته باید د سروی په وخت د خپل ړنګ شوي کور خوا ته ولاړ وي او ورسره د قانوني چارو پوره کولو لپاره شناختي کارډونه هم ولري.
په ټانک ضلعه کې د اګست په 24 م سیلاب راغلی وو چې له کبله یې د سیمې خلک متاثره کړي او د سیمې خلک وایي چې دې راغلي سیلاب له کبله د دوی زرګونه کورونه تباه شوي دي.
د ټانک کوړو سیمې یو اوسیدونکی جلال خان وایي په کورونو د سیلاب اوبه راغلې چې له امله یې کور په بشپړه توګه ړنګ شوی او د کور د ضرورت سامان یې د خاورو لاندې شوی دې.
هغه وویل په خپله خواريکښ مزدور دې سحر د ورځې په سر مزدوري کوي او بیا ماښام په هغه پیسو کور جوړوي.
هغه زیاته کړه دو ځله د دوی کور کتلو ته حکومتي ډلې راغلې خو دوی ته هیڅ د خوراکي توکو یا نغدي مرستې نه دي ورکړل شوي.
یو بل سیلاب متاثره تن همایون وویل د دوی په سیمه کې سیلاب په بشپړه توګه د خلکو کورونه وران کړي دي.
هغه وویل په خپله د کور دیوالونه او کوټې ړنکې شوي او زیاته يې کړه د پردې انتظام نه لري او د خوراک څښاک مرستو سره د سر سوري د پاره خیمو ته زیاته اړتیا لري.
د ټانک انتظامیه وایي له خلکو سره د مرستو کار یې روان دی لومړی د سیلاب اغېزمن په خپلو سیمو کې بیرته پرځایي کړي خو د کورونو سروی به یو څه وخت اخلي او چې د چا کورونه وران شوي هغوی ته به مرستې ورکړل کیږي.